طالبان وایي د غزني د مالستان ولسوالۍ د علماو شورا پخوانی مشر یې د اداري فساد په تور نیولی

افغانستان انټرنشنل پرون د خپلو سرچنیو په حواله د طالب استخباراتو له‌خوا د غزني د مالستان ولسوالۍ د علماو شورا د پخواني مشر جان علي اکبري د نیولو خبر خپور کړی و. یوه ورځ وروسته د دغه ولایت سیمه‌ییزو طالب چارواکو وویل، چې هغه یې د اداري فساد په تور نیولی دی.