• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

افغان لوبغاړی فردوس نعیمي د مکسیکو کاردوزو پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۰۷ GMT+۰

د ازاده مبارزو افغان لوبغاړی فردوس نعیمي به د «یونیفایډ» سازمان په ۶۶مې سیالۍ کې د مکسیکو د رامون کاردوزو په وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي. دغه لوبه به د ۱۴۰۴کال د کب په لومړۍ نېټه د کاناډا په ټورنټو ښار کې ترسره شي.

دغه سیالي به د ۶۳ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې ترسره شي؛ نعیمي به د یو نه ماتېدونکي ریکارډ سره د لوبو ډګر ته ښکته شي. دغه افغان لوبغاړي تر اوسه په خپلو شپږو مسلکي سیالیو کې کومه ماتې نه‌ده خوړلې.

نعیمي د «روف نېشن» سازمان په خپلې وروستۍ لوبه کې د امریکا په اریزونا کې امریکایي لوبغاړي ډی انډر انډرسون ته ماتې ورکړه. بل پلو د مکسیکو رامون کاردوزو په پنځلسو مسلکي لوبو کې لس بریاوې او پنځه ماتې لري.

100%

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

•
•
•

نور کیسې

د ۲۰۲۶کال اسیا جام سیالۍ؛ د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن د مالیزیا پر وړاندې لوبه کوي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۵۸ GMT+۰
د ۲۰۲۶کال اسیا جام سیالۍ؛ د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن د مالیزیا پر وړاندې لوبه کوي
100%

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د سعودي عربستان پر وړاندې تر بریا وروسته نن جمعه (د سلواغې ۱۰مه) د ۲۰۲۶کال اسیا جام سیالیو په دویمه لوبه کې د مالیزیا پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي. دغه لوبه د اندونیزیا د جاکارتا ښار په ولودروم لوبغالي کې د ماسپښین په ۲:۳۰ بجو پیلېږي.

دغه لوبه د افغانستان لپاره خورا مهمه ده. د مالیزیا پر وړاندې بریا به بل پړاو ته د افغان لوبډلې تګ حتمي کړي. د سعودي عربستان پر وړاندې د افغانستان پیاوړې لوبې د مینه‌والو هیلې څو برابره کړې دي.

له بلې خوا مالیزیا چې په خپلې لومړۍ لوبه کې د ۴–۱ په پایله کې له ایران څخه ماتې خوړلې، په دغه سیاليو کې د پاتې کېدو لپاره وروستی چانس لري. افغانستان به تر دغه لوبې وروسته د ډله‌ییزو سیالیو پړاو په وروستۍ لوبه کې د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۲مه) د ایران پر وړاندې ولوبېږي؛ هغه سیالي چې د دغه پړاو تر ټولو سخته ازموینه بلل کېږي. دغه لوبه به هم د جاکارتا په ولودروم لوبغالي کې د مازدیګر په ۴:۳۰ بجو پیل شي.

د څلورم ګروپ په ډلبندۍ کې ایران او افغانستان دواړه د درې ـ درې امتیازونو سره په لومړي او دویم ځای کې دي؛ خو مالیزیا او سعودي عربستان تر اوسه کوم امتیاز نه‌لري. که ایران د سعودي عربستان پر وړاندې بریا ترلاسه کړي او افغانستان مالیزیا ته ماتې ورکړي، دواړه لوبډلې به شپږ امتیازونه ترلاسه کړي او بل پړاو ته به لاره ومومي.

په نورو ګروپونو کې هم تر ډېره بل پړاو ته د تلونکو لوبډلو برخلیک روښانه شوی. د لومړي ګروپ څخه کوربه اندونیزیا او عراق د شپږو امتیازونو په لرلو بل پړاو ته وتلي او قرغزستان او سویلي کوریا له سیالیو څخه بهر شوي دي. په دویم ګروپ کې هم ټایلنډ او ویتنام لوبډلو بل پړاو ته لار موندلې ده.

په درېیم ګروپ کې بیا سیالي د جاپان، ازبکستان، تاجکستان او اسټرالیا ترمنځ روانه ده، چې جاپان درې امتیازونه لري او ازبکستان او تاجکستان هر یو، یو ـ یو امتیاز لري.

د کرېکټ نړۍوال جام؛ اېرلنډ پر وړاندې بریا نیمه‌پایلوبې ته د افغانستان د رسېدو یوازینۍ لاره

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۲ GMT+۰
د کرېکټ نړۍوال جام؛ اېرلنډ پر وړاندې بریا نیمه‌پایلوبې ته د افغانستان د رسېدو یوازینۍ لاره
100%

د سریلانکا له لوري د سویلي افریقا پر وړاندې تر بریا وروسته د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام نیمه‌پایلوبې ته د رسېدو لپاره د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره د کرېکټ ملي لوبډلې یوازینۍ لاره د اېرلنډ پر وړاندې بریا ده.

افغانستان به نن جمعه (د سلواغې ۱۰مه) د ماسپښین په ۱۲:۰۰ بجو د زېمبابوې په هراره لوبغالي کې په یوې برخلیک ټاکونکې لوبه کې د اېرلنډ پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي. دغه سیالي د نړۍوال جام د «شپږو غوره» لوبډلو پړاو د لومړۍ ډلې په چوکاټ کې ترسره کېږي.

د ډله‌ییزو لوبو پړاو تر پای ته رسېدو وروسته چې ۱۶ لوبډلو په څلورو ګروپونو کې برخه اخیستې وه، ۱۲ غوره لوبډلې د شپږو غوره لوبډلو پړاو ته ووتلې او په دوو ډلو کې یې سیالۍ پیل کړې.

افغانستان چې د ډله‌ییزو لوبو پړاو په څلورم ګروپ کې د درېیو پرله‌پسې بریاوو سره د ګروپ په سر کې راغلی و، د شپږو غوره لوبډلو پړاو په لومړۍ لوبه کې یې د سریلانکا پر وړاندې ماتې وخوړه. سریلانکا پرون په خپله دویمه لوبه کې سویلي افریقا ته ماتې ورکړه او د شپږو نمرو په ترلاسه کولو سره د ګروپ ترټولو مخکښه لوبډله شوه. په همدې ګروپ کې اسټرالیا د اتو نمرو سره مخکښه ده او افغانستان د څلورو نمرو سره د سریلانکا تر شا روان دی.

د دغه شرایطو له مخې؛ د افغانستان لوبډله نیمه‌پایلوبې ته د رسېدو لپاره یوازې د اېرلنډ پر وړاندې بریا ته اړتیا لري. د سریلانکا پرتله د افغانستان د منډو ښې کچې (رن‌رېټ) له امله د دغه لوبې دوه نمرې افغانستان ته بسنه کوي؛ څو د ګروپ د دویمې لوبډلې په توګه نیمه‌پایلوبې ته لار ومومي.

له بلې خوا د اېرلنډ لوبډله چې بې له کومې نمرې د جدول په وروستي ځای کې ده، لا له وړاندې له سیالیو بهر شوې او ننۍ لوبه ورته تشریفاتي بڼه لري؛ خو همدا چاره کولای شي لوبه د افغانستان لپاره له اټکل څخه وتلې کړي.

د غوره شپږو لوبډلو پړاو د لومړۍ ډلې نورې لوبې پای ته رسېدلې دي. د وېسټ‌انډیز، سویلي افریقا او اېرلنډ لوبډلې له سیالیو بهر شوې او استرالیا نیمه‌پایلوبې ته خپل تګ حتمي کړی دی. اوس د یادې ډلې د دویمې برخې برخلیک یوازې د افغانستان او اېرلنډ د لوبې پایلې پورې تړلی دی.

په دویم ګروپ کې د هندوستان او انګلستان لوبډلې چې دواړه شپږ-شپږ نمرې لري، د لومړۍ او دویمې لوبډلې په توګه نیمه‌پایلوبې ته وتلې دي. که افغانستان بریالی شي؛ نو په نیمه‌پایلوبه کې به له هندوستان سره مخامخ شي.

د نورستان په منډول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ پاى ته ورسېدې

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۴۸ GMT+۰
د نورستان په منډول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ پاى ته ورسېدې
100%

د نورستان په منډول ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د وزلوبې ژمنۍ سیالۍ د دوو لوبډلو ترمنځ ۱ـ۱ مساوي پای ته ورسېدې.

په نورستان کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې نن ( پنجشنبه د سلواغې ۹مه) د یاد ولایت په منډول ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو تنظیموونکي شرف خان رسولي ویلي: «له دې سياليو څخه موخه د ولایتي لوبو لپاره چمتووالی، د لوبغاړو پیاوړتیا، د ولایتي ټیم لپاره د غوره اسونو او چاپندازانو غوراوی او همدارنګه د خلکو ترمنځ د یووالي، اتفاق او پیوستون ښودل وو».

د سیالیو په لړ کې دوه لوبډلې د ښو امتیازونو په ترلاسه کولو سره پایلوبې ته وتلې وې، خو د دواړو لوبډلو ترمنځ تر سخت رقابت وروسته پایلوبه ۱ـ۱ مساوي پای ته ورسېده.

د کرېکټ تر نړۍوال جام وړاندې؛ افغان لوبډله د سکاټلنډ او وېسټ انډیز په وړاندې لوبه کوي

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۰۹ GMT+۰
د کرېکټ تر نړۍوال جام وړاندې؛ افغان لوبډله د سکاټلنډ او وېسټ انډیز په وړاندې لوبه کوي
100%

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، افغان لوبډله د ۲۰۲۶کال نړۍوال شل اوریز جام سیالیو ته د چمتوالي په موخه د سکاټلنډ او وېسټ انډيز پر وړاندې دوه تمریناتي لوبې لري. دغه لوبې به د راتلونکې دوشنبې او چهارشنبې په ورځو ترسره شي.

افغان لوبډله به د کرېکټ نړۍوال شل اوریز جام سیالیو ته د چمتوالي په موخه لومړۍ تمریناتي لوبه د راتلونکې دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۳مه) د سکاټلنډ او دویمه د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۵مه) د وېسټ انډیز په وړاندې ترسره کړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وړاندې د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام سیالیو لپاره لوبډله او د لوبډلې جامې اعلان کړې وې.

د ۲۰۲۶کال د کرېکټ نړۍوال شل اوریز جام سیالۍ به (د فبرورۍ په ۷مه) د هند او سریلانکا په کوربه‌توب پیل شي او د مارچ تر ۸مې به دوام وکړي. په دغه جام کې د نړۍ ۲۰ مخکښې لوبډلې ګډون کوي. د افغانستان ملي لوبډلې لومړۍ سیالي (د فبرورۍ په ۸مه) د نیوزېلنډ پر وړاندې په چنای لوبغالي کې ترسره کېږي.

د ۲۰۲۶کال اسیا جام فوټسال سیالۍ؛ افغان لوبډلې سعودي عربستان ته ۳-۰ په توپیر ماتې ورکړه

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۹:۵۱ GMT+۰
د ۲۰۲۶کال اسیا جام فوټسال سیالۍ؛ افغان لوبډلې سعودي عربستان ته ۳-۰ په توپیر ماتې ورکړه
100%

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶کال اسیا جام سیالیو په لومړۍ لوبه کې عربستان ته ۳-۰ په توپیر ماتې ورکړه او درې ارزښتناکه نمرې یې ترلاسه کړې. دغه لوبه د اندونیزیا د جاکارتا په ویلوډروم لوبغالي کې ترسره شوه او رضا حسین پور د دوو ګولونو په وهلو سره د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د یادې لوبې د لومړۍ نیمايي‌ په وروستیو شېبو کې افغان لوبغاړي رضا حسین پور د خپلې لوبډلې لپاره لومړی ګول ترسره کړ. د لوبې په دویمه نمايي کې دویم ګول بیا هم رضا حسین پور او درېیم ګول امید قنبري ترسره کړ.

دا دویم ځل دی، چې افغانستان د فوټسال په دغه ډول سیالیو کې برخه اخلي او د یادو سیالیو اوږد تاریخ لرونکي لوبډلې ته ماتې ورکوي. ۲۰۲۶کال اسیا جام فوټسال سیالیو کې د اسیا ۱۶ غوره لوبډلې ګډون لري، چې په څلورو ګروپونو کې سیالي کوي. افغانستان په څلورم ګروپ کې د ایران، سعودي عربستان او مالیزیا له پیاوړو لوبډلو سره په یوه ډله کې دی.

د افغانستان د لوبو مهالوېش:

د ۲۰۲۶کال اسیا جام فوټسال سیالیو ډلبندي:
لومړی ګروپ: اندونیزیا، عراق، قرغزستان، سویلي کوریا.

دویم ګروپ: ټایلنډ، ویتنام، کوېټ، لبنان.

درېیم ګروپ: جاپان، ازبکستان، تاجکستان، اسټرالیا

څلورم ګروپ: افغانستان، ایران، سعودي عربستان، مالیزیا
د افغانستان د ډله‌ییزو لوبو مهالوېش
د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ لوبه: چهارشنبه (د سلواغې ۸مه) جاکارتا لوبغالی - سهار ۱۰:۳۰ بجې
د افغانستان او مالیزیا ترمنځ لوبه: جمعه (د سلواغې ۱۰مه) د ویلوډروم جاکارتا لوبغالی - ماسپښین ۲:۳۰ بجې
د افغانستان او ایران ترمنځ لوبه: یکشنبه، (د سلواغې ۱۲مه) د ویلوډروم جاکارتا لوبغالی - ماسپښین ۲:۳۰ بجې