ګوترېش په سویلي سوډان کې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړه

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د سوېلي سوډان په بېلابېلو سیمو او په ځانګړي ډول په جونګلې ایالت کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو له امله اندېښنه څرګنده کړه. د نوموړي په وینا؛ وروستۍ نښتې د ګڼو کسانو د وژل کېدو، ټپي کېدو او بې‌ځایه کېدو لامل شوې دي.