حسن روحاني «د یوې لویې اصلاح» غوښتونکی شو

د ایران پخواني ولسمشر حسن روحاني په یولسم او دولسم دولتونو کې له خپلو یو شمېر مرستیالانو او وزیرانو سره په کتنه کې ویلي: «خلک باید دا احساس کړي چې د هغوی پیغامونه موږ ته رارسېدلي دي».

هغه زیاته کړه: «موخه باید د خلکو رضایت وي. باید په یوې لویې اصلاح سره خلکو ته ځواب ورکړو. په یووالي سره کولی شو د پردیو پر وړاندې ودرېږو».