روان کال د وریجو حاصلات ۲سلنه زیات شوي

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، په روان کال کې د ټول هېواد په کچه د وریجو ۴۴۷زره مټریک ټُنه حاصلات ترلاسه شوي چې د تېر کال پرتله دوه سلنه زیاتوالی ښيي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه حاصلات د بېلابېلو ولایتونو له ۱۳۵زره هکټاره ځمکې ترلاسه شوي دي.

د دغه وزارت ویاند مولوي شرمحمد حاتمي وایي، روان کال د وریجو کښت د تېر پرتله ۴،۶ سلنه زیات شوی دی.