جېم رېش: پر طالبانو د مرستو بندېدو قانون یو بل پړاو ته نږدې شوی

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې د پنجشنبې په ورځ «ترهګرو ته د مرستو بندولو لایحې» په اړه ناسته وکړه. د دې لایحې موخه دا ده، چې طالبان د امریکا له هغو مرستو څخه بې‌برخې شي چې افغانستان ته لېږل کېږي. د دې کمېټې مشر جېم رېش وایي، له مخالفتونو سره سره دا لایحه یو ګام مخته تللې ده