• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کینبرا: اسټرالیا به د طالبانو ډیپلوماتان، قونسلګرۍ او حتی استازي ونه مني

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۱۱ GMT+۰تازه شوی: ۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۱۴ GMT+۰

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت او په کینبرا کې د افغانستان سفارت په یوه ګډه اعلامیه کې اعلان وکړ، چې سفارت به د ۲۰۲۶ کال د جون له ۳۰مې څخه وځنډول شي. د اسټرالیا حکومت ټینګار وکړ، چې د طالبانو لخوا ټاکل شوی ډیپلومات، کونسل یا د دغه ډلې د بل استازی د منلو هیڅ اراده نه لري.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت نن جمعه، سلواغې پر ۱۰مه یوه اعلامیه کې وویل چې دا پریکړه د "د سفارت له کنټرول څخه بهر محدودیتونو" او د اوسني وضعیت د دوام ناممکنیت له امله د دوه اړخیزې مشورې وروسته شوې ده.

وزارت ټینګار وکړ، چې طالبان د افغانانو د مشروع استازو په توګه نه پېژني.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې کینبرا او د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت د افغانستان له خلکو سره ولاړ دي.

په ګډه اعلامیه کې ویل شوي، چې اسټرالیا او د افغانستان سفارت د طالبانو لخوا د بشري حقونو "سیسټماتیک او دوامداره سرغړونې" په ځانګړي ډول د افغان ښځو او نجونو په وړاندې په کلکه غندي.

اسټرالیا د افغان خلکو د بشري حقونو او انساني وقار لپاره خپله ژمنه هم تکرار کړه.

په ګډه اعلامیه کې ویل شوي: «که څه هم دا پایله مطلوبه نه وه، خو د افغانستان د وضعیت په اړه د سفارت او د اسټرالیا حکومت د اصولي دریځ له ګواښ سره مخامخ کولو پرته د منظم او باعزته لېږد لپاره یو تفاهم ته رسیدلی دی.»

په اسټرالیا کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې د طالبانو د واک ته رسیدو راهیسې په دې هیواد کې میشتو افغانانو ته خدماتو وړاندې کولو ته دوام ورکړی دی.

د اسټرالیا حکومت په کینبرا کې د افغانستان سفیر وحید ویسي او د دې ماموریت چارواکو څخه مننه کړې ده.

د افغانستان سفارت د اسټرالیا له حکومت څخه هم مننه کړې چې د "بشري حقونو د جدي سرغړونو او د نړیوالو قوانینو د نه مراعاتولو" لپاره یې د طالبانو د مسوول کولو لپاره فشار راوړی او د افغانانو لپاره یې د اصولي ملاتړ او اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو لپاره یې مننه کړې ده.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

ګډ امنیتي تړون سازمان له افغانستان سره په پوله د تاجکستان دفاعي وړتیاوو پر لوړولو غور کوي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۲۴ GMT+۰

د ګډ امنیتي تړون سازمان غړي هېوادونه دا مهال تاجکستان ته د وسلو او دفاعي تجهیزاتو د لېږد پر موضوع غور کوي. یاد سازمان ویلي، دغه اقدام د دې لپاره کوي چې د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د پولو امنیت پیاوړی او د احتمالي ګواښونو مخه ونیسي.

د ګډ امنیتي تړون سازمان چارواکو اعلان کړی، چې تاجکستان ته د وسلو، پوځي تجهیزاتو او تخنیکي امکاناتو د لېږد په اړه خبرې اترې عملي پړاو ته داخلې شوې دي. دغه طرحه د افغانستان سره پر ګډه پوله د تاجکستان د دفاعي وړتیاوو لوړولو په موخه د اجنډا برخه ګرځول شوې ده.

د یاد سازمان عمومي منشي تالاتبیک مسادیکوف د دغه پروګرام د لومړي پړاو د پیل په یادولو سره وویل، د غړو هېوادونو ترمنځ به ډېر ژر د هغو تجهیزاتو او وسلو پر وروستي نوملړ هوکړه وشي چې تاجکستان ورته اړتیا لري.

هغه ټینګار وکړ، چې د دغه اقدام اصلي موخه د پوله ساتو ځواکونو پیاوړتیا او د سیمې د ثبات او امنیت ساتنه ده. تاجکستان له افغانستان سره ۱٬۳۴۴ کیلومتره ګډه پوله لري.

پر دغه پوله په وروستیو میاشتو کې یوشمېر چینايي وګړي هم په نښه شوي وو. دغه بدلونونو د احتمالي امنیتي ګواښونو په اړه د سیمې هېوادونو اندېښنې زیاتې کړې دي. که څه هم مسکو طالبان په رسمیت وپېژندل؛ خو د پخواني شوروي اتحاد ګن غړي هېوادونه او د افغانستان نور ګاونډیان لاهم د دغه هېواد د وضعیت او امنیتي پایلو په اړه اندېښنې څرګندوي.

سارا اډمز: که د امریکا حکومت یوځل بیا طالبانو ته پیسې ولېږي، اړوند معلومات به یې افشاء کړو

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۲۰ GMT+۰

د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سي‌ای‌اې) پخوانۍ مامورې سارا اډمز د امریکا حکومت ته خبرداری ورکړی، که چېرې دوی یو وار بیا طالبانو ته پیسې واستوي؛ نو په دې اړه اړوند ټول معلومات به یې افشاء کړي.

هغې پر اېکس پاڼه کاږلي: «زه غواړم د امریکا له حکومت سره په ښکاره خبرې وکړم، که په راتلونکو اونیو کې له هرې لارې طالبانو ته د امریکا لویې نغدې پیسې واستول شي، موږ به د دغه مالي لېږد ټول جزییات راټول او په عامه توګه خپاره کړو».

نوموړې زیاته کړې: «د امریکا ولس نور د دښمن د تمویل ملاتړ نه‌کوي. پرېږدئ چې د سنا بهیر بشپړ شي او بالاخره طالبان له مالي ملاتړ بې‌برخې شي؛ کنه موږ به دا روښانه کړو چې تاسې فاسد یاست او په قصدي ډول د خلکو له ارادې څخه سرغړونه کوئ».

اغلې اډامز دا هم ویلي، چې د امریکا حکومت د خپلو مالیه ورکوونکو مېلیارډونه ډالر طالبانو او په یو ډول نورو ترهګرو ډلو ته لېږلي دي. هغې د داعش خراسان، القاعدې، تحریک طالبان پاکستان «ټي‌ټي‌پي»، د ایران سپاه پاسدارانو په ګډون د نورو ترهګرو ډلو نومونه هم یاد کړي او ویلي یې دي، چې په غیر مستقیم ډول د امریکا له پیسو دوی ټولو ګټه اخیستې ده او دا یې یو نه بښونکی عمل ګڼلی.

نوموړې دغه څرګندونې وروسته له هغې کړې، چې د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې طالبانو ته «د امریکا د مرستو بندولو» لایحه تصویب کړه. دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې (سیګار) د تېر کال د لېندۍ میاشتې په وروستي راپور کې ویلي و، چې امریکا د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په ټولیز ډول له ۳ اعشاریه ۸۳ مېلیارد ډالرو ډېرې بشري او پراختیايي مرستې افغانستان ته برابرې کړې دي.

په ۲۰۲۵کال کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۱.۶ مېلیارد ډالرو ته رسېدلې

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۴۲ GMT+۰

د ازبکستان د احصایې ملي کمیټې خبر ورکړی، چې په ۲۰۲۵کال کې یې له افغانستان سره اقتصادي اړیکې د پام وړ پراخې شوې. د یادې ادارې په وینا؛ په همدې کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري شاوخوا ۱.۶ مېلیارډ ډالرو ته رسېدلې، چې د تېر کال پرتله ۴۵.۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

د ازبکستان د ملي احصايې کميټې د راپور له مخې؛ له افغانستان سره د دغه هېواد د سوداګرۍ کچه د ۲۰۲۳کال پرتله هم د پام وړ زياته شوې او له ۸۶۷.۵ مېلیون ډالرو څخه اوسنۍ کچې ته رسېدلې ده.

د دوی د شمېرو پربنسټ؛ په ۲۰۲۵کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۸۴ سلنه زیاته شوې، چې لامل یې د اقتصادي اړیکو ګړندي کېدل او د ازبکستان بازارونو ته د افغانستان نښلول ښودل شوی دی.

د ازبکستان د احصایې ملي کمیټې زیاته کړې، چې د دغه سوداګرۍ لویه برخه شاوخوا ۹۳.۸ سلنه له ازبکستان نه افغانستان ته صادرات جوړوي. د دغه صادراتو ارزښت په ۲۰۲۵کال کې ۱.۵ مېلیارد ډالرو ته رسېدلی، چې په‌کې خوراکي او صنعتي توکي او انرژي شامله ده.

ازبکستان په ۲۰۲۵کال کې له ۲۱۰ هېوادونو سره سوداګريزه راکړه ورکړه کړې، چې ارزښت یې ټول‌ټال ۸۱.۲ مېلیارډ ډالرو ته رسېږي.

روغتیا نړۍوال سازمان د ایران پر روغتونونو او طبي پرسونل بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۱۶ GMT+۰

د روغتیا نړۍوال سازمان عمومي رییس د ایران د لاریونونو پر مهال پر روغتونونو او طبي پرسونل بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې. دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې د یادو پېښو له امله دغه کسانو او روغتیايي مرکزونو د ناروغانو د حیاتي خدماتو د وړاندې کولو توان له لاسه ورکړی دی.

تدروس ادهانومو پر روغتیايي کارکوونکو د بریدونو او شاوخوا پنځو ډاکټرانو د نیونې په اړه وویل: «زه د ټولو نیول شویو روغتیايي کارکوونکو د خوشې کولو غوښتنه کوم. طبي پرسونل هېڅکله باید د وېرونې یا ترهګرۍ سره مخ نه‌شي».

د روغتیا نړۍوال سازمان منلې، چې د جنورۍ په پيل کې د ایلام په ښار کې پر خمیني روغتون برید وشو او په دغه روغتیایي مرکز کې طبي خدمات او د درملنې اړین توکي ویجاړ شول.

د یاد سازمان مشر وویل، چې په تهران کې د سینا په روغتون کې اوښلن ګاز کارول شوی. هغه ټینګار وکړ، چې په وروستیو اونیو کې په ټول ایران کې څو روغتیایي مرکزونه زیانمن شوي، د ۱۰ بېړنیو مرکزونو له ۵۰ زیات طبي کاروونکي ټپيان شوي او له ۲۰۰ څخه ډېر امبولانسونه زیانمن شوي دي. ادهانومو خبرداری ورکړ، چې وروستی کړکېچن وضعیت د روغتیايي سیسټم پر کار ډېر فشار راوړی.

د عمران‌خان د روغتیا په اړه اندېښنې؛ د تحریک انصاف مشرانو د زندان مخې ته ټوله شپه سبا کړې

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۳۳ GMT+۰

د عمران‌خان د روغتیا په اړه له اندېښنو سره هم‌مهاله د تحریک انصاف ګوند مشرانو د زندان مخې ته ټوله شپه سبا کړې. د خیبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي تر دې وړاندې ویلي و، چې نوموړی د اډیاله زندان مخې ته رسېدلی؛ څو د عمران خان د روغتیایي وضعیت په اړه معلومات ترلاسه کړي.

خو د تحریک انصاف ګوند مشرانو ته له عمران خان سره د لېدنې اجازاه لاهم نه‌ده ورکړل شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ تېره ورځ د دغه اندېښنو په ځواب کې وویل، د پاکستان پخوانی لومړی وزیر چې په اډیاله زندان کې بند دی؛ د طبي درملنې لپاره د اسلام‌اباد (پیمز) روغتون ته وړل شوی و. نوموړي‌ د خان روغتیايي‌ حالت د ډاډ وړ ښودلی و.

خو سهیل اپریدي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي: «زموږ مشر د شنبې په شپه په پټه له زندانه روغتون ته وړل شوی و. پوښتنه دا ده، چې ولې د هغه حالت تر دې حده خراب شوی چې روغتون ته وړل اړین ګڼل شوي او ولې د هغه ناروغي پټه ساتل شوې او ولې د هغه کورنۍ ته خبر ورنه کړای شو؟»

هغه زیاته کړې:« ولې د هغه شخصي ډاکټر را ونه غوښتل شو؟ د تحریک انصاف د بنسټګر ژوند له ګواښ سره مخ دی». دا لومړی ځل دی، چې عمران خان له اډیاله زندانه بهر وړل شوی. د پنجشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدی د خپلې کابینې ځینو غړو سره د اډیاله زندان مخې ته ځان ورساوه؛ څو د نوموړي د روغتیا په اړه ځان داډمن کړي.

هغه غوښتنه کړې، چې عمران خان ته دې د خپلې کورنۍ، د ګوند غړو او وکیلانو سره د لیدنې اجازه ورکړل شي؛ څو «د وضعیت د لا خرابېدو مخه ونیول شي». نوموړي ټینګار کړی، هر کس حق لري چې د خپل شخصي ډاکټر له‌خوا درملنه ترلاسه کړي.