• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټېلګراف: د غزې جګړه او د ایران قتل‌عام د پرتله کولو وړ نه دي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۳۰ GMT+۰تازه شوی: ۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۳۲ GMT+۰

تېلګراف ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي، هغه څه چې دا مهال په ایران کې روان دي جګړه نه ده، بلکې یو ډله‌ییز قتل‌عام دی.

ټېلګراف زیاته کړه، په ایران کې د بې‌ګناه قربانیانو کره شمېر لا تر اوسه معلوم نه دی، خو داسې ښکاري چې د ایران حکومت تر دې دمه د غزې د تلفاتو په پرتله ډېر ملکي وګړي وژلي دي او یا لږ تر لږه د هماغه شمېر د اوښتو په درشل کې دی.
د ټېلګراف د راپور له‌مخې، د غزې د جګړې وضعیت او په ایران کې روان قتل‌عام د پرتله وړ نه دي. د فلسطینیانو تلفات د ښاري جګړې نا غوښتل شوې پایله وه؛ له داسې دوښمن سره جګړه چې شخړه یې پيل کړه او له هرې مرګ‌ژوبلې یې د تبلیغ لپاره ګټه واخیسته، خو برعکس د ایران حکومت هغه بې‌وسلې وګړي چې د ازادۍ غوښتنه کوي، د مرګوني ځپلو او سخت سرکوب هدف ګرځولي دي.
ټېلګراف همدارنګه لیکلي دي: «سره له دې چې د غزې جګړه د نړۍوالو رسنیو له پراخ پوښښ څخه برخمنه ده، خو په ایران کې پر ځپلو ډېر لږ تمرکز شوی دی. په هغه ورځ چې د ټایم مجلې د وژل شویو شمېر له ۳۰ زرو د اوښتو خبر ورکړ، د بي‌بي‌سي او سکای‌نیوز په خپرونو کې د ایران په اړه هېڅ راپور نه ترسترګو کېده».
ټېلګراف همدارنګه په ایران کې د ځپلو پر وړاندې د لوېدیځو دولتونو او د ځینو مشهورو څېرو پر کم‌رنګه غبرګون نیوکه کړې او لیکلي یې دي، چې د بشري حقونو په اړه د پراخو ادعاوو سره سره، د ایران د حکومت پر ضد تر اوسه کوم اغېزمن او عملي اقدام نه دی شوی.

ترویج لرونکی

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی
۱

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۲

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۳

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل

۴
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۵

اروپایي ټولنه :د افغانستان د راتلونکې لپاره د ځوانانو ملاتړ کوو

•
•
•

نور کیسې

عباس عراقچي د ترکیې له ولسمشر سره د اړیکو‌ پر لا پیاوړتیا او سیمه‌ییزې ډېپلوماسۍ خبرې کړي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۱۶ GMT+۰
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ترکیې له لوړپوړو چارواکو سره د سلا مشورو لپاره انقرې ته تللی او د جمعې په ماښام یې د دغه هېواد له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره لیدلي دي. د خپرې شوې خبرپاڼې له‌مخې، دواړو لوریو د دوه‌اړخیزو اړیکو پر لا پیاوړتیا او سیمه‌ییزې ډیپلوماسۍ ټینګار کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه زیاتوي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د تهران او انقرې ترمنځ د اړیکو «ډېر ښه» بهیر د بېلابېلو برخو له پلوه وڅېړه او پر دې یې ټینګار وکړ، چې دواړه هېوادونه هوډ لري چې خپلې اړیکې په ټولو ډګرونو کې لا ټینګې او پراخې کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ترکیې د دولت او ولس له دریځونو مننه وکړه، په ځانګړي ډول یې د ولسمشر اردوغان هغه څرګندونې وستایلې چې د ایران د ملي حاکمیت ملاتړ او د بهرنیو لاسوهنو رد یې په‌کې کړی و. نوموړي همداراز د اسلامي او سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ د یووالي او همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ، څو د اسراییل پر وړاندې سره په ګډه ودرېږي.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، عراقچي د ایران وروستي بدلونونه تشریح کړل او ویې ویل چې تاوتریخوالي ته مایل او ترهګریز عناصر د سوله‌ییزو لاریونونو له فضا څخه ناوړه ګټه اخلي. هغه د سیمې له هېوادونو وغوښتل، چې د ایران د کورنیو مسایلو په اړه د لوېدیځو–عبري رسنیو له یو اړخیزو او ناسمو روایتونو څخه ځان خبر وساتي او په پوره هوښیارۍ ورسره چلند وکړي.

عراقچي د ایران د اټومي موضوع په اړه د ترکیې د مسوولانه دریځ ستاینه وکړه او څرګنده یې کړه، چې تهران تل له هغه خبرو اترو هرکلی کړی چې د متقابل درناوي پر بنسټ ولاړې وي او د ایران د ولس مشروع حقونه او اندېښنې په رسمیت پېژني.

د ایراني حکومت خبرپاڼه کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له قوله راغلي، چې هغه هم په دې لیدنه کې ډاډ څرګند کړ چې د ایران دولت او ولس به د ملي یووالي او ټینګښت په مټ پر شته ستونزو برلاسي شي. اردوغان د تاوتریخوالي د راکمولو او د ډیپلوماسۍ لارې ته د بېرته ستنېدو لپاره د انقرې هڅو ته په اشارې وویل، چې سیمه د ناامنۍ د لا زیاتېدو توان نه لري او د ایران د اټومي موضوع یوازینۍ حل‌لاره ډیپلوماسي ده. نوموړي همداراز اعلان وکړ، چې ترکیه په دې برخه کې د هر ډول نېکو هڅو او منځګړیتوب لپاره چمتو ده.

د سوریې حکومت او کُرد ځواکونو د اوربند او ادغام پر سر هوکړې ته رسېدلي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۱۲ GMT+۰
100%

د سوریې حکومت او د کُردانو تر مشرۍ لاندې د «سوریې دیموکراتیک ځواکونه» (قسد) د ټولشموله اوربند او د دې ډلې د پوځي او اداري بنسټونو په پړاویز ډول د مرکزي حکومت په جوړښت کې د ادغام پر سر هوکړې ته رسېدلي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، قسد به له شمالي سنګرونو شاتګ کوي او د سوریې امنیتي ځواکونه به د حسکه او قامشلي ښارونو په مرکزونو کې ځای پر ځای شي. همدارنګه به د قسد له ځینو لواوو څخه د دولت تر چتر لاندې پوځي واحدونه جوړ شي.

قسد ویلي چې دواړه لوري د کُردانو د مدني او تعلیمي حقونو، د بې‌ځایه شویو د ستنېدو او د ځانګرې ادارې د بنسټونو د دولتي جوړښتونو سره د یوځای کېدو پر سر هم سلا شوي دي.

د سوریې د حکومت یو چارواکي ویلي چې دا هوکړه د دلو په ۹مه وروستۍ شوې او عملي کېدل یې سمدستي پیل شوي دي.

د بریتانیا ځانګړی استازی: د طالبانو قوانین د افغانانو له بنسټیزو حقونو سره په ټکر کې دي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۵۲ GMT+۰
100%

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي ویلي، چې یو عادلانه او سوله‌ییز افغانستان یوازې هغه وخت رامنځته کېدای شي چې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وشي.

نوموړي ټینګار کړی چې د طالبانو له‌خوا د محکمو د کړنلارو وروستي اقدامات دا ښيي چې دا ډله د عدالت او بشري حقونو پر خلاف قوانین پلي کوي.

د بریتانیا ځانګړي استازي په وینا، یاد قوانین په ښکاره ډول د ښځو، قومي او مذهبي لږکیو، او همدارنګه د هغو کسانو پر وړاندې تبعیضي بڼه لري چې د طالبانو له‌خوا پر خلکو تپل شویو ټولنیزو اصولو سره سمون نه خوري.

هغه زیاته کړه چې دا ډول کړنې نه یوازې د نړیوالو بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې دي، بلکې د افغانستان د تلپاتې سولې او ثبات پر وړاندې هم جدي خنډونه رامنځته کوي.

د ټرمپ په غوښتنه روسیه تر یکشنبې پر اوکراین بریدونه ځنډوي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۵۷ GMT+۰
100%

کرملین ماڼۍ ویلي، چې روسیه به د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ په غوښتنه تر یکشنبې، د فبرورۍ تر لومړۍ نېټې، پر اوکراین خپل بریدونه ودروي.

د کرملین ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف ویلي، چې ټرمپ په مستقیم ډول له ولادیمیر پوتین څخه غوښتي، څو د سولې د خبرو لپاره «مساعد شرایط» برابر شي او پوتین له دې غوښتنې سره موافقه کړې ده.

پسکوف ټینګار کړی، چې دا غوښتنه شخصاً د ټرمپ له‌خوا شوې او د روسیې ولسمشر منلې ده. د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، پوتین د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره د لیدنې چمتووالی ښودلی، خو ویلي یې دي چې دا لیدنه باید په مسکو کې ترسره شي.

په همدې وخت کې، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي ویلي، هېواد به یې د سولې د ترلاسه کولو لپاره هېڅ فرصت له لاسه ور نه کړي. نوموړي په ایکس خواله رسنۍ کې په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي: «موږ له خپلو شریکانو، په ځانګړي ډول له امریکا سره، د داسې اغېزمنو چوکاټونو او اړینو پایلو په اړه خبرې کوو.»

زیلینسکي هیله څرګنده کړې، چې اروپا او امریکا به وکولای شي د اوکراین د سولې په بهیر کې اغېزمن رول ولوبوي.

اسراییل به د یکشنبې په ورځ د غزې او مصر ترمنځ سرحدي دروازه بېرته پرانیزي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۲۲ GMT+۰
100%

اسراییل د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د اوږدې مودې تړل کېدو وروسته به د یکشنبې په ورځ د غزې او مصر ترمنځ د پلي تګ راتګ سرحدي دروازه بېرته پرانیزي، چې دا د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې د اوربند د پلان لپاره یو مهم پرمختګ بلل کېږي.

کوګاټ چې غزې ته د مرستو د همغږۍ لپاره د اسراییل پوځي اداره ده وویل چې د یکشنبې له ورځې به د رفح له سرحدي لارې یوازې د خلکو «محدود تګ راتګ» په دواړو لوریو کې ترسره شي. رفح د غزې له تړانګې څخه د نړۍ پر لور اصلي دروازه ده.

دا اعلان د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنېاهو او علي شعث له څرګندونو وروسته وشو؛ علي شعث تازه د هغې فلسطینۍ اداري کمېټې مشرۍ ته ټاکل شوی چې د غزې د ورځنیو چارو اداره کوي. دواړو ویلي وو چې تمه ده دا پوله ژر پرانیستل شي.

کوګاټ وویل چې هم اسراییل او هم مصر به د رفح له لارې د وتونکو او داخلېدونکو کسانو پلټنه او ارزونه کوي او دا بهیر به د اروپایي ټولنې د سرحدي ساتونکو تر څار لاندې وي. د پولې پر سر د پلټنو تر څنګ، هغه فلسطینیان چې وځي یا بېرته راګرځي، د اسراییل له خوا په نږدې دهلېز کې هم تلاشي کېږي، هغه سیمه چې لا هم د اسراییل د پوځ تر کنټرول لاندې ده.

دا پوله له هغه راهیسې نږدې په بشپړ ډول تړلې وه چې اسراییل د ۲۰۲۴ کال په مې میاشت کې ونیوله او ویې ویل چې دا اقدام د حماس له‌خوا د وسلو د قاچاق د مخنیوي لپاره د یوې ستراتیژۍ برخه ده. دا دروازه یوازې د ۲۰۲۵ کال په پیل کې د لنډ مهاله اوربند پر مهال د ناروغانو د اېستلو لپاره د لنډ وخت لپاره پرانیستل شوې وه. اسراییل د پولې له بیا پرانیستلو سره مخالفت کاوه، خو د دوشنبې په ورځ په غزه کې د وروستي یرغمل شوي کس د پاتې شونو موندل کېدو وروسته، د دې کار لپاره لاره هواره شوه. یوه ورځ وروسته، نتنېاهو وویل چې دا پوله به ژر په محدود او کنټرول شوي ډول پرانیستل شي.