سي‌اېن‌اېن: ټرمپ پر ایران د لوی برید په اړه غور کوي

سي‌اېن‌اېن راپور ورکړی، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د اټومي پروګرام او بالستیک توغندیو د تولید د مخنیوي په اړه د واشنګټن او تهران ترمنځ د لومړنیو خبرو اترو له ناکامۍ وروسته پر ایران د لوی او پراخه برید په اړه غور کوي.

ټرمپ خبرداری ورکړی، چې پر ایران به راتلونکی برید ډېر سخت وي.