• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روغتیا نړۍوال سازمان ایران کې د طبي کارکوونکو او روغتونونو پر وضعیت اندېښنه وښوده

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۴۳ GMT+۰تازه شوی: ۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۵۰ GMT+۰

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) عمومي رییس ټېدروس ادهانوم ګبریسوس په ایران کې د وروستي وضعیت له امله پر روغتیایي کارکوونکو او روغتیايي مرکزونو د منفي اغېزو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.

نوموړي ویلي، راپورونه ښيي چې روان وضعیت د هغو کسانو لپاره د حیاتي روغتیایي خدمتونو وړاندې کول له خنډ سره مخ کړي، چې بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري.

د روغتیا نړۍوال سازمان عمومي رییس د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۹مه) په خپله اېکس پاڼه وویل، په وروستیو ورځو کې داسې راپورونه خپاره شوي، چې په‌کې ویل شوي، د روغتیایي سکټور یو شمېر کارکوونکي هغه مهال تر برید لاندې راغلي، چې د ټپیانو درملنه یې کوله. د همدې راپورونو له‌مخې، لږ تر لږه پنځه ډاکټران د خپلې دندې د ترسره کولو پر مهال نیول شوي دي.

ګبریسوس د ټولو هغو روغتیایي کارکوونکو د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه کړې، چې دا مهال په بند کې دي او ټینګار یې کړی، چې روغتیايي کارکوونکي باید هېڅ‌کله له ګواښ، وېرولو او یا تاوتریخوالي سره مخ نه‌شي. د روغتیا نړۍوال سازمان همداراز پخلی کړی، چې د ایران په لوېدیځ کې د ایلام ښار «خمیني روغتون» د روانې میلادي میاشتې په پیل کې تر برید لاندې راغلی دی.

د راپور له‌مخې، کله چې ټپیان دې روغتون ته ولېږدول شول، د روغتون دننه او شاوخوا کې تاوتریخوالی رامنځته شو، چې له امله یې د طبي خدمتونو وړاندې کول او همداراز د روغتیايي وسایلو او توکو برابرول له جدي خنډ سره مخ شول.

د معلوماتو پر بنسټ، په وروستیو اوونیو کې د ایران په بېلابېلو سیمو کې یو شمېر نور روغتیايي مرکزونه هم زیانمن شوي دي. په دغو پېښو کې د بېړنۍ مرستې لس مرکزونه ویجاړ شوي، چې له امله یې له پنځوسو ډېر ژغورونکي ټپیان شوي او تر ۲۰۰ ډېر امبولانسونه هم ویجاړ شوي دي. همداراز ویل شوي، چې د تهران په سینا روغتون کې اوښکې بهوونکي ګاز کارول شوي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان عمومي رییس زیاتوي، دغه کړکېچ د ایران پر روغتیایي نظام سخت فشار راوستی دی. نوموړي ټینګار وکړ، چې د روغتیايي مرکزونو ساتنه او د روغتیایي خدمتونو بې‌خنډه وړاندې کېدل یو بنسټیز، اړین او نه‌هېرېدونکی اصل دی.

هغه زیاته کړه: «د درملنې خدمتونو ته خوندي او پرله‌پسې لاسرسی د هر هغه انسان بنسټیز حق دی، چې روغتیایي پاملرنې ته اړتیا لري، په ځانګړي ډول د کړکېچ په حالاتو کې. روغتیایي خدمتونه باید هېڅ‌کله په نښه نه‌شي».

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

عبدالسلام ضعیف: امریکا غواړي له ایران سره تفاهم وکړي خو نتنیاهو یې جګړې ته هڅوي

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۵۴ GMT+۰

د‌ طالبانو د تېرې واکمنۍ پر مهال اسلام اباد کې د دغې ډلې سفیر عبدالسلام ضعیف وایي، امریکا جګړې ته له چمتووالي سره سره غواړي له ایران سره د تفاهم لاره پیدا کړي، خو د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو یې جګړې ته هڅوي.

هغه پنج‌شنبه د (سلواغې ۹مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د نتنیاهو هڅه دا ده، څو په هر ډول وي امریکا له ایران سره په جګړه کې ښکېله کړي. د نوموړي په باور اسراییل به داسې کړنه ترسره کړي چې په اتوماتیک ډول امریکا له ایران سره جګړه پیل کړي.

د دې پخواني طالب چارواکي په خبره، که څه هم د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ نازک حالت ته رسېدلی، خو بیا هم د یوې هوکړې اټکل شته. د تهران او واشنګټن ترمنځ په ناندریو کې ډېری طالبانو د ایران ملاتړ کړی او هلته یې هر ډول احتمالي پوځي اقدام یرغل بللی دی.

طالبانو لا دا هم ویلي، که د ایران خلاف هر ډول اقدام کېږي، نو‌ د سیمې ثبات به زیانمن شي. په تېرو اونیو کې په ایران کې د اوسنيو واکمنانو پر خلاف سراسري لاریونونه وشول او د حکومت له لوري هم په ډېر شدت سره وځپل شول.

د نړۍ‌والو رسنیو د راپورونو لهمخې، په دغو لاریونونو کې زرګونه لاریونوال وژل شوي دي. په تېرو ورځو کې ټرمپ خبر ورکړی، چې یوه پوځي سمندري بېړۍ منځني ختیځ ته رسېدلې او بله هم پسې ور روانه ده. دا چاره پر ایران د برید لپاره یوه نښه ګڼل کېږي.

هېګسټ ټرمپ ته؛ پنټاګون د ایران په اړه هر ډول اقدام ته چمتو دی

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۳۰ GMT+۰

د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګسټ ویلي، چې په ایران کې د اټومي وسلو د جوړولو د مخنیوي لپاره، امریکايي ځواکونه د ډونالډ ټرمپ هرې پرېکړې پلي کولو ته چمتو دي.

په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو د حضور پراخېدو پر مهال ډونالډ ټرمپ د کابینې په غونډه کې له هېګسټ څخه د اوسني وضعیت په اړه پوښتنه کړې او هېګسټ یې په ځواب کې ویلي: «ایران باید د اټومي وړتیاوو په لټه کې نه‌شي. موږ چمتو یو هر هغه څه ترسره کړو، چې ولسمشر یې د جګړې له وزارت څخه تمه لري».

امریکايي چارواکو ویلي، چې ولسمشر ټرمپ پر ځینو لارو چارو غور کوي، خو تر اوسه یې پر ایران د برید په اړه وروستۍ پرېکړه نه‌ده کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې سي‌اېن‌اېن راپور وکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د اټومي پروګرام او بالسټیک توغندیو د تولید د مخنیوي په اړه د واشنګټن او تهران ترمنځ د لومړنیو خبرو له ناکامېدو وروسته پر ایران د لوی برید په اړه غور کوي.

ټرمپ خبرداری ورکړی، چې پر ایران به راتلونکی برید ډېر سخت وي.

امریکن اېرلاینز غواړي ونزوېلا ته خپلې الوتنې بېرته پیل کړي

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۳۲ GMT+۰

امریکن اېرلاینز د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د حکومتي اجازې له ترلاسه کولو او د امنیتي ارزونو له بشپړېدو وروسته پلان لري، چې ونزوېلا ته خپلې ورځنۍ الوتنې بېرته پیل کړي. دا اعلان یوازې څو اوونۍ وروسته له هغې شوی چې د امریکا پوځ د یاد هېواد ولسمشر ونیوه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د ترانسپورټ له وزارت څخه وغوښتل، هغه محدودیتونه لرې کړي، چې دا مهال امریکا ته د ونزوېلا پر لور الوتنې منع کوي. دا غوښتنه د ونزوېلا د سرپرستې ولسمشرې دلسي رودریګز، سره تر خبرو وروسته وشوه.

ټرمپ وویل: «امریکايي اتباع به ډېر ژر وکولای شي ونزوېلا ته ولاړ شي او هلته به خوندي وي».

متحده ایالاتو د همدې میاشتې په پیل کې پر ونزوېلابرید وکړ او د یوه پوځي عملیاتو په ترڅ کې یې د دغه هېواد ولسمشر نیکولاس مادورو ونیوه او مخامخ یې امریکا ته د محاکمې لپاره ولېږداوه.

امریکن اېرلاینز، چې په ۱۹۸۷ کال کې یې په ونزوېلا کې فعالیت پیل کړی وو، وویل چې دا الوتنې به د سوداګرۍ، تفریح او بشري سفرونو لپاره سیمې ته فرصت برابر کړي. د الوتنو تر ځنډېدو مخکې، دا په ونزوېلا کې تر ټولو لوی امریکايي هوايي شرکت وو.

د فډرالي هوايي چلند ادارې ته به اړتیا وي، چې د الوتنو له بیا پیل مخکې امنیتي ارزونې تر سره کړي او داسې انګېرل کېږي چې دغه چاره به هم څو میاشتې وخت ونیسي.

د جنورۍ په ۱۶مه، د فډرالي هوايي چلند ادارې هوايي شرکتونو ته خبرداری ورکړ، چې د مکسیکو، مرکزي امریکا او د سویلي امریکا د ځینو برخو له پاسه د الوتنو پر مهال احتیاط وکړي، ځکه د احتمالي پوځي فعالیتونو او د«جي‌پي‌اېس» د مداخلې خطرونه شته.

د امریکا او د سیمې د مشرانو تر منځ کړکېچونه وروسته له هغه زیات شوي، چې د ټرمپ ادارې د سویلي کارابین په سیمه کې پوځي ځواک ځای پر ځای کړ.

ټرمپ د همدې میاشتې په پیل کې وویل، چې د مخدره توکو کارتلونه مکسیکو چلوي او وړاندیز یې وکړ، چې امریکا کولی شي د هغوی پر ضد د ځمکې هدفونه وولي. دا د هغو ګواښونو له لړۍ څخه وو، چې پکې د کارتلونو پر ضد د امریکايي پوځي ځواک د کارولو خبره شوې ده.

د مکسیکو ولسمشرې کلاډیا شینباوم، څو ځله خبرداری ورکړی، چې په مکسیکو کې د امریکا هر ډول یو اړخیز پوځي اقدام به د دغه هېواد له ملي حاکمیت څخه جدي سرغړونه وي. په ورته وخت کې، هغې له امریکا سره پر دوه اړخیزو امنیتي همکاریو هوکړه کړې، څو مکسیکو د ټرمپ له فشار څخه لرې وساتل شي.

ګورډن براون: د طالبانو پر وړاندې د سازش سیاست ناکام شوی

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۱ GMT+۰

د بریتانیا پخوانی لومړي وزیر او د نړیوالې زده‌کړې په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ګورډن براون وایي چې د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د سازشي سیاست ناکام شوی او دې تګلارې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ځپلو لړۍ لا پسې شدیده کړې ده.

هغه وایي طالبان د افغانستان اقتصادي او بشري راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کوي.

براون دا خبرې ګارډین ورځپاڼې ته په یوې مقاله کې کړي، چې په کې یې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د ځپنې زیاتوالی او د زده‌کړو د محرومیت پراخوالی څېړلی دی.

هغه لیکلي چې د طالبانو اداره د ښځو او نجونو د زده‌کړې د محدودولو په برخه کې تر ټولو افراطي ګامونه اخیستي او هغوی یې له ښوونځیو او هر ډول زده‌کړې سره له اړیکې محرومې کړې دي. براون دا کړنه «جنسیتي اپارتاید» بللی دی.

د ګورډن براون په باور، دا اقدامات د «کندهار د افراطي دیني مشرانو د جناح بریا پر هغو وزیرانو ښکارندويي کوي چې په کابل کې مېشت دي.»

هغه ټینګار کړی چې دا کړنې ښایي د ملګرو ملتونو له‌ خوا د بشریت پر ضد د جنایت په توګه طبقه‌بندي شي.

د بریتانیا پخواني لومړي وزیر د طالبانو پر وړاندې د نړۍ د هېوادونو پر چلند نیوکه کړې او ویلي یې دي چې ځینو هېوادونو په داسې حال کې چې ښځې او نجونې ځپل کېدې، د طالبانو سره د اړیکو پراخولو او د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیل هڅې کولې.

هغه همدارنګه د ښځو پر کار بندیز، له محرم پرته پر سفر بندیز او په عامه ځایونو لکه پارکونو او ورزشي کلبونو کې پر حضور محدودیتونو ته اشاره کړې ده. د هغه په وینا، د طالبانو سره د سازش سیاست د روسیې، چین او هند په مشرۍ پیل شوی او ځینې اروپايي هېوادونه هم ورپسې تللي دي.

هغه د ښځو پر وړاندې د ځپنې زیاتوالی د هبت‌الله اخندزاده د سیاستونو پایله بللې او ټینګار یې کړی چې په کابل کې د طالبانو جناح دا مني چې د هېواد اقتصاد د ښځو ګډون او زده‌کړې ته لاسرسي ته اړتیا لري.

براون د طالبانو د مشر په اړه لیکلي: «د هغه ایډیالوژي دومره وچه او سخت‌دریځه ده چې ان د خپل زوی د ځانمرګي بریدګر کېدو ملاتړ یې کړی دی.»

ګورډن براون ټینګار کړی چې د نجونو د زده‌کړو څخه محرومول به د طالبانو د ړنګېدو لامل شي، ځکه افغانستان چې له ۴۳ میلیونو څخه زیات نفوس لري، د خوړو له سخت ناامنۍ او خوارځواکۍ سره مخ دی .

د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت د بشري ناورین د ارزونې په موخه ناسته ترسره کړې

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۰۰ GMT+۰

د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت اعلان کړی چې د روانې اوونۍ په ترڅ کې یې د افغانستان د خلکو د بیړني بشري وضعیت د ارزونې په موخه، د افغان غیر دولتي بنسټونو په ګډون یوه ناسته ترسره کړې ده.

دغه سفارت د ټولنیزې شبکې ایکس له لارې په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې دا ناسته په ترکیه کې جوړه شوې او موخه یې د همکارو بنسټونو ترمنځ د نظرونو او تجربو شریکول وو.

د بریتانیا سفارت ویلي، دا ناسته د اغېزمنو مرستو د څرنګوالي د ارزونې او د داسې لارو چارو د موندلو لپاره مهم فرصت و، چې له لارې یې د افغانستان د تر ټولو زیانمنو قشرونو لپاره د بشري مرستو اغېزمنتوب او رسېدنه لوړه شي.

سره له دې، تر اوسه د دې ناستې د ګډونوالو بنسټونو، پایلو او یا هم کومو مشخصو هوکړو په اړه جزییات نه دي خپاره شوي.

دا ناسته په داسې حال کې ترسره شوې چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د روان میلادي کال په ترڅ کې ۲۱.۹میلیونه کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري او د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۱.۷۲میلیارده ډالرو بودجې ته اړتیا ده.