• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

د نورستان په منډول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ پاى ته ورسېدې

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۴۸ GMT+۰تازه شوی: ۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۴۸ GMT+۰

د نورستان په منډول ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د وزلوبې ژمنۍ سیالۍ د دوو لوبډلو ترمنځ ۱ـ۱ مساوي پای ته ورسېدې.

په نورستان کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې نن ( پنجشنبه د سلواغې ۹مه) د یاد ولایت په منډول ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو تنظیموونکي شرف خان رسولي ویلي: «له دې سياليو څخه موخه د ولایتي لوبو لپاره چمتووالی، د لوبغاړو پیاوړتیا، د ولایتي ټیم لپاره د غوره اسونو او چاپندازانو غوراوی او همدارنګه د خلکو ترمنځ د یووالي، اتفاق او پیوستون ښودل وو».

د سیالیو په لړ کې دوه لوبډلې د ښو امتیازونو په ترلاسه کولو سره پایلوبې ته وتلې وې، خو د دواړو لوبډلو ترمنځ تر سخت رقابت وروسته پایلوبه ۱ـ۱ مساوي پای ته ورسېده.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

•
•
•

نور کیسې

د کرېکټ تر نړۍوال جام وړاندې؛ افغان لوبډله د سکاټلنډ او وېسټ انډیز په وړاندې لوبه کوي

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۰۹ GMT+۰
د کرېکټ تر نړۍوال جام وړاندې؛ افغان لوبډله د سکاټلنډ او وېسټ انډیز په وړاندې لوبه کوي
100%

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، افغان لوبډله د ۲۰۲۶کال نړۍوال شل اوریز جام سیالیو ته د چمتوالي په موخه د سکاټلنډ او وېسټ انډيز پر وړاندې دوه تمریناتي لوبې لري. دغه لوبې به د راتلونکې دوشنبې او چهارشنبې په ورځو ترسره شي.

افغان لوبډله به د کرېکټ نړۍوال شل اوریز جام سیالیو ته د چمتوالي په موخه لومړۍ تمریناتي لوبه د راتلونکې دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۳مه) د سکاټلنډ او دویمه د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۵مه) د وېسټ انډیز په وړاندې ترسره کړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وړاندې د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام سیالیو لپاره لوبډله او د لوبډلې جامې اعلان کړې وې.

د ۲۰۲۶کال د کرېکټ نړۍوال شل اوریز جام سیالۍ به (د فبرورۍ په ۷مه) د هند او سریلانکا په کوربه‌توب پیل شي او د مارچ تر ۸مې به دوام وکړي. په دغه جام کې د نړۍ ۲۰ مخکښې لوبډلې ګډون کوي. د افغانستان ملي لوبډلې لومړۍ سیالي (د فبرورۍ په ۸مه) د نیوزېلنډ پر وړاندې په چنای لوبغالي کې ترسره کېږي.

د ۲۰۲۶کال اسیا جام فوټسال سیالۍ؛ افغان لوبډلې سعودي عربستان ته ۳-۰ په توپیر ماتې ورکړه

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۹:۵۱ GMT+۰
د ۲۰۲۶کال اسیا جام فوټسال سیالۍ؛ افغان لوبډلې سعودي عربستان ته ۳-۰ په توپیر ماتې ورکړه
100%

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶کال اسیا جام سیالیو په لومړۍ لوبه کې عربستان ته ۳-۰ په توپیر ماتې ورکړه او درې ارزښتناکه نمرې یې ترلاسه کړې. دغه لوبه د اندونیزیا د جاکارتا په ویلوډروم لوبغالي کې ترسره شوه او رضا حسین پور د دوو ګولونو په وهلو سره د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د یادې لوبې د لومړۍ نیمايي‌ په وروستیو شېبو کې افغان لوبغاړي رضا حسین پور د خپلې لوبډلې لپاره لومړی ګول ترسره کړ. د لوبې په دویمه نمايي کې دویم ګول بیا هم رضا حسین پور او درېیم ګول امید قنبري ترسره کړ.

دا دویم ځل دی، چې افغانستان د فوټسال په دغه ډول سیالیو کې برخه اخلي او د یادو سیالیو اوږد تاریخ لرونکي لوبډلې ته ماتې ورکوي. ۲۰۲۶کال اسیا جام فوټسال سیالیو کې د اسیا ۱۶ غوره لوبډلې ګډون لري، چې په څلورو ګروپونو کې سیالي کوي. افغانستان په څلورم ګروپ کې د ایران، سعودي عربستان او مالیزیا له پیاوړو لوبډلو سره په یوه ډله کې دی.

د افغانستان د لوبو مهالوېش:

د ۲۰۲۶کال اسیا جام فوټسال سیالیو ډلبندي:
لومړی ګروپ: اندونیزیا، عراق، قرغزستان، سویلي کوریا.

دویم ګروپ: ټایلنډ، ویتنام، کوېټ، لبنان.

درېیم ګروپ: جاپان، ازبکستان، تاجکستان، اسټرالیا

څلورم ګروپ: افغانستان، ایران، سعودي عربستان، مالیزیا
د افغانستان د ډله‌ییزو لوبو مهالوېش
د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ لوبه: چهارشنبه (د سلواغې ۸مه) جاکارتا لوبغالی - سهار ۱۰:۳۰ بجې
د افغانستان او مالیزیا ترمنځ لوبه: جمعه (د سلواغې ۱۰مه) د ویلوډروم جاکارتا لوبغالی - ماسپښین ۲:۳۰ بجې
د افغانستان او ایران ترمنځ لوبه: یکشنبه، (د سلواغې ۱۲مه) د ویلوډروم جاکارتا لوبغالی - ماسپښین ۲:۳۰ بجې

د کرېکټ نړۍوال شل اوریز جام؛ افغانستان به لومړۍ لوبه د نیوزېلنډ پر وړاندې په چنای کې وکړي

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۲۰ GMT+۰
د کرېکټ نړۍوال شل اوریز جام؛ افغانستان به لومړۍ لوبه د نیوزېلنډ پر وړاندې په چنای کې وکړي
100%

د ۲۰۲۶کال د کرېکټ شل اوریز نړۍوال جام سیالۍ به د فبرورۍ په ۷مه د هند او سریلانکا په کوربه‌توب پیل شي او د مارچ تر ۸مې به دوام وکړي. په دغه جام کې د نړۍ ۲۰ مخکښې لوبډلې ګډون کوي. د افغانستان ملي لوبډلې لومړۍ سیالي (د فبرورۍ په ۸مه) د نیوزېلنډ پر وړاندې په چنای کې ترسره کېږي.

په دغه نړۍوال جام سیالیو کې ګډون کوونکې ۲۰ لوبډلې په څلورو ګروپونو وېشل شوې دي. په لومړي ګروپ کې هند، امریکا، نامیبیا، هالنډ او پاکستان شامل دي. په دویم ګروپ کې اسټرالیا، سریلانکا، زمبابوې، اېرلنډ او عمان، په ګروپ درېیم ګروپ کې انګلستان، وېسټ انډیز، سکاټلنډ، اېټالیا او نیپال، او په څلورم ګروپ کې سوېلي افریقا، نیوزېلنډ، افغانستان، کاناډا او متحده عربي امارات شامل دي.

د دغه سیالیو له هر ګروپ څخه به دوه غوره لوبډلې د اته غوره (Super Eights) مرحلې ته لاره ومومي. د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶کال د شل اوریز نړۍوال جام ته بشپړ چمتوالی اعلان کړی.

د دغه جام لپاره د افغانستان کرېکټ بورډ (ACB) د ملي لوبډلې ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړې، چې راشد خان یې لوبډلمشري په غاړه لري. په دې ترکیب کې د تجربه‌کارو او ځوانو لوبغاړو ترمنځ متوازن ترکیب شامل دی، چې هد یې په نړیوۍل جام کې د غوره پایلې ترلاسه کول دي.

د مرکزي لوبډلې لوبغاړي رحمان‌الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، صدیق‌الله اتل، عظمت عمرزی، ګلبدین نایب، محمد نبي، نور احمد لکڼوال، مجیب الرحمان، فضل‌حق فاروقي، عبدالله احمدزی او څو نور لوبغاړي غوره شوي دي.

دغه سیالۍ افغان لوبډلې ته ځانګړی اهمیت لري، ځکه چې په ۲۰۲۴کال کې یې د نړۍوال جام په نیمه‌پایلوبه کې د خپلې وړتیا ثبوت وړاندې کړی و چې له امله یې په مستقیمه توګه د ۲۰۲۶کال نړۍوال جامته لاره وموندله.

افغان لوبډلې د نړۍوال جام تر پیل وړاندې د وېسټ انډیز په وړاندې شل اوریزه لوبلړۍ ترسره کړه، چې د افغان لوبډلې په بریا پای ته ورسېده. بل خوا د ۲۰۲۶کال د کرېکټ شل اوریز نړۍوال جام وارم‌اپ یا تمریناتي سیالۍ به د فبرورۍ له ۲مې تر ۶مې ترسره شي؛ څو د سیالیو ګډون کوونکې لوبډلې خپل وروستي چمتوالي ته ورسېږي.

دغه سیالۍ د نړۍوال جام رسمي لوبو نه مخکې ترسره کېږي او لوبغاړو ته فرصت ورکوي، چې د بېلابېلو شرایطو، لوبغالو او مقابل لوري سره ځان عیار کړي. د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله په دغه تمریناتي لوبو کې دوه مهمې سیالۍ لري.

لومړۍ لوبه به د فبرورۍ ۲مه د سکاټلنډ پر وړاندې په بېنګلور کې ترسره شي او دویمه لوبه به د فبرورۍ ۴مه د وېسټ انډیز پر وړاندې ترسره شي. دواړه لوبې د بېنګلور په لوبغالي کې پلان شوې دي، چې ملي لوبډلې ته د نړۍوال جام لپاره د خپل تاکتیک، لوبغاړو ترکیب او سیالۍ شرایطو ازموینې ښه فرصت برابروي.

د وارم‌اپ سیالیو له لارې به لوبډلې وشي کړای، چې خپل ستراتیژیک پلانونه بشپړ کړي، د ځوانو او تجربه‌کارو لوبغاړو ظرفیت وازمويي او د نړۍوال جام د سختو سیالیو لپاره خپله وړتیا لوړه کړي. دغه تمریناتي لوبې د افغانستان ملي لوبډلې لپاره مهمه ده؛ ترڅو د نړۍوال جام رسمي سیالیو ته په بشپړ چمتوالي سره ورننوځي.

دغه نړۍوال جام د کرېکټ یو له مهمو سیالیو څخه ګڼل کېږي، چې د نړۍ تر ټولو غوره لوبډلې په‌کې برخه اخلي. افغان مینه‌وال په تمه دي، چې د خپلې ملي لوبډلې غوره پایلې وویني او د هېواد کرېکټ یو ځل بیا په نړۍواله کچه وځلوي.

یاده دې وي، چې د دغه نړۍوال جام پایلوبه د نړۍ د تر ټولو لوی لوبغالي نرندرا مودي سټیډیم (احمداباد) کې ترسره کېږي او که پاکستان پایلوبې ته ورسېږي؛ نو د سیالۍ ځای به کولمبو ته واړول شي.

د دغه سیالیو نیمه پایلوبې به په کلکته او ممبي کې ترسره شي؛ خو که هند او پاکستان په نیمه پایلوبه کې مخامخ شي، نو لوبه کولمبو ته لېږدول کېږي. دا د هند او سریلانکا د نړۍوال جام دویم ځل کوربه‌توب دی؛ مخکې سریلانکا په ۲۰۱۲ او هند په ۲۰۱۶کال کې د دغه سیالیو کوربه‌توب کړی و.

د شل اوریز نړۍوال جام پخوانیو اتلانو کې هند، انګلستان، پاکستان، سریلانکا، ویسټ انډیز او اسټرالیا شامل دي.

د ۲۰۲۶کال اسیا جام سیالۍ؛ د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن د سعودي عربستان پروړاندې لوبېږي

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۳ GMT+۰
د ۲۰۲۶کال اسیا جام سیالۍ؛ د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن د سعودي عربستان پروړاندې لوبېږي
100%

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د ۲۰۲۶کال اسیا جام فوټسال سیالیو کې په خپلې لومړۍ لوبه کې د سعودي عربستان له لوبډلې سره مخامخ کېږي. دغه لوبه نن چهارشنبه (د سلواغې ۸مه) د اندونیزیا د جاکارتا ښار په ولودروم لوبغالي کې د سهار په ۱۰:۳۰ بجو پیلېږي.

افغانستان او سعودي عربستان په وروستیو کلونو کې څو ځلې یو د بل پر وړاندې لوبېدلي، چې په ټوله کې د افغانستان لوبډله بریالۍ وه. خو په وروستیو کلونو کې په فوټسال برخه کې د سعودي عربستان پراخو پانګونو د دواړو لوبډلو ترمنځ تخنیکي واټن کم کړی او سیالیو ته یې لا جدي بڼه ورکړې ده.

سره له دې افغانستان لاهم په نړۍواله ډل‌بندۍ کې خپل غوره موقف ساتلی دی. د فیفا د وروستۍ ډلبندۍ له مخې؛ افغانستان په نړۍواله کچه ۲۸م او په اسیا کې ۷م مقام لري، په داسې حال کې چې سعودي عربستان په نړۍ کې ۴۵م او په اسیا کې ۱۱م ځای لري.

د ۲۰۲۶کال اسیا جام فوټسال سیالیو کې د اسیا ۱۶ غوره لوبډلې ګډون لري، چې په څلورو ګروپونو کې سیالي کوي. افغانستان په څلورم ګروپ کې د ایران، سعودي عربستان او مالیزیا له پیاوړو لوبډلو سره په یوه ډله کې دی.

په دې ډله کې ایران د تېر پړاو اتل او د ۱۳ اتلولیو لرونکی د افغان لوبډلې ترټولو سخت سیال بلل کېږي. سعودي عربستان د پراخ مالي ملاتړ سره سیالیو ته راګرځېدلی او مالیزیا هم په وروستیو کلونو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. د دې ترڅنګ، افغانستان هم د تېر پړاو پرتله په ښه چمتووالي سره سیالیو ته راغلی.

که څه هم د ټپي کېدو له امله افغان لوبډله د لوبډلمشر مهدي نوروزي او همدارنګه مهران غلامي په څېر یو شمېر کلیدي لوبغاړي نه‌لري؛ خو بیا هم دغه لوبډله د خپلې لومړنۍ اسیايي تجربې پرتله لا ډېره تجربه‌لرونکې او منسجمه ده.

د سعودي عربستان پر وړاندې لومړۍ لوبه د افغانستان لپاره حیاتي ارزښت لري. په دې سیالۍ کې بریا کولای شي بل پړاو ته د تګ لاره هواره کړي.

د افغانستان د لوبو مهالوېش:

د ۲۰۲۶کال اسیا جام فوټسال سیالیو ډلبندي:
لومړی ګروپ: اندونیزیا، عراق، قرغزستان، سویلي کوریا.

دویم ګروپ: ټایلنډ، ویتنام، کوېټ، لبنان.

درېیم ګروپ: جاپان، ازبکستان، تاجکستان، اسټرالیا

څلورم ګروپ: افغانستان، ایران، سعودي عربستان، مالیزیا
په څلورم ګروپ کې که څه هم سعودي عربستان او مالیزیا د افغانستان سخت سیالان ګڼل کېږي؛ خو د افغانستان تر ټولو سخت سیال د ایران ملي لوبډله ده. خو د اسلامي هېوادونو په پیوستون سیالیو کې د دواړو لوبډلو ترمنځ وروستۍ لوبه ۲-۲ مساوي پای ته ورسېده.
سعودي عربستان، چې په اسیا جام کې په پرله پسې توګه د درېیم ځل لپاره ګډون کوي، په وروستیو کلونو کې یې د پراخې پانګونې سره د پام وړ پرمختګ کړی او په دغه سیالیو کې به د افغانستان لومړی سیال وي.
د افغانستان د ډله‌ییزو لوبو مهالوېش
د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ لوبه: چهارشنبه (د سلواغې ۸مه) جاکارتا لوبغالی - سهار ۱۰:۳۰ بجې
د افغانستان او مالیزیا ترمنځ لوبه: جمعه (د سلواغې ۱۰مه) د ویلوډروم جاکارتا لوبغالی - ماسپښین ۲:۳۰ بجې
د افغانستان او ایران ترمنځ لوبه: یکشنبه، (د سلواغې ۱۲مه) د ویلوډروم جاکارتا لوبغالی - ماسپښین ۲:۳۰ بجې

د ۲۰۲۶کال اسیا جام فوټسال سیالۍ نن په اندونیزیا کې پیلېږي

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۱۳ GMT+۰
د ۲۰۲۶کال اسیا جام فوټسال سیالۍ نن په اندونیزیا کې پیلېږي
100%

د ۲۰۲۶کال اسیا جام فوټسال سیالیو ۱۸م پړاو نن سې‌شنبه (د سلواغې ۷مه) د اندونیزیا په کوربه‌توب پیلېږي. سږ کال د اسیا ۱۶ غوره لوبډلې په څلورو ګروپونو کې سره سیالي کوي. د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د چهارشنبې په ورځ په خپله لومړۍ لوبه کې له سعودي عربستان سره مخ شي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله چې په اسیا جام کې یې د ګډون دا دویم ځل دی، د یادو سیالیو په څلورم ګروپ کې د ایران، سعودي عربستان او مالیزیا سره همډلې ده. د اسیا جام په تېر پړاو کې چې د ټایلنډ په کوربه‌توب ترسره شو، افغانستان وکولای شوای چې په خپل غوره فعالیت سره د یادو سیالیو پنځم مقام خپل کړي. افغان لوبغاړي وتوانېدل، چې د فوټسال نړۍوال جام ته هم لاره ومومي.

د ۲۰۲۶کال اسیا جام فوټسال سیالیو ډلبندي:
لومړی ګروپ: اندونیزیا، عراق، قرغزستان، سویلي کوریا.

دویم ګروپ: ټایلنډ، ویتنام، کوېټ، لبنان.

درېیم ګروپ: جاپان، ازبکستان، تاجکستان، اسټرالیا

څلورم ګروپ: افغانستان، ایران، سعودي عربستان، مالیزیا
په څلورم ګروپ کې که څه هم سعودي عربستان او مالیزیا د افغانستان سخت سیالان ګڼل کېږي؛ خو د افغانستان تر ټولو سخت سیال د ایران ملي لوبډله ده. خو د اسلامي هېوادونو په پیوستون سیالیو کې د دواړو لوبډلو ترمنځ وروستۍ لوبه ۲-۲ مساوي پای ته ورسېده.
سعودي عربستان، چې په اسیا جام کې په پرله پسې توګه د درېیم ځل لپاره ګډون کوي، په وروستیو کلونو کې یې د پراخې پانګونې سره د پام وړ پرمختګ کړی او په دغه سیالیو کې به د افغانستان لومړی سیال وي.
د افغانستان د ډله‌ییزو لوبو مهالوېش
د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ لوبه: چهارشنبه (د سلواغې ۸مه) جاکارتا لوبغالی - سهار ۱۰:۳۰ بجې
د افغانستان او مالیزیا ترمنځ لوبه: جمعه (د سلواغې ۱۰مه) د ویلوډروم جاکارتا لوبغالی - ماسپښین ۲:۳۰ بجې
د افغانستان او ایران ترمنځ لوبه: یکشنبه، (د سلواغې ۱۲مه) د ویلوډروم جاکارتا لوبغالی - ماسپښین ۲:۳۰ بجې