کرېکټ بورډ د نړۍوال جام لپاره د ملي لوبډلې جامې رسنیزې کړې

د افغانستان کرېکټ بورډ د یوې خبرپاڼې او ویډیو په خپرولو سره د ۲۰۲۶ کال شل اوریز نړۍوال جام سیالیو لپاره د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې رسمي جامې نندارې ته وړاندې کړې. یادې ادارې ویلي، چې د دې جامو ډیزاین د افغانستان ښکلاوې منعکسوي او د ټولنې له رنګونو څخه الهام اخیستل شوی دی.