• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ګورډن براون: د طالبانو پر وړاندې د سازش سیاست ناکام شوی

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۱ GMT+۰

د بریتانیا پخوانی لومړي وزیر او د نړیوالې زده‌کړې په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ګورډن براون وایي چې د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د سازشي سیاست ناکام شوی او دې تګلارې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ځپلو لړۍ لا پسې شدیده کړې ده.

هغه وایي طالبان د افغانستان اقتصادي او بشري راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کوي.

براون دا خبرې ګارډین ورځپاڼې ته په یوې مقاله کې کړي، چې په کې یې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د ځپنې زیاتوالی او د زده‌کړو د محرومیت پراخوالی څېړلی دی.

هغه لیکلي چې د طالبانو اداره د ښځو او نجونو د زده‌کړې د محدودولو په برخه کې تر ټولو افراطي ګامونه اخیستي او هغوی یې له ښوونځیو او هر ډول زده‌کړې سره له اړیکې محرومې کړې دي. براون دا کړنه «جنسیتي اپارتاید» بللی دی.

د ګورډن براون په باور، دا اقدامات د «کندهار د افراطي دیني مشرانو د جناح بریا پر هغو وزیرانو ښکارندويي کوي چې په کابل کې مېشت دي.»

هغه ټینګار کړی چې دا کړنې ښایي د ملګرو ملتونو له‌ خوا د بشریت پر ضد د جنایت په توګه طبقه‌بندي شي.

د بریتانیا پخواني لومړي وزیر د طالبانو پر وړاندې د نړۍ د هېوادونو پر چلند نیوکه کړې او ویلي یې دي چې ځینو هېوادونو په داسې حال کې چې ښځې او نجونې ځپل کېدې، د طالبانو سره د اړیکو پراخولو او د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیل هڅې کولې.

هغه همدارنګه د ښځو پر کار بندیز، له محرم پرته پر سفر بندیز او په عامه ځایونو لکه پارکونو او ورزشي کلبونو کې پر حضور محدودیتونو ته اشاره کړې ده. د هغه په وینا، د طالبانو سره د سازش سیاست د روسیې، چین او هند په مشرۍ پیل شوی او ځینې اروپايي هېوادونه هم ورپسې تللي دي.

هغه د ښځو پر وړاندې د ځپنې زیاتوالی د هبت‌الله اخندزاده د سیاستونو پایله بللې او ټینګار یې کړی چې په کابل کې د طالبانو جناح دا مني چې د هېواد اقتصاد د ښځو ګډون او زده‌کړې ته لاسرسي ته اړتیا لري.

براون د طالبانو د مشر په اړه لیکلي: «د هغه ایډیالوژي دومره وچه او سخت‌دریځه ده چې ان د خپل زوی د ځانمرګي بریدګر کېدو ملاتړ یې کړی دی.»

ګورډن براون ټینګار کړی چې د نجونو د زده‌کړو څخه محرومول به د طالبانو د ړنګېدو لامل شي، ځکه افغانستان چې له ۴۳ میلیونو څخه زیات نفوس لري، د خوړو له سخت ناامنۍ او خوارځواکۍ سره مخ دی .

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

اسلام‌اباد په پاکستان کې د جهاد لپاره د طالب پلوي ملا څرګندونې وغندلې

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۰۷ GMT+۰

پاکستان د طالب پلوي ملا، شیرعلي حماد هغه څرګندونې په کلکه غندلي چې په کې یې د پاکستان او د مرکزي اسیا د هېوادونو پر ضد د جهاد غږ پورته کړی و. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا څرګندونې «پارونکې او ګواښوونکې» بللې دي.

شیرعلي حماد دغه څرګندونې د کابل په ګلدرې ولسوالۍ کې د تحریک طالبان پاکستان د یوه غړي د جنازې پر مهال کړې وې او خلکو ته یې د پاکستان پر ضد د جګړې بلنه ورکړې وه. نوموړي په خپله وینا کې ویلي وو چې تر هغه به ارام نه شي، څو د اسلام بیرغ پر اسلام‌اباد رپانده نه کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، طاهر اندرابي، نن د پنجشنبې په ورځ د خپلې اوونیزې خبري غونډې پرمهال وویل چې د افغانستان اوسنی وضعیت د طالبانو مسوولیت دی، ځکه د ده په وینا، د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو د موجودیت په اړه جدي اندېښنې شته.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي چې افغان وګړي د پاکستان دننه په ترهګریزو بریدونو کې لاس لري او د افغانستان له خاورې د دغو بریدونو د پلان او عملي کولو لپاره استفاده کېږي. د یاد وزارت ویاند ټینګار وکړ چې طالبان باید په لیکلي ډول ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کېږي.

هغه زیاته کړه چې اسلام‌اباد لا هم د طالبانو له لوري د لیکلي تعهد په تمه دی، څو د پاکستان پر ضد د ترهګرو ډلو د فعالیت مخه ونیول شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د روان کال د تلې په ۱۷مه، پاکستان پر کابل هوايي برید وکړ، چې دا د پاکستان او طالبانو ترمنځ د کړکېچ له جدي مواردو څخه ګڼل کېږي. تر دې وروسته دواړه لوري په ډیورنډ کرښه کې په نښتو واوښتل.

له دې وروسته قطر او ترکیې د کړکېچ د مهار هڅې پیل کړې. که څه هم د طالبانو او د پاکستان د حکومت ترمنځ په دوحه او استانبول کې درې پړاوه خبرې د اوربند لامل شوې، خو تر اوسه د دواړو لورو ترمنځ د بنسټیز حل لارې موندل له خنډ سره مخ دي.

د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت د بشري ناورین د ارزونې په موخه ناسته ترسره کړې

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۰۰ GMT+۰

د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت اعلان کړی چې د روانې اوونۍ په ترڅ کې یې د افغانستان د خلکو د بیړني بشري وضعیت د ارزونې په موخه، د افغان غیر دولتي بنسټونو په ګډون یوه ناسته ترسره کړې ده.

دغه سفارت د ټولنیزې شبکې ایکس له لارې په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې دا ناسته په ترکیه کې جوړه شوې او موخه یې د همکارو بنسټونو ترمنځ د نظرونو او تجربو شریکول وو.

د بریتانیا سفارت ویلي، دا ناسته د اغېزمنو مرستو د څرنګوالي د ارزونې او د داسې لارو چارو د موندلو لپاره مهم فرصت و، چې له لارې یې د افغانستان د تر ټولو زیانمنو قشرونو لپاره د بشري مرستو اغېزمنتوب او رسېدنه لوړه شي.

سره له دې، تر اوسه د دې ناستې د ګډونوالو بنسټونو، پایلو او یا هم کومو مشخصو هوکړو په اړه جزییات نه دي خپاره شوي.

دا ناسته په داسې حال کې ترسره شوې چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د روان میلادي کال په ترڅ کې ۲۱.۹میلیونه کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري او د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۱.۷۲میلیارده ډالرو بودجې ته اړتیا ده.

د استرالیا بهرینو چارو وزیره: هېواد به یې د طالبانو پر ضد حقوقي اقداماتو ته دوام ورکړي

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۲۹ GMT+۰

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې، پني وانګ اعلان کړی چې هېواد به یې د نړیوالو شریکانو سره په ګډه د طالبانو پر ضد حقوقي اقداماتو ته دوام ورکړي. نوموړې ویلي، طالبان په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د مخنیوي نړیوال کنوانسیون په پرله‌پسې ډول نقض کوي.

پني وانګ د پنجشنبې په ورځ، د سلواغېپه نهمه، وویل چېد قانوني لارو له لارې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو د حقونو د دوامدارو سرغړونو قضیه تعقیب کړي. هغې د طالبانو «ځپونکي چلندونه»، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې، په کلکه وغندل.

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک دا مهال د نړۍ له تر ټولو اوږدمهالو او سختو بشري ناورینونو څخه یو تجربه کوي.

تېر کال استرالیا، کاناډا، جرمني او هالنډپه ګډه اعلان وکړ چې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو له امله به د طالبانو پر ضد د هاګ نړیوالې محکمې ته شکایت کوي. د ملګرو ملتونو سازمان او له ۲۰څخه زیاتو هېوادونو د دغو څلورو هېوادونو د اقدام ملاتړ کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د نړیوالې جزايي محکمې له لوري د طالبانو د مشر او د دې ډلې د سترې محکمې د رئیس د نیولو حکم د بشري حقونو د سرغړونو او «د بشریت پر ضد د جرمونو» په تور صادر شوی دی.

د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه اعلان کړی چې د افغانانو د خرابېدونکي بشري وضعیت د ښه کولو لپاره یې ۵۰میلیونه ډالره نور ځانګړي کړي دي.

د یاد وزارت په وینا، دا مرسته به د ښځو او نجونو ملاتړ، د خوړو خوندیتوب، روغتیايي خدمتونه او د انساني کرامت ساتنه په لومړیتوب کې ولري. استرالیا وایي دا مرستې به د ملګرو ملتونو د ادارو له لارې وېشل کېږي، څو ډاډ ترلاسه شي چې مرستې اړمنو خلکو ته رسېږي، نه طالبانو ته.

طالبانو د غزني د مالستان ولسوالۍ د علماوو د شورا پخوانی مرستیال نیولی دی

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۰۶ GMT+۰

سرچینې وايي، د طالب استخباراتو د غزني ولایت د مالستان ولسوالۍ د علماوو شورا پخوانی مرستیال جان علي اکبري، نیولی دی. د ځایي سرچینو په وینا، اکبري د یوه مکتب مدیر دی او د طالبانو استخباراتو تېره اوونۍ هغه په غزني ښار کې نیولی دی.

باخبره سرچینې وايي چې طالبانو تر اوسه د دې دیني عالم ته د کورنۍ له غړو او نږدې کسانو سره د لیدو اجازه نه‌ ده ورکړې، چې د مرغومې په ۲۸ نیول شوی دی. تر اوسه د هغه د وضعیت او برخلیک په اړه نور معلومات نه‌ دي ترلاسه شوي.

نوموړي ته نږدې کسانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې جان علي اکبري لومړی د یوه پخواني محلي قوماندان د پوځي تجهیزاتو د ساتلو په تور نیول شوی و، خو د څېړنو وروسته دغه تورونه ثابت نه‌ شول.

اکبري ته یو نږدې سرچینه وايي، طالبانو دغه روحاني شخصیت د «مکتب په اسنادو کې د جعل» په تور نیولی دی، هغه مکتب چې په کې د مدیر په توګه فعالیت کوي.

چین د میانمار له جنایي ډلو سره تړاو لرونکي ۱۱ کسان اعدام کړي دي

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۹ GMT+۰

فرانس پرېس خبري اژانس د چین د ځايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې نند میانمار پولې ته نږدې د مېشتو جنايي ډلو ۱۱مهم غړي اعدام شوي دي. دغه کسان د انټرنیټي او ټیلیفوني درغلیو په پراخو شبکو کې د لاس لرلو په تور مجرم پېژندل شوي وو.

د چینايي چارواکو په وینا، پر دغو کسانو د قتل، انسان‌تښتونې، په ناقانونه ډول د خلکو ساتلو او د شاوخوا ۱.۴میلیارد ډالرو په ارزښت د مالي درغلیو تورونه ثابت شوي وو.

د فرانس پرېس د راپور له مخې، د یادو جنايي ډلو د فعالیتونو له امله لږ تر لږه ۱۴چینايي وګړي وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې په وروستیو کلونو کې د میانمار په سرحدي سیمو کې د انټرنیټي درغلیو مرکزونه جوړ شوي، چېرې چې زرګونه کسان په جبري توګه کار ته اړ ایستل کېږي، څو د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د خلکو څخه د انټرنیټ له لارې پیسې غلا کړي.

چارواکي وايي، چین د دغو نړیوالو جنايي شبکو پر وړاندې د سختو اقداماتو لړۍ چټکه کړې ده.