• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بریتانیا ځانګړی استازی: د طالبانو قوانین د افغانانو له بنسټیزو حقونو سره په ټکر کې دي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۵۲ GMT+۰

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي ویلي، چې یو عادلانه او سوله‌ییز افغانستان یوازې هغه وخت رامنځته کېدای شي چې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وشي.

نوموړي ټینګار کړی چې د طالبانو له‌خوا د محکمو د کړنلارو وروستي اقدامات دا ښيي چې دا ډله د عدالت او بشري حقونو پر خلاف قوانین پلي کوي.

د بریتانیا ځانګړي استازي په وینا، یاد قوانین په ښکاره ډول د ښځو، قومي او مذهبي لږکیو، او همدارنګه د هغو کسانو پر وړاندې تبعیضي بڼه لري چې د طالبانو له‌خوا پر خلکو تپل شویو ټولنیزو اصولو سره سمون نه خوري.

هغه زیاته کړه چې دا ډول کړنې نه یوازې د نړیوالو بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې دي، بلکې د افغانستان د تلپاتې سولې او ثبات پر وړاندې هم جدي خنډونه رامنځته کوي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د امربالمعروف محتسبانو په کابل کې ۵۰ ټنه تاریخ تېري خواړه نیولي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۴ GMT+۰

د طالبانو امربالمعروف وزارت وايي چې په کابل کې یې له ۵۰ ټنو څخه زیات تاریخ تېري خواړه نیولي دي. د دغه وزارت طالب ویاند د جمعې په ورځ وویل، چې دا خواړه د روژې په میاشت کې د پلور لپاره د سوداګرو په ګودامونو کې ساتل کېدل.

سیف الاسلام خیبر وویل چې د خوړو یوه لویه برخه د ماشومانو، لویانو او ناروغانو روغتیا لپاره خورا خطرناکه وه،او دا چې د خوند او ظاهري بڼې د ښه کولو لپاره د مختلفو مصنوعي موادو سره مخلوط شوي او بیا په خلکو باندې د خوړو په توګه پلورل کیږي.

د امربالمعروف د قانون له مخې د طالبانو محتسب پراخ واکونه لري.

قانون د محتسبانو د واک ساحه د دولتي ادارو او چارواکو له څارنې څخه د خلکو په شخصي ژوند کې د لاسوهنې پورې پراخه کړې ده.

د بازار کنټرول هم د محتسبانو له واکونو څخه یو دی خو له دې وړاندې د بازارونو او خوراکي توکو څارنه پخوا د عامې روغتیا وزارت، د نورمونو او سټنډرډ ریاست او ښاروالۍ په څر ادارو مسؤلیت و.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت محتسبانو په مختلفو ښارونو کې ډاکټرانو ته مشوره ورکړې چې "ناروغانو ته د غیر ضروري نسخو له لیکلو څخه ډډه وکړي." دوی روغتونونه او کلینیکونه هم څاري.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت اوس په یوه ځواکمنه اداره بدل شوی، چې په عملي توګه د نورې ادارې شاته کړي دي.

محتسبانو د نارینه وو د ږیرې او جامو څخه نیولې تر ښځو پورې د سر د حجاب او جامو پورې د ډاکټرانو نسخو، د بازار نرخونو، د مالیې نظارت، او نورو اقتصادي او ټولنیزو مسلو پورې هرڅه څار او کنټرولوي.

افغان لوبډلې د نوولس کلنو نړیوال جام نیمه پایلوبو ته لاره ومونده

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۶ GMT+۰

له نوولس کلنې کم عمره افغان کرکت لوبډلې د ایرلنډ لوبډلې ته د ۱۹۱ منډو په توپیر ماته ورکړه او په دې سره یې د روان کال نوولس کلنو لوبغاړو نړیوال جام نیمه پایلوبو ته لاره ومونده.

د ډله‌ییزو لوبو پړاو تر پای ته رسېدو وروسته چې ۱۶ لوبډلو په څلورو ګروپونو کې برخه اخیستې وه، ۱۲ غوره لوبډلې د شپږو غوره لوبډلو پړاو ته ووتلې او په دوو ډلو کې یې سیالۍ پیل کړې.

افغانستان چې د ډله‌ییزو لوبو پړاو په څلورم ګروپ کې د درېیو پرله‌پسې بریاوو سره د ګروپ په سر کې راغلی و، د شپږو غوره لوبډلو پړاو په لومړۍ لوبه کې یې د سریلانکا پر وړاندې ماتې وخوړه. سریلانکا چارشنبه په خپله دویمه لوبه کې سویلي افریقا ته ماتې ورکړه او د شپږو نمرو په ترلاسه کولو سره د ګروپ ترټولو مخکښه لوبډله شوه. په همدې ګروپ کې اسټرالیا د اتو نمرو سره مخکښه ده. د دغه شرایطو له مخې؛ د افغانستان لوبډلې نیمه‌پایلوبې ته د رسېدو لپاره یوازې د اېرلنډ پر وړاندې بریا ته اړتیا لرله.

استرالیا نیمه‌پایلوبې ته خپل تګ حتمي کړی دی. په دویم ګروپ کې د هند او انګلستان لوبډلې چې دواړه شپږ-شپږ نمرې لري، د لومړۍ او دویمې لوبډلې په توګه نیمه‌پایلوبې ته وتلې دي. اوس چې افغانستان نیمه پایلوبې ته ووت راتلونکې لوبه کې به له هند سره مخامخ کیږي.

د ټرمپ په غوښتنه روسیه تر یکشنبې پر اوکراین بریدونه ځنډوي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۵۷ GMT+۰

کرملین ماڼۍ ویلي، چې روسیه به د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ په غوښتنه تر یکشنبې، د فبرورۍ تر لومړۍ نېټې، پر اوکراین خپل بریدونه ودروي.

د کرملین ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف ویلي، چې ټرمپ په مستقیم ډول له ولادیمیر پوتین څخه غوښتي، څو د سولې د خبرو لپاره «مساعد شرایط» برابر شي او پوتین له دې غوښتنې سره موافقه کړې ده.

پسکوف ټینګار کړی، چې دا غوښتنه شخصاً د ټرمپ له‌خوا شوې او د روسیې ولسمشر منلې ده. د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، پوتین د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره د لیدنې چمتووالی ښودلی، خو ویلي یې دي چې دا لیدنه باید په مسکو کې ترسره شي.

په همدې وخت کې، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي ویلي، هېواد به یې د سولې د ترلاسه کولو لپاره هېڅ فرصت له لاسه ور نه کړي. نوموړي په ایکس خواله رسنۍ کې په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي: «موږ له خپلو شریکانو، په ځانګړي ډول له امریکا سره، د داسې اغېزمنو چوکاټونو او اړینو پایلو په اړه خبرې کوو.»

زیلینسکي هیله څرګنده کړې، چې اروپا او امریکا به وکولای شي د اوکراین د سولې په بهیر کې اغېزمن رول ولوبوي.

په جلال اباد ښار کې د ملا هبت الله فرمانونه په بېلبورډونو کې ځړول شوي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۲۷ GMT+۰

د طالبانو د چارو ادارې لوی ریاست وايي، چې جلال‌اباد ښار کې ددې ډلې مشر هبت الله ۱۷مې او ۲۰مې ګڼې فرمانونه بېلبورډونو کې نصب شول. دوی زیاتوي، چې دا لړۍ به لغمان کونړ او نورستان ولایتونو ته هم وغځيږي. عامه وګړي نیوکه کوي چې دا فرمانونه یوازې په عامه خلکو تطبیق کېږي.

د طابانو تر واک لاندې د چارو ادارې لوی ریاست نن جمعه، د سلواغې ۱۰مه په اېکس کې لیکلي، چې مطبوعاتي پلاوي جلال‌اباد ښار کې د طالبانو د مشر ملاهبت الله د ۱۷مې او ۲۰مې ګڼې فرمانونو لنډ پیغامونه د عامه پوهاوي او اغېزناک تطبیق په موخه بېلبورډونو کې د نصب لړۍ پیل کړه.

د یادې ادارې په وینا د یادو فرمانونو رعایت یې په ټولنیز ژوند کې ارزښتناک او مهم وګڼلو باید وویل شي چې ۱۷مه ګڼه فرمان د خېښیو، ودونو، مصیبتونو او حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناوړه دودونو او رواجونو د مخنیوي او ۲۰مه ګڼه فرمان د ښاري طرحو، نقشو، ښاري پلانونو او ودانیزو چارو په هکله صادر شوي دي.

د افغانانو نیوکې دا دي، چې طالبانو مشر هبت الله فرمانونه په عامو خلکو تطبیق کېږي او د دوی چارواکي د خپل امیر فرمانونه پر خپلو ځانونو نه عملي کوي.

د روان کال لیندۍ میاشت کې ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار کمیټې په تازه راپور کې ویلي و، چې د طالبانو د مشر ملاهبت‌الله ټول فرمانونه په افغانستان کې یوشان نه تطبیقېږي. راپور زیاتوي، چې د طالبانو ځواکمن مشران لکه د حقاني شبکې غړي کولای شي د خپلې خوښې کار ترسره کړي او د خپل مشر له لارښوونو سرغړونه وکړي.

اسراییل به د یکشنبې په ورځ د غزې او مصر ترمنځ سرحدي دروازه بېرته پرانیزي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۲۲ GMT+۰

اسراییل د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د اوږدې مودې تړل کېدو وروسته به د یکشنبې په ورځ د غزې او مصر ترمنځ د پلي تګ راتګ سرحدي دروازه بېرته پرانیزي، چې دا د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې د اوربند د پلان لپاره یو مهم پرمختګ بلل کېږي.

کوګاټ چې غزې ته د مرستو د همغږۍ لپاره د اسراییل پوځي اداره ده وویل چې د یکشنبې له ورځې به د رفح له سرحدي لارې یوازې د خلکو «محدود تګ راتګ» په دواړو لوریو کې ترسره شي. رفح د غزې له تړانګې څخه د نړۍ پر لور اصلي دروازه ده.

دا اعلان د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنېاهو او علي شعث له څرګندونو وروسته وشو؛ علي شعث تازه د هغې فلسطینۍ اداري کمېټې مشرۍ ته ټاکل شوی چې د غزې د ورځنیو چارو اداره کوي. دواړو ویلي وو چې تمه ده دا پوله ژر پرانیستل شي.

کوګاټ وویل چې هم اسراییل او هم مصر به د رفح له لارې د وتونکو او داخلېدونکو کسانو پلټنه او ارزونه کوي او دا بهیر به د اروپایي ټولنې د سرحدي ساتونکو تر څار لاندې وي. د پولې پر سر د پلټنو تر څنګ، هغه فلسطینیان چې وځي یا بېرته راګرځي، د اسراییل له خوا په نږدې دهلېز کې هم تلاشي کېږي، هغه سیمه چې لا هم د اسراییل د پوځ تر کنټرول لاندې ده.

دا پوله له هغه راهیسې نږدې په بشپړ ډول تړلې وه چې اسراییل د ۲۰۲۴ کال په مې میاشت کې ونیوله او ویې ویل چې دا اقدام د حماس له‌خوا د وسلو د قاچاق د مخنیوي لپاره د یوې ستراتیژۍ برخه ده. دا دروازه یوازې د ۲۰۲۵ کال په پیل کې د لنډ مهاله اوربند پر مهال د ناروغانو د اېستلو لپاره د لنډ وخت لپاره پرانیستل شوې وه. اسراییل د پولې له بیا پرانیستلو سره مخالفت کاوه، خو د دوشنبې په ورځ په غزه کې د وروستي یرغمل شوي کس د پاتې شونو موندل کېدو وروسته، د دې کار لپاره لاره هواره شوه. یوه ورځ وروسته، نتنېاهو وویل چې دا پوله به ژر په محدود او کنټرول شوي ډول پرانیستل شي.