• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

لوړپوړی روسي کارپوه: طالبان په یوازې ځان د افغانستان د امنیت ټینګښت توان نه‌لري

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۳۸ GMT+۰

لوړپوړی روسي کارپوه رجب صفروف وایي، چې طالبان په یوازې ځان د افغانستان د امنیت د ټینګښت وړتیا نه‌لري او د وسله‌والو ډلو پر وړاندې د مقابلې لپاره د سیمې له هېوادونو، په ځانګړي ډول له روسیې سره همکارۍ ته اړتیا لري.

رجب صفروف چې په مسکو کې د معاصر ایران د څېړنو مرکز مشر دی، د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۹مه) له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وویل، د طالبانو او روسیې د پوځي چارواکو ترمنځ وروستي مذاکرات ښيي چې امنیتي همکارۍ پرته له دوه‌اړخیز باور څخه شونې نه‌دي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د طالبانو او د سیمې د هېوادونو تر منځ پوځي همکاري هغه مهال عملي کېدای شي، چې د دواړو لورو تر منځ سیاسي او امنیتي باور موجود وي. دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي، چې د چهارشنبې په ورځ د (سلواغې ۸مه) د روسیې د دفاع وزارت مرستیال واسیلي اُسماکوف او د طالبانو د دفاع وزارت د ستراتیژۍ او پالیسۍ مرستیال محمد فرید په مسکو کې سره ولیدل.

د روسیې د دفاع وزارت اعلان کړی، چې په دغې ناسته کې دواړو لورو د اوسني وضعیت او د ګډو ګټو په برخو کې د پوځي همکاریو د پراختیا او پر راتلونکو لارو چارو خبرې کړې دي. رجب صفروف د دغې لیدنې په تړاو وویل، چې د روسیې لپاره له محمد فرید سره خبرې او تعامل اسانه دی. هغه زیاته کړه: «محمد فرید چې د طالبانو د دفاع وزارت مرستیال دی، د روسیې په پوځي اکاډمۍ کې یې زده‌کړې کړې دي او په روسي ژبه بشپړ تسلط لري. روسیه کولای شي له هغه سره په اسانه تعامل وکړي او خبرې اترې پر مخ یوسي».

د دغه روسي کارپوه په وینا، همدا موضوع کولای شي د مسکو او طالبانو ترمنځ د اړیکو د اسانتیا او د پوځي همکاریو د پراخېدو لپاره مهم رول ولوبوي.صفروف ټینګار وکړ، چې روسیه چمتو ده، د ګډو ګټو په چوکاټ کې له طالبانو سره پوځي همکارۍ ولري.

هغه همداراز افغانستان ته د امریکا د بېرته راګرځېدو هڅو ته په اشارې وویل، که د طالبانو او روسیې تر منځ همکارۍ پیاوړې شي، نو دا به د نورو هېوادونو د پلانونو د پلي کېدو مخه ونیسي. د هغه په خبره، د سیمې هېوادونه دې پایلې ته رسېدلي، چې افغانستان باید د ځان د دفاع وړتیا ولري او خپله خپل امنیتي ثبات وساتي.

روسیې په وروستیو کلونو کې پرله‌پسې د افغانستان د بې‌ثباتۍ د پایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د مسکو تر ټولو ستره اندېښنه د افراطي او ترهګریزو ډلو د فعالیتونو پراخېدل دي، په ځانګړي ډول د داعش خراسان څانګه او دا چې ناامني له افغانستان څخه د مرکزي اسیا هېوادونو ته ورسېږي؛ هغه سیمه چې روسیه یې د خپل ستراتیژیک امنیت او نفوذ برخه ګڼي.

روسي چارواکو څو ځله خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې ناامني کولای شي په منځنۍ اسیا کې د مسکو متحد هېوادونه لکه تاجکستان او ازبکستان له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ کړي. تاجکستان په وروستیو میاشتو کې څو ځله د افغانستان له خاورې د پولې پورې غاړې بریدونه تجربه کړي دي.

روسیې د طالبانو د په رسمیت پېژندلو له لارې هڅه کړې، چې د سیاسي او امنیتي خبرو او تعاملاتو له لارې، افغانستان په خپله ګټه وکاروي او د متحدینو پر ضد یې د ګواښ پر مرکز بدل نه‌شي. د مسکو او طالبانو ترمنځ وروستي پوځي او امنیتي تماسونه هم د همدې ستراتیژۍ یوه برخه بلل کېږي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې طالبانو ته «د امریکا د مرستو بندولو» لایحه تصویب کړه

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۵۹ GMT+۰

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې د ۵شنبې په ورځ (د سلواغې ۹مه) یوه لایحه تصویب کړه، چې له‌مخې یې له افغانستان سره د امریکا مرستو ته د طالبانو لاسرسی په بشپړ ډول بندېږي. د یادې کمېټې رييس ویلي، تر دې وروسته به د امریکا د مالیه ورکوونکو یو ډالر هم طالبانو ته ونه‌رسېږي

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې د پنجشنبې په ورځ «ترهګرو ته د مرستو بندولو لایحې» په اړه ناسته وکړه. د دې لایحې موخه دا ده، چې طالبان د امریکا له هغو مرستو څخه بې‌برخې شي چې افغانستان ته لېږل کېږي.

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې رييس جېم رېش د یادې لایحې له تصویبېدو وروسته د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ، چې تر دې وروسته «د امریکا د مالیه ورکوونکو یو ډالر به هم د طالبانو په ګډون په افغانستان کې ترهګرو ډلو ته ونه‌رسېږي».

جېم رېش ټینګار وکړ، چې طالبان دا مهال د امریکا هغو مرستو ته لاسرسی لري، چې افغانستان ته استول کېږي او دا کار د هغو امریکايي سرتېرو له قربانیو سره په ټکر کې دی چې دې هېواد کې وژل شوي دي.

جېم رېش: پر طالبانو د مرستو بندېدو قانون یو بل پړاو ته نږدې شوی | افغانستان انټرنشنل پښتو

تر دې مخکې ډيموکراټانو له دغې طرحې سره مخالفت کړی وو او اندېښنه یې ښودلې وه، که د امریکا مرستې بندې شي، نو دا به په افغانستان کې پر اړمنو خلکو ناوړه اغېز وکړي.

له بل لوري، د ملګرو ملتونو سر منشي انتونیو ګوترېش د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۹مه) په نیویارک کې د یوه خبري کنفرانس پرمهال وویل، چې له طالبانو سره تعامل یو بد انتخاب دی، خو له دې ډلې سره بشپړ پرېکون تر هغه هم بدتره انتخاب دی. ګوترېش د افغانستان انټرنشنل د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل:«د طالبانو تګلارې ناهیلې کوونکې دي، خو موږ دې پایلې ته رسېدلي یو چې بشپړ تعامل بندول به بدتره انتخاب وي».

د ملګرو ملتونو سرمنشي: له طالبانو سره د اړیکو بشپړ پرېکول یو بد تره انتخاب دی | افغانستان انټرنشنل پښتو

له دې سره سم، بیا د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یوې تازه مرکه کې ویلي، چې د یادې ډلې د واکمنۍ پرمهال یې د امریکا په ګډون له هېڅ بهرني هېواد څخه یوه پېسه هم نه‌ده ترلاسه کړې او نه هم ورته اړتیا لري.

مجاهد وايي:«امریکا، ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو، دوه درې کاله وړاندې استولې او دا پیسې موسساتو ته ورکول کېدې، وروسته امریکا پیسې بندې کړې او نورو هېوادونو کمې کړې. طالبانو ته تر اوسه هېچا یو ډالر پیسې هم نه‌دي ورکړي. او موږ اړتیا هم ورته نه‌لرو».

ذبیح‌الله مجاهد: له امریکا سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو څو له عامه زیان څخه په امن کې واوسو | افغانستان انټرنشنل پښتو

طالبان که څه هم د امریکا له‌خوا د دې ډلې سره د مستقیمو مالي مرستو راپورونه ردوي، خو وايي چمتو دي، چې امریکا د نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې ډيپلوماټيک حضور ولري.

د یادونې وړ ده، د تېر جمهوري حکومت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په ځلونو ادعا کړې، چې امریکا طالبانو ته هره میاشت میلیونونه ډالره ورکوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي: له طالبانو سره د اړیکو بشپړ پرېکول یو بد تره انتخاب دی

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۰ GMT+۰

ګوترېش ویلي، چې له طالبانو سره تعامل یو بد انتخاب دی، خو له دې ډلې سره بشپړ پرېکون تر هغه هم بدتره انتخاب دی. ګوترېش د افغانستان انټرنشنل د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل:«د طالبانو تګلارې ناهیلې کوونکې دي، خو موږ دې پایلې ته رسېدلي یو چې بشپړ تعامل بندول به بدتره انتخاب وي».

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۹مه) په نیویارک کې د یوه خبري کنفرانس پرمهال وویل، چې له طالبانو سره په ځینو برخو کې تعامل «مثبتې اغیزې» لرلي. نوموړي د خصوصي سکټور په برخه کې له طالبانو سره همکارۍ ته اشاره وکړه او په وینا يې چې «دې چارې په افغانستان کې زمینه برابره کړه، چې ښځې په څو برخو کې په کار بوختې شي».

ګوترېش ومنله، چې طالبان د ښځو د کار او زده‌کړو له بندیز څخه نه‌دي پر شا شوي.

نوموړي د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو یادونه هم وکړه، چې خپلو دفترونو ته د تلو اجازه نه‌لري، خو په وینا یې، د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکو ته اجازه ورکړل شوې، چې ځینې ساحوي ماموریتونو کې برخه واخلي.

ګوترېش وویل، چې د طالبانو له‌خوا د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو د کار مخنیوی «خورا ناهیلې کوونکی او د نه‌منلو وړ دی».

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې ځانګړې استازې سوزان فرګوسن هم په لیندۍ میاشت کې ویلي وو، چې ملګري ملتونه ښځینه کارکوونکو ته اړتیا لري، ځکه چې افغان ښځو ته مرستې باید د ښځینه مرستندویانو له‌خوا ورکړل شي.

نوموړې ویلي وو: «یوازې د دوی د حضور له لارې موږ کولی شو، په خوندي ډول ښځو او نجونو ته رسېدنه وکړو او هغو کسانو ته مرستې چمتو کړو، چې ورته اړتیا لري. مرستې باید د ښځو له‌خوا ښځو ته ورکړل شي».

په ورته مهال، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزماري ډي‌کارلو تېره اوونۍ کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې له طالب چارواکو سره د ښځو او نجونو د زده‌کړو په اړه خبرې وکړې، خو طالبانو د نوموړې غوښتنو ته مثبت ځواب نه‌دی ورکړی.

د ملګرو ملتونو لومړیتوبونه

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، چې په افغانستان کې څلور موخې تعقیبوي.

نوموړي وویل: «افغان ادارې باید په حقیقت سره ټول‌‌شموله وي، په دې مانا چې د افغانستان د ټولو قومي ډلو استازیتوب وکړي او دا په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره یو بنسټیز شرط دی».

نوموړي ویلي، چې د طالبانو اداره باید بشري حقونو ته درناوی وکړي او د ترهګرو سازمانو له‌خوا د افغانستان د خاورې د کارولو مخه ونیسي.

نوموړي په پاکستان کې وسله والو بریدونو ته په اشارې وویل: «موږ په ځانګړې توګه د هغه څه په اړه چې له پاکستاني طالبانو سره تړاو لري او له هغه ملاتړ څخه چې دوی یې ترلاسه کوي ژوره اندېښنه لرو».

همدارنګه د ملګرو ملتونو سرمنشي د نشه‌يي توکو پر وړاندې د طالبانو مبارزه وستایله او ویې ویل، چې یادې ډلې«په دې برخه کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي».

د اساسي قانون اړتیا نشته؛ مجاهد وايي د هبت‌الله فرمان خپله «قانون» دی

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۰ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۹مه) په یوې مرکه کې ویلي، اساسي قانون یو نوی مفهوم دی او د طالبانو اداره د هبت‌الله اخونزاده پر فرمانونو ولاړه ده او اساسي قانون ته اړتیا نه‌لري. هغه د نجونو د زده‌کړو په اړه پرله‌پسې پوښتنو ته له ځواب ورکولو هم ډډه وکړه.

مجاهد د «پیام افغان ټلوېزیون» د خپرونې چلوونکي ته وویل: «په دې برخه کې خبرې کول راته ستونزمن دي، زه څه نه‌شم ویلی». په ژوندۍ ټيلیفوني خپرونه کې یو شمېر ښاریانو، چې ښځې او نارینه په‌کې شامل وو، هم د نجونو د زده‌کړو په اړه پوښتنې وکړې، خو مجاهد هېڅ یوې ته ځواب ورنه‌کړ.

تر دې وړاندې د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم ویلي وو، لکه څنګه چې تر بل امر پورې د نجونو او ښځو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي، همدارنګه تر بل امر (امر ثاني) پورې د نجونو د زده‌کړو په اړه پوښتنه کول هم منع دي.

طالبانو له څه باندې څلورو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو او ښځو پر مخ تړلي دي. د طالبانو اداره د نړۍ له‌خوا له واردېدونکو فشارونو سربېره، تر اوسه د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانېستلو لپاره مثبت ځواب نه‌دی ورکړی.

اساسي قانون؛ طالبانو ته بې‌ارزښته چاره

ذبیح‌الله مجاهد له تېرو څلورو کلونو راهیسې په افغانستان کې د اساسي قانون د نشتوالي په اړه یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل: «قرآن او شریعت زموږ قانون دی». هغه زیاته کړه، دا مهال له سلو زیات فرمانونه د طالبانو د مشر هبت‌الله اخندزاده د توشېح په تمه دي.

مجاهد وویل، چې د اساسي قانون تدوین په وروستۍ یوه پېړۍ کې دود شوی، خو باید د اسلامي نظامونو مخینې ته هم پام وشي. هغه ټینګار وکړ: «موږ شریعت او قرآن لرو». خو نوموړي د اساسي قانون د ارزښت په اړه وویل: «دا ډېره ښه ده، چې یوه سریزه او څو کرښې ولرو، څو د ټولو لپاره وضاحت او روڼتیا رامنځته کړي».

د طالبانو د ویاند په خبره، په اوسني نظام کې خپل‌سري نشته او د طالبانو د مشرانو ترمنځ یې هر ډول اختلافات هم رد کړل. هغه وویل: «هغه څه چې امیرالمؤمنین یې ووایي، هماغه فرمان دی او عملي کېږي. تر اوسه هېڅ داسې فرمان نه‌دی صادر شوی، چې د شریعت خلاف وي او دا فرمانونه د قوانینو په توګه په رسمي جریده کې خپرېږي».

هغه همدارنګه زیاته کړه: «موږ به یو بنسټیز اساسي قانون جوړ کړو».

د مذهب بدلول

په ژوندۍ خپرونه کې یوه ښاري د طالبانو د محکمو د اصول‌نامې په اړه د مذهب بدلولو پوښتنه وکړه. ذبیح‌الله مجاهد وویل، چې د مذهب بدلول د ټولنې فکري یووالی له‌منځه وړي. هغه وویل: «د حنفي مذهب پیروي لازمي ده. د مذهب بدلول جواز نه‌لري او جرم ګڼل کېږي».

د هغه اشاره له حنفي مذهب څخه نورو مذاهبو ته د اوښتو په اړه وه، خو راپورونه شته، چې طالبانو په بدخشان کې د اسماعیلیه مذهب پیروان د مذهب بدلولو ته اړ کړي دي. مجاهد ټینګار وکړ: «څوک چې له حنفي مذهب څخه واوړي، دا سمه لاره نه‌ده او د تفرقې سبب کېږي. کېدای شي په تشیع کې هم همداسې وي».

د بشري حقونو بنسټونو، په ځانګړي ډول د «رواداري» سازمان ویلي، چې د طالبانو د محکمو په هغه «جزايي اصول‌نامه» کې، چې تازه د هبت‌الله اخونزاده له‌خوا توشیح شوې او د تطبیق لپاره استول شوې، د حنفي مذهب پیروان مسلمانان بلل شوي، خو د نورو مذاهبو او له «اهل سنت والجماعت» سره د مخالفو باورونو لرونکي کسان د «مبتدعینو» په نوم یاد شوي دي.

رواداري ویلي، دا ډول تبعیضي وېش په داسې هېواد کې، چې بېلابېلې مذهبي لږکي لري؛ لکه د دولس‌امامي شیعه، اسماعیلیه، اهل حدیث، سیکان او هندوان، په ښکاره ډول د دین او مذهب پر بنسټ د نه تبعیض اصل تر پښو لاندې کوي.

نبیل: هغه افغانان چې له سپاه پاسداران سره یې اړیکې وې اوس له نړۍوال تعقیب سره مخ دي

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۴۴ GMT+۰

د مخکېني جمهوري نظام پر مهال د ملي امنیت رییس رحمت‌الله نبیل خبرداری ورکړی، چې د ایران سپاه پاسداران د اروپایي ټولنې له‌خوا د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې شاملېدل به یو شمېر هغو افغان سیاسي، رسنیزو او کلتوري څېرو او بنسټونو لپاره جدي او مستقیمې پایلې ولري.

رحمت‌الله نبیل د اروپايي ټولنې له لوري د ترهګریزو سازمانونو په نوملړ کې د ایران د سپاه پاسداران ډلې له شاملېدو وروسته د پنجشنبې په ماخوستن (د سلواغې ۹مه) په خپله اېکس‌پاڼه وویل، په دې کې هغه افغانان شامل دي، چې د جمهوري نظام پر مهال او همدارنګه د هغه تر رانسکورېدو وروسته یې له دې ځواک سره مالي، تبلیغاتي او یا سیاسي اړیکې لرلې دي.

نبیل ویلي، دا خبرداری په ځانګړي ډول هغو کسانو او جوړښتونو ته متوجه دی، چې په یو وخت کې د طالبانو د واکمن جوړښت دننه او همدارنګه له هېواد څخه بهر د افغان ډیاسپورا په منځ کې فعال دي او په تېرو کلونو کې یې له سپاه پاسداران څخه پیسې، ملاتړ او یا رسنیز پوښښ ترلاسه کړی دی.

د هغه په وینا، دغو شبکو د «دوه‌مخیزې او فرصت‌پالنې» تګلارې له لارې هڅه کړې، چې د سیاسي خپلواکۍ تر شعار لاندې د سیمې له نفوذي سرچینو او چینلونو څخه ګټه واخلي.

د ملي امنیت پخواني رییس زیاته کړې، په اوسنیو شرایطو کې له سپاه پاسداران سره هر ډول پټه یا ښکاره اړیکه کېدای شي له یوې ترهګرې ډلې سره د همکارۍ په توګه تعبیر شي او دا به د نړۍوالو هدفمند بندیزونو، د شتمنیو د کنګل کېدو او په نړۍواله کچه د عدلي تعقیب لامل وګرځي.

رحمت‌الله نبیل ټینګار کړی، چې په سیمه کې د نوي نظم له رامنځته کېدو سره د «خړ سیاست» او په یو وخت کې په څو ډګرونو کې د لوبې کولو پړاو د پای ته رسېدو په حال کې دی او د بهرنیو نفوذي کړیو منځګړي به نور د مشروع سیاسي لوبغاړو په توګه ونه‌پېژندل شي، بلکې د څار، پلټنې او عدلي اقداماتو هدف وګرځي.

د نبيل څرګندونې داسې مهال دي، چې تازه اروپايي ټولنې په یوه ګډ اقدام کې د ایران سپاه پاسداران ځواک د ترهګرو ځواکونو په نوملړ کې شامل کړ او د دغې ډلې پر غړو یې سخت بندیزونه هم ولګول.

پاکستان او چین پرېکړه کړې چې سي‌پیک پروژه افغانستان ته وغځوي

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۲۰ GMT+۰

د کابل او اسلام اباد تر منځ د خرابو اړیکو تر سیوري لاندې پاکستان او چین پرېکړه کړې، چې د سي‌پیک پروژه افغانستان ته وغځوي او چین هڅه کوي د دواړو هېوادونو ترمنځ خرابې اړیکې بېرته ورغوي.

د پاکستان جیونیوز راپور ورکړی، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو د سنا مجلس د بهرنیو چارو دایمي کمېټې ته په خپلو څرګندونو کې ویلي، چین هم په افغانستان کې د ترهګرۍ په اړه اندېښنې لري او د افغانستان په اړه د دواړو هېوادونو دریځ یو ډول دی.

یادو چارواکو ویلي، چې د اسلام اباد او کابل ترمنځ اړیکې په موقت ډول خرابې دي، خو پاکستان پرېکړه کړې، چې د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز (سي‌پیک) پروژه افغانستان ته هم وغځوي.

د یادو چارواکو په خبره، چین هڅه کوي،چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ خرابې اړیکې ورغوي.

همدارنګه یادو چارواکو ویلي، چې د سیمه ییزو همکاریو فورم د هند د نه‌همکارۍ له امله په ټپه ولاړ دی او له همدې امله پاکستان له نورو سیمه‌ییزو هېوادونو سره د اړیکو پر جوړولو تمرکز لري.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو او پاکستاني پوځ تر منځ له څو ځلي جګړې وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ ځمکنۍ لارې له شاوخوا درېیو میاشتو راهیسې بندې دي او سوداګریز بهیر هم په ټپه ولاړ دی.