• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عباس عراقچي د ترکیې له ولسمشر سره د اړیکو‌ پر لا پیاوړتیا او سیمه‌ییزې ډېپلوماسۍ خبرې کړي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۱۶ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ترکیې له لوړپوړو چارواکو سره د سلا مشورو لپاره انقرې ته تللی او د جمعې په ماښام یې د دغه هېواد له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره لیدلي دي. د خپرې شوې خبرپاڼې له‌مخې، دواړو لوریو د دوه‌اړخیزو اړیکو پر لا پیاوړتیا او سیمه‌ییزې ډیپلوماسۍ ټینګار کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه زیاتوي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د تهران او انقرې ترمنځ د اړیکو «ډېر ښه» بهیر د بېلابېلو برخو له پلوه وڅېړه او پر دې یې ټینګار وکړ، چې دواړه هېوادونه هوډ لري چې خپلې اړیکې په ټولو ډګرونو کې لا ټینګې او پراخې کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ترکیې د دولت او ولس له دریځونو مننه وکړه، په ځانګړي ډول یې د ولسمشر اردوغان هغه څرګندونې وستایلې چې د ایران د ملي حاکمیت ملاتړ او د بهرنیو لاسوهنو رد یې په‌کې کړی و. نوموړي همداراز د اسلامي او سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ د یووالي او همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ، څو د اسراییل پر وړاندې سره په ګډه ودرېږي.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، عراقچي د ایران وروستي بدلونونه تشریح کړل او ویې ویل چې تاوتریخوالي ته مایل او ترهګریز عناصر د سوله‌ییزو لاریونونو له فضا څخه ناوړه ګټه اخلي. هغه د سیمې له هېوادونو وغوښتل، چې د ایران د کورنیو مسایلو په اړه د لوېدیځو–عبري رسنیو له یو اړخیزو او ناسمو روایتونو څخه ځان خبر وساتي او په پوره هوښیارۍ ورسره چلند وکړي.

عراقچي د ایران د اټومي موضوع په اړه د ترکیې د مسوولانه دریځ ستاینه وکړه او څرګنده یې کړه، چې تهران تل له هغه خبرو اترو هرکلی کړی چې د متقابل درناوي پر بنسټ ولاړې وي او د ایران د ولس مشروع حقونه او اندېښنې په رسمیت پېژني.

د ایراني حکومت خبرپاڼه کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له قوله راغلي، چې هغه هم په دې لیدنه کې ډاډ څرګند کړ چې د ایران دولت او ولس به د ملي یووالي او ټینګښت په مټ پر شته ستونزو برلاسي شي. اردوغان د تاوتریخوالي د راکمولو او د ډیپلوماسۍ لارې ته د بېرته ستنېدو لپاره د انقرې هڅو ته په اشارې وویل، چې سیمه د ناامنۍ د لا زیاتېدو توان نه لري او د ایران د اټومي موضوع یوازینۍ حل‌لاره ډیپلوماسي ده. نوموړي همداراز اعلان وکړ، چې ترکیه په دې برخه کې د هر ډول نېکو هڅو او منځګړیتوب لپاره چمتو ده.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د سوریې حکومت او کُرد ځواکونو د اوربند او ادغام پر سر هوکړې ته رسېدلي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۱۲ GMT+۰

د سوریې حکومت او د کُردانو تر مشرۍ لاندې د «سوریې دیموکراتیک ځواکونه» (قسد) د ټولشموله اوربند او د دې ډلې د پوځي او اداري بنسټونو په پړاویز ډول د مرکزي حکومت په جوړښت کې د ادغام پر سر هوکړې ته رسېدلي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، قسد به له شمالي سنګرونو شاتګ کوي او د سوریې امنیتي ځواکونه به د حسکه او قامشلي ښارونو په مرکزونو کې ځای پر ځای شي. همدارنګه به د قسد له ځینو لواوو څخه د دولت تر چتر لاندې پوځي واحدونه جوړ شي.

قسد ویلي چې دواړه لوري د کُردانو د مدني او تعلیمي حقونو، د بې‌ځایه شویو د ستنېدو او د ځانګرې ادارې د بنسټونو د دولتي جوړښتونو سره د یوځای کېدو پر سر هم سلا شوي دي.

د سوریې د حکومت یو چارواکي ویلي چې دا هوکړه د دلو په ۹مه وروستۍ شوې او عملي کېدل یې سمدستي پیل شوي دي.

د بریتانیا ځانګړی استازی: د طالبانو قوانین د افغانانو له بنسټیزو حقونو سره په ټکر کې دي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۵۲ GMT+۰

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي ویلي، چې یو عادلانه او سوله‌ییز افغانستان یوازې هغه وخت رامنځته کېدای شي چې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وشي.

نوموړي ټینګار کړی چې د طالبانو له‌خوا د محکمو د کړنلارو وروستي اقدامات دا ښيي چې دا ډله د عدالت او بشري حقونو پر خلاف قوانین پلي کوي.

د بریتانیا ځانګړي استازي په وینا، یاد قوانین په ښکاره ډول د ښځو، قومي او مذهبي لږکیو، او همدارنګه د هغو کسانو پر وړاندې تبعیضي بڼه لري چې د طالبانو له‌خوا پر خلکو تپل شویو ټولنیزو اصولو سره سمون نه خوري.

هغه زیاته کړه چې دا ډول کړنې نه یوازې د نړیوالو بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې دي، بلکې د افغانستان د تلپاتې سولې او ثبات پر وړاندې هم جدي خنډونه رامنځته کوي.

د ټرمپ په غوښتنه روسیه تر یکشنبې پر اوکراین بریدونه ځنډوي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۵۷ GMT+۰

کرملین ماڼۍ ویلي، چې روسیه به د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ په غوښتنه تر یکشنبې، د فبرورۍ تر لومړۍ نېټې، پر اوکراین خپل بریدونه ودروي.

د کرملین ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف ویلي، چې ټرمپ په مستقیم ډول له ولادیمیر پوتین څخه غوښتي، څو د سولې د خبرو لپاره «مساعد شرایط» برابر شي او پوتین له دې غوښتنې سره موافقه کړې ده.

پسکوف ټینګار کړی، چې دا غوښتنه شخصاً د ټرمپ له‌خوا شوې او د روسیې ولسمشر منلې ده. د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، پوتین د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره د لیدنې چمتووالی ښودلی، خو ویلي یې دي چې دا لیدنه باید په مسکو کې ترسره شي.

په همدې وخت کې، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي ویلي، هېواد به یې د سولې د ترلاسه کولو لپاره هېڅ فرصت له لاسه ور نه کړي. نوموړي په ایکس خواله رسنۍ کې په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي: «موږ له خپلو شریکانو، په ځانګړي ډول له امریکا سره، د داسې اغېزمنو چوکاټونو او اړینو پایلو په اړه خبرې کوو.»

زیلینسکي هیله څرګنده کړې، چې اروپا او امریکا به وکولای شي د اوکراین د سولې په بهیر کې اغېزمن رول ولوبوي.

اسراییل به د یکشنبې په ورځ د غزې او مصر ترمنځ سرحدي دروازه بېرته پرانیزي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۲۲ GMT+۰

اسراییل د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د اوږدې مودې تړل کېدو وروسته به د یکشنبې په ورځ د غزې او مصر ترمنځ د پلي تګ راتګ سرحدي دروازه بېرته پرانیزي، چې دا د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې د اوربند د پلان لپاره یو مهم پرمختګ بلل کېږي.

کوګاټ چې غزې ته د مرستو د همغږۍ لپاره د اسراییل پوځي اداره ده وویل چې د یکشنبې له ورځې به د رفح له سرحدي لارې یوازې د خلکو «محدود تګ راتګ» په دواړو لوریو کې ترسره شي. رفح د غزې له تړانګې څخه د نړۍ پر لور اصلي دروازه ده.

دا اعلان د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنېاهو او علي شعث له څرګندونو وروسته وشو؛ علي شعث تازه د هغې فلسطینۍ اداري کمېټې مشرۍ ته ټاکل شوی چې د غزې د ورځنیو چارو اداره کوي. دواړو ویلي وو چې تمه ده دا پوله ژر پرانیستل شي.

کوګاټ وویل چې هم اسراییل او هم مصر به د رفح له لارې د وتونکو او داخلېدونکو کسانو پلټنه او ارزونه کوي او دا بهیر به د اروپایي ټولنې د سرحدي ساتونکو تر څار لاندې وي. د پولې پر سر د پلټنو تر څنګ، هغه فلسطینیان چې وځي یا بېرته راګرځي، د اسراییل له خوا په نږدې دهلېز کې هم تلاشي کېږي، هغه سیمه چې لا هم د اسراییل د پوځ تر کنټرول لاندې ده.

دا پوله له هغه راهیسې نږدې په بشپړ ډول تړلې وه چې اسراییل د ۲۰۲۴ کال په مې میاشت کې ونیوله او ویې ویل چې دا اقدام د حماس له‌خوا د وسلو د قاچاق د مخنیوي لپاره د یوې ستراتیژۍ برخه ده. دا دروازه یوازې د ۲۰۲۵ کال په پیل کې د لنډ مهاله اوربند پر مهال د ناروغانو د اېستلو لپاره د لنډ وخت لپاره پرانیستل شوې وه. اسراییل د پولې له بیا پرانیستلو سره مخالفت کاوه، خو د دوشنبې په ورځ په غزه کې د وروستي یرغمل شوي کس د پاتې شونو موندل کېدو وروسته، د دې کار لپاره لاره هواره شوه. یوه ورځ وروسته، نتنېاهو وویل چې دا پوله به ژر په محدود او کنټرول شوي ډول پرانیستل شي.

د تاجکستان او افغانستان پر پوله وسله واله نښته شوې ده

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۳۵ GMT+۰

د تاجکستان سرحدي ساتونکو د افغانستان په پوله کې د وسله والو کسانو له یوې ډلې سره نښته کړې ده. د تاجکستان خبري اژانس«خاور»راپور ورکړ، چې دغه کسان قاچاق وړونکي وو او په نښته کې درې تنه وژل شوی و. د راپور له مخې، دغه کسان په غیرقانوني ډول د افغانستان له پولې تاجکستان ته ننوتلي وو.

خاور خبري اژانس راپور ورکړې، چې د پنجشنبې په ورځ، د سلواغې ۱۰مه ، د ځايي وخت شاوخوا ۷:۳۰ بجې د تاجکستان سرحدي ځواکونو د شمس الدین شکین په سیمه کې له پنځو افغان قاچاق وړونکو سره نښته وکړه، چې په غیرقانوني ډول له افغانستان څخه تاجکستان ته ننوتي وو.

ویل کیږي، چې د نښتې په جریان کې درې افغان قاچاق وړونکي ووژل شول او دوه نور افغانستان ته وتښتېدل.

د تاجکستان د ملي امنیت کمیټې اعلان وکړ، چې له قاچاق وړونکو څخه وسلې او څلور کڅوړې چې د چرسو او تاریاکو نیول شوي دي.

د تاجکستان چارواکو وویل، چې دوی «د پولې امنیت ډاډمن کولو لپاره ټول اړین اقدامات کوي او د پولې سرغړونکو او قاچاق وړونکو سره په بې رحمانه توګه مبارزه کوي.»

ویل کیږي چې د تاجکستان په پوله کې وضعیت اوس مهال تر کنټرول لاندې دی او د نښتې په اړه نورې پلټنې روانې دي.