• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اروپايي پارلمان غړې: له طالبانو سره د اړیکو عادي کول د منلو وړ نه‌دي

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۹:۴۷ GMT+۰

د اروپايي پارلمان غړې هانا نیومن د طالبانو د جزایي اصول‌نامې په اړه غبرګون ښودلی. هغې ویلي، چې دغه سند د جنسیتي توپیر او د ښځو او نجونو غلامي په رسمیت پېژني. هغې ټینګار کړی، چې له طالبانو سره د اړیکو عادي کول د منلو وړ نه‌دي.

د اروپايي پارلمان دغه غړې د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۸مه) پر اېکس پاڼه لیکلي: « د طالبانو د عادي کولو لپاره هیڅ ډول اړیکې د منلو وړ نه‌دي».
د طالبانو نوې جزایي اصول‌نامې په کور دننه او بهر سخت غبرګونونه راپارولي دي. تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټېفن دوجارېک د دغه سند په ځواب کې پر طالبانو غږ کړی، چې خپل تبعیضي قوانین او فرمانونه لغوه کړي.
د پاکستان د علماوو شورا هم ټینګار کړی، چې د طالبانو جزایي اصول‌نامه د «اسلامي لارښوونو» سره سمون نه‌لري او «د قران او سنت» سره په ټکر کې ده. خو د طالبانو د عدلیې وزارت خبرداری ورکړی، چې د یادې ډلې د قوانینو په اړه هر ډول اعتراض «جرم» ګڼل کېږي او نیوکه کوونکي به قضايي او قانوني ادارو ته راجع شي.
د طالبانو د مشر له‌خوا لاسلیک شوې جزایي اصول‌نامه د ماشومانو وهل جرم نه‌ګڼي، غلامي په رسمیت پېژني، نڅا جرم ګڼي او د طالبانو مخالفینو د وژلو اجازه ورکوي.

ترویج لرونکی

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی
۱

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۲

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۳

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل

۴
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۵

اروپایي ټولنه :د افغانستان د راتلونکې لپاره د ځوانانو ملاتړ کوو

•
•
•

نور کیسې

نورجلال جلالي: هند تر دا مهاله د سرطاني ناروغیو په برخه کې یو مېلیون ډالر مرسته کړې

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۱۸ GMT+۰
100%

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي وایي، چې هند له افغانستان سره تر دا مهاله د سرطاني ناروغیو په برخه کې یو مېلیون ډالر مرسته کړې ده. نوموړي دغه څرګندونې په کابل کې د سرطاني ناروغیو لپاره د یوه ځانګړي روغتون د پرانیستې په مراسمو کې کړې دي.

هغه ویلي، په یاد روغتون کې به د هند په مالي او تخنیکي مرسته د راډیو‌تراپۍ څانګه فعاله شي. نوموړي زیاته کړې، چې هند به د مسلکي او تخصصي ډاکټرانو د روزنې په برخه کې هم همکاري وکړي.

د جلالي په وینا؛ هند له افغانستان سره لس ټنه د سرطاني ناروغیو د درملو مرسته کړې، چې ارزښت یې په تخمیني ډول شاوخوا یو مېلیون امریکایي ډالرو ته رسېږي. نوموړي له شتمنو کسانو او پانګه‌والو هم غوښتي، چې د دغه روغتون د دوام او پراختیا لپاره دې مالي ملاتړ وکړي.

په همدې حال کې د روغتیا نړۍوال سازمان استازي ویلي، دغه روغتون به د ناروغانو د بستر څانګه، جراحي، لابراتوار او نورې اړینې برخې ولري او هڅه به وشي چې په راتلونکې کې یې ظرفیت تر ۲۰۰ بسترو پورې لوړ شي.

د امریکا او ایران کړکېچ؛ امریکایي اډه کې بندپاتې افغان پناه‌غوښتونکي له بریدونو وېره لري

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۵۵ GMT+۰
100%

امریکا ته د افغان کډوالو پر سفر بندیز او د تهران او واشنګټن ترمنځ د جګړې ګواښ له امله په دوحه کې د امریکا په السایلیه پوځي اډه کې سلګونه بندپاتې افغان پناه‌غوښتونکي له وېرې سره مخ دي. د ایران، اسراییل او امریکا د جکړې پرمهال هم د توغندیو ځینې پرزې په دغه پنډغالي لګېدلې وې.

د ۲۰۲۱کال په اګسټ میاشت کې د کابل له سقوط او له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، په سلګونه افغان پناه‌غوښتونکي د امریکا له‌خوا د دوحې پې یوه پوځي‌ اډه کې مېشت شول.

دغه افغان کډوال امریکا ته د تګ په تمه بې‌برخلیکه پاتې دي. د ډراپ سېټ ورځپاڼې د معلوماتو له مخې؛ اوس‌مهال په دغه پنډغالي کې شاوخوا ۸۰۰ افغان پناه‌غوښتونکي مېشت دي.

په راپور کې راغلي، السایلیه پنډغالی یوه پوځي اډه ده،چې د منځني‌ختیځ د کړکېچ له امله له ګواښ سره مخ ده. د امریکا یو افغان قراردادي په دې اړه وايي: «تېر اوړی چې ایران برید وکړ، د توغندیو ځینې ټوټې په پنډغالي راپرېوتې. دا ځل بیا د ورته وضعیت وېره شته».

ډراپ سېټ ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، دغه افغان کورنۍ د امریکا او د هغوی د ملاتړو له‌خوا قطر ته په دې تمه لېږدول شوې چې امریکا ته به انتقال شي. په راپور کې ویل شوي، چې د پالیسو بدلون، د ویزو د ورکړې لړۍ ځنډول او دوی ته نه پاملرنه د دغه کورنیو د پناه‌غوښتنې قضیې په ټپه درولې دي.

په دغه پوځي اډه کې یو افغان پناه‌غوښتونکی وايي: «هرڅوک اندېښمن دي. د پي ۱ او پي۲ پروګرامونه له یوه کال راهیسې ځنډول شوي او د خلکو برخلیک نه‌دی روښانه». دغه کورنیو د امریکا د پخواني‌ ولسمشر جوبایډن په اداره کې امریکا ته د تګ اسناد ترلاسه کړي وو؛ خو د امریکا اوسني‌ ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه لړۍ ځنډولې ده.

په دغه پنډغالي کې مېشت افغان پناه‌غوښتونکي له کړاه ډک ژوند تېروي. دوی زیاتوي:« د اوسېدو مناسب ځای نه‌شته، رواني فشار تر حد زیات دی، ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي او ستونزې خورا ډېرې دي».

راپور زیاتوي، چې د ټرمپ حکومت نه یوازې امریکا ته د کډوالو تګ بند کړی؛ بلکې هغوی ته یې د پیسو په بدل کې افغانستان ته په خپله خوښه د ستنېدو وړاندیز هم کړی دی. خو کډوال د طالبانو له‌خوا له غچ اخیستنې وېره لري او دغه وړاندیز نه مني.

د طالبانو امربالمعروف وزارت وایي روانه اونۍ یې ۱۲ کوډګر نیولي دي

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۲۰ GMT+۰
100%

د طالبانو امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت وایي، چې د دوی محتسبانو په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۲ کوډګر نیولي دي. د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کوډګر یې په کابل، بغلان، پروان، بلخ، زابل، غور او غزني ولایتونو کې نیولي دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ نیول شوي کوډګر عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي. د طالبانو د امر بالمعروف وزارت هره پنجشنبه په خپل اوونیز راپور کې د کوډګرو د نیولو ادعا کوي. د طالبانو دغه وزارت تر دې پخوا هم په کابل او یوشمېر نورو ولایتونو کې د کوډګرو د نیولو خبر ورکړی و.

د طالبانو له‌خوا د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۹مه) په خپور شوي اوونیز راپور کې راغلي، چې تېره اونۍ یې د مېرمنو د حقونو اړوند ۹۳ قضیې هم حل کړې دي. چې په دې کې ۳۷ د ظلم، ۸ د میراث، ۱۱ د جبري ودونو، ۱۳ د مهر او ۷ د طلاق قضیې شاملې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په وروستۍ ناسته کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو ځپونکي اقدامات غندل شوي. بل خوا طالبانو په خپلې نوې جزايي اصول‌نامه کې د خلکو د ژوند شرایط د «شرعي چوکاټ» تر نوم لاندې لا سخت کړي دي.

دغه اصول‌نامه په کور دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې؛ خو طالبان ټینګار کوي چې د دوی کړنلارې سمې دي او ادعا کوي، چې د ښځو په ګډون د افغانستان د ټولو وګړو حقونه د «شرعي اصولو» له مخې خوندي دي.

طالبانو په هرات کې په ناقانونه توګه ایران ته د تګ په تور ۸۷۰ کسان نیولي دي

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۱۹ GMT+۰
100%

په هرات کې د طالبانو ۲۰۷ الفاروق قول اردو خبر ورکړی، تېره اونۍ یې د یو لړ عملیاتو پرمهال ۷۸۰ کسان نیولي چې هڅه یې کوله په ناقانونه توګه د افغانستان له پولې ایران ته داخل شي. د یادې قول اردو په وینا؛ نیول شوي کسان یې اړونده ادارو ته سپارلي‌ دي.

د طالبانو د یادې قول اردو په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي دغه بېلابېل عملیات د دوی پوله ساتو ځواکونو له‌خوا ترسره شوي دي. دوی د نیول شویو کسانو د سیمو او هویت په اړه نور جزییات نه‌دي‌ ورکړي.

د طالبانو امنیتي‌ مسوولین دغه اقدام د پولو د کنټرول پياوړتیا، د انساني قاچاق مخنيوي او د ایران سره پر پوله د امنیت زياتوالی ګڼي. طالبانو د نیول شویو کډوالو په اړه ویلي: « نیول شوي کسان له لومړنیو څېړنو وروسته، د قانوني مراحلو د ترسره کولو لپاره اړونده مراجعو ته سپارل شوي دي».

طالبانو د ایران سره پر پوله د امنیتي‌څار د زیاتوالي او د ګزمو د ډېرېدو خبر ورکړی دی.

روانه اونۍ؛ د پاکستان له زندانونو تر ۲۰۰ ډېر کډوال خوشې شول

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۵۳ GMT+۰
100%

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۲۵۵ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او د دغه هېواد په زندانونو کې له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې بندیان وو، تر خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې د دغه کسانو د جرمونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي؛ خو په پاکستان کې افغانان تر ډېره په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پولیسو له‌خوا نیول کېږي. په تېرو وروستیو کې دغه لړۍ د خیبرپښتونخوا ایالت ته هم غځېدلې ده.
په پېښور کې مېشت افغان کډوال وایي، چې د پولیسو له وېرې له کوره بهر نه‌شي وتلای او که پولیس یې ونیسي؛ نو بېرته یې په جبري توګه افغانستان ته ستنوي.

له هغه راهیسې چې له طالبانو سره د اسلام‌اباد اړیکې ترېنګلې شوې؛ پاکستان د پلازمېنې په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیاتو ته زور ورکړی. په تېرو وروستیو کې پاکستاني پولیسو د افغانانو د نیولو لپاره ان د دوی د کورونو دروازې هم ماتې کړې دي.