• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روانه اونۍ؛ د پاکستان له زندانونو تر ۲۰۰ ډېر کډوال خوشې شول

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۵۳ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۲۵۵ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او د دغه هېواد په زندانونو کې له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې بندیان وو، تر خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې د دغه کسانو د جرمونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي؛ خو په پاکستان کې افغانان تر ډېره په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پولیسو له‌خوا نیول کېږي. په تېرو وروستیو کې دغه لړۍ د خیبرپښتونخوا ایالت ته هم غځېدلې ده.
په پېښور کې مېشت افغان کډوال وایي، چې د پولیسو له وېرې له کوره بهر نه‌شي وتلای او که پولیس یې ونیسي؛ نو بېرته یې په جبري توګه افغانستان ته ستنوي.

له هغه راهیسې چې له طالبانو سره د اسلام‌اباد اړیکې ترېنګلې شوې؛ پاکستان د پلازمېنې په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیاتو ته زور ورکړی. په تېرو وروستیو کې پاکستاني پولیسو د افغانانو د نیولو لپاره ان د دوی د کورونو دروازې هم ماتې کړې دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو برېښنا شرکت: یو ترکي شرکت د برېښنا په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۴۶ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د برېښنا شرکت مشر عبدالحق همکار وايي، د برېښنایي تجهیزاتو تولیدونکې ترکي کمپنۍ له مشر ګونای ګسای سره یې د اوبو برېښنا په برخه کې د پانګونې، د تجهیزاتو ترمیم او عصري ټېکنالوژۍ پر مټ د نوې کېدونکې برېښنا نويو سیسټمونو نصب په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو برېښنا شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې لیدنه کې د ترکي کمپنۍ مسوولینو په افغانستان کې د اوبو څخه د برېښنا تولید، د توربینونو ترمیم او نصب او د تخنیکي کارکوونکو ظرفیت لوړونې په برخو کې د پانګونې ژمنه کړې ده.

طالبان وخت ناوخت داسې مهال د برېښنا په برخه کې د پانګونې خبره کوي، چې د پلازمېنې په ګډون د افغانستان ګڼ ښارونه د برېښنا له نشتوالي سر ټکوي. کابل مېشتې وایي، د ورځې برېښنا نه‌وي او د شپې هم یوازې د درېیو ساعتونو لپاره برېښنا لري.
دغه چارې ځینې کاروباریان هم له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. د یاد شرکت چارواکو که څه هم ژمنه کړې، چې د برېښنا د کمښت د ستونزې حل لپاره هلې ځلې کوي؛ خو د کابل ښار ځینې اوسېدونکي بیا د برېښنا له زیاتې پرچاوۍ شکایت کوي.

افغانستان نږدې ۸۰ سلنه برېښنا له ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران نه واردوي، چې په یادو هېوادونو کې د اړتیا پرمهال افغانستان ته د برېښنا په کچه کې د پام وړ کموالی راځي.

د کرنې او مالدارۍ خونه: ترکي پانګه‌وال د سړوخونو په برخه کې ۱۵ مېلیونه ډالر پانګونه کوي

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۸ GMT+۰

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د سړې خونې مسوولین وایي، چې افغان او ترکي سوداګر په کور دننه د سړو خونو د تجهیز او نورو تولیدي برخو کې د ۱۵ مېلیون ډالرو په ارزښت پانګونې ته لېوالتیا ښودلې. دوی وایي، دغه پانګونه د کروندګرو او کورني محصلاتو د خوندیتوب په برخه کې مهمه ده.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې د نړۍوالو اړیکو مشر امید حیدري ویلي، چې افغان او ترکي سوداګر په ګډه د کابل په صنعتي پارک کې دغه پانګونه کوي. نوموړي هیله ښودلې، چې په روان کال کې به د سړو خونو د جوړېدو په برخه کې خپلې ټاکلې موخې ته ورسېږي.

حیدري زیاته کړې:«دا د افغان کروندګرو لپاره ښه خبر دی، په دې سره دوی کولای شي په ازاد ډول سړو خونو ته لاسرسی ومومي او د محصولاتو د ضایع کېدو مخه ونیسي». تر دې وړاندې طالبانو په کرنیزه برخه کې د سړوخونو په جوړولو کې سوداګرو ته پنځه کلن مالیاتي معافیت هم اعلان کړی و.

له بل پلوه د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د تولیداتو خونه وایي، چې روان لمریز کال کې په افغانستان کې ۱۵۰ معیاري سړې خونې جوړې شوې دي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه سړې خونې له ۲۰ څخه تر ۵زره ټنو پورې د ساتنې ظرفیت لري.

د اسلام‌اباد یوې محکمې د سهیل اپریدي د نیولو امر صادر کړی دی

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۲۹ GMT+۰

د اسلام‌اباد یوې محکمې پر دولتي ادارو د بې‌بنسټه تورونو لګولو په قضیه کې د خېبرپښتونخوا د اعلی وزیر سهیل اپریدي د نه حاضرېدو له امله د هغه د نیولو امر صادر کړی دی.

د پاکستان جيونیوز راپور ورکړی، چې د اسلام‌اباد ولسوالۍ محکمې نن د چهارشنبې په ورځ امر کړی، چې د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپرېدي دې ونیول شي او محکمې ته وړاندې کړل شي.

د پلټنو فدرالي ادارې د سایبري جرمونو د مخنیوي قانون له‌مخې پر سهیل اپرېدي د دولتي ادارو پر ضد د بې‌بنسټه تورونو د لګولو قضیه ثبت کړې وه، خو نوموړی نن یادې محکمې ته حاضر نه‌شو.

محکمې امر کړی دی، چې سهیل اپریدي دې ونیول شي او د فبروري پر ۱۰مه دې محکمې ته حاضر کړای شي.

د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي او د هغه رسنیز دفتر د هغه د نیولو د امر صادرولو په تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي.

سیګار له ۱۷ کلونو وروسته خپل فعالیتونه پای ته ورسول

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۴۴ GMT+۰

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې اداره «سیګار» به تر راتلونکو دوو ورځو پورې په رسمي ډول وتړل شي. دغه بنسټ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې له ۱۷ کلونو فعالیت وروسته به د جنورۍ میاشتې په پای کې خپل کار پای ته ورسوي.

سیګار چې په ۲۰۰۸ کال کې د امریکا د کانګرس له‌خوا تاسیس شو، موخه یې په افغانستان کې د امریکا د مرستو او لګښتونو څارنه وه.

یادې ادارې د چهارشنبې په ورځ پر خپلې اېکس‌پاڼې په یوه پیغام کې له ټولو هغو کسانو مننه کړې، چې له سیګار سره یې همکاري کړې یا يي د هغوی فعالیتونه څارلي دي.

یادې ادارې اعلان وکړ، چې د جنوري ۳۱ مه نېټه به د دوی وروستۍ کاري ورځ وي.

وړاندې د سیګار مشر له ګانګرس څخه غوښتي و، چې له افغانستان سره د مرستو د کموالي له امله دې د یادې ادارې ماموریت پای ته ورسول شي.

سیګار په خپل وروستي راپور کې وړاندېز کړی و، چې فعالیتونه یې د ۲۰۲۵ کال په پای کې ختم او له ۲۰۲۶ مالي کال څخه وروسته دې د امریکا نړۍواله پراختيايي اداره (USID) په افغانستان کې د مرستو د څارنې مسوولیت پر غاړه واخلي.

سیګار په تېرو ۱۷ کلونو کې په افغانستان کې د بیارغونې پر پروسې څارنه کوله او په یاده موده کې یې په پراختیايي پروژو کې په ځلونو د اداري فساد، ناوړه ګټه اخیستنې او درغلیو څخه پرده پورته کړې ده.

دغه بنسټ په خپل وروستي راپور کې ویلي و، چې امریکا له افغانستان څخه تر وتلو وروسته هم د یاد هېواد تر ټولو لوی تمویلونکی پاتې شوی دی. د سیګار په وینا، امریکا یوازې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان سره ۳،۸ میلیارده ډالره مرسته کړې ده. یادې ادارې ادعا کړې، چې طالبانو له دغو مرستو ګټه پورته کړې ده.

خو بل لور ته د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ له افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو سره مرستې وځنډولې. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې دا مرستې «ترهګرو طالبانو» ته رسېدې.

اخوا، د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال امرالله صالح بیا همدا تېره ورځ ادعا وکړه، چې متحده ایالاتود جنورۍ پر۱۳مه طالبانو ته په کابل کې ۴۵ میلیونه ډالر نغد سپارلي دي. د صالح په وینا، متحده ایالاتو ژمنه کړې، چې د جنورۍ په میاشت کې به ټول‌ټال ۹۰ میلیونه ډالره طالبانو ته وسپاري.


شهرزاد اکبر: جلاوطنه دیني عالمان باید د طالبانو جزایي «اصول‌نامه» د شریعت له پلوه وننګوي

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۲۴ GMT+۰

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشره شهرزاد اکبر وايي، اوس چې طالبانو د خپلې جزایي "اصول‌نامې" خلاف څرګندونې د شریعت پر ضد اعتراض بللی، جلاوطنه دیني عالمان باید دغه دریځ وننګوي.

هغې پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي: «هغه دیني عالمان چې له افغانستان څخه بهر نسبي امنیت لري، لازمه ده چې د طالبانو اصول‌نامه وننګوي». نوموړې له هغو کسانو هم مننه کړې چې د یادې جزایي «اصول‌نامې» په تړاو یې تېره اوونۍ تحلیلونه کړي او د ملا هبت‌الله قانون یې ننګولی دی.

د حقوقي چارو کارپوهان په دې باور دي، چې د‌ طالبانو تازه جزایي «اصول‌نامه» د اسلامي شریعت، نړۍوالو قوانینو او ان انساني قوانینو سره هم په ټکر ده. یو شمېر دیني عالمانو هم د طالبانو د مشر دا کړنلاره غندلې او دا یې د انسانانو ترمنځ د طبقه بندۍ هڅه بللې چې اسلامي شریعت کې ورته هېڅ ډول جواز نشته.

د بشري حقونو یو شمېر فعالانو او نړۍوالو بنسټونو دغه اصول‌نامه جنیستي اپارټایډ بللی او د ښځو اړوند یې محدودیتونه او بندیزونه په‌کې لا ډېر بللي دي. همداراز پر دې جزایي کړنلارې نیوکې کېږي چې ملایانو ته یې په‌کې پر عامو وګړو برتري ورکړې ده.