• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ګوګل یو پخوانی انجنیر د چین لپاره د تخنیکي رازونو د غلا په تړاو مجرم وپېژندل شو

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۳۷ GMT+۰تازه شوی: ۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۱:۴۴ GMT+۰

د امریکا د سانفرانسېسکو ښار یوې محکمې د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۹مه) لېن‌وې ډینګ چې د چین تابعیت لري او د ګوګل پخوانی انجنیر وو، د دې شرکت د مصنوعي ځیرکتیا (AI) اړوند د سوداګریزو او تخنیکي رازونو د غلا په تور مجرم وباله.

نوموړي دا محرم معلومات له دوو چینایي شرکتونو سره شریک کړي وو، هغه شرکتونه چې ورسره یې په پټه همکاري کوله. لېن‌وې ډینګ له ۱۱ ورځنۍ محاکمې وروسته، د «اقتصادي جاسوسۍ» په اوو تورونو او همدارنګه د «سوداګریزو رازونو د غلا» په اوو نورو تورونو کې ګناهکار وپېژندل شو. پر نوموړي تور دی، چې زرګونه مخه محرم او حساس معلومات یې له ګوګل څخه غلا کړي دي.

د امریکا د قوانینو له‌مخې، د اقتصادي جاسوسۍ هر تور تر ۱۵ کلونو د بند سزا او تر ۵میلیونه ډالرو جریمه لري او د سوداګریزو رازونو د غلا هر تور تر ۱۰ کلونو بند او ۲۵۰ زره ډالرو جریمې سبب کېدای شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، د امریکا د عدلیې وزارت څارنوالانو ویلي، چې ډینګ د ګوګل د مصنوعي ځیرکتیا د لویو ماډلونو د روزنې لپاره کارېدونکو سافټوېرونو اړوند مهم معلومات غلا کړي دي.

په دغو غلا شویو معلوماتو کې، د ځینو پرمختللو چپونو هغه وسایل هم شامل دي چې ګوګل ته یې دا توان ورکاوه، چې د کلاوډ ټکنالوژۍ له سترو شرکتونو لکه امازون او مایکروسافټ سره سیالي وکړي او پر «انویدیا» شرکت د چپونو خپل تړاو راکم کړي.

د قضايي چارواکو په وینا، لېن‌وې ډینګ د ۲۰۱۹ کال د مې په میاشت کې له ګوګل شرکت سره یو ځای شو، خو وروسته له هغه چې په چین کې د یوې نوې ټکنالوژۍ کمپنۍ له‌خوا ورته د کار وړاندیز وشو، نوموړي د ګوګل د تخنیکي رازونو غلا پیل کړه.

ټاکل شوې، چې محکمه د سلواغې په ۱۴مه د هغه د بند او نغدي جریمې وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.

ترویج لرونکی

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی
۱

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۲

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۳

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل

۴
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۵

اروپایي ټولنه :د افغانستان د راتلونکې لپاره د ځوانانو ملاتړ کوو

•
•
•

نور کیسې

مکرون: فرانسه لومړنی اروپایي هېواد دی چې پر له ۱۵ کلنو کم عمره ماشومانو خواله رسنۍ بندوي

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۴۷ GMT+۰
100%

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون اعلان وکړ، چې د دې هېواد له ۱۵ کلونو څخه کم‌عمره ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته به نور د خواله رسنیو کارولو اجازه نه‌وي. هغه دا بندیز یو بنسټیز ګام یاد کړ، چې موخه یې د ماشومانو او ځوانانو ساتنه ده.

د هغه په وینا، دا پرېکړه نه یوازې د ساینسپوهانو له ټینګار سره برابره ده، بلکې د فرانسې د اکثریت خلکو غوښتنه هم منعکس کوي.

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د دوشنبې ورځې ناوخته (د سلواغې ۶مه) په خپله اېکس پاڼه وویل، له حکومت سره له رغنده همکاریو وروسته، د دغه هېواد پارلمان له دې طرحې سره موافقه کړې او دا یې «یو ستر پرمختګ» بللی دی.

هغه زیاته کړه، اوس د فرانسې د سنا وار دی، څو دې بهیر ته دوام ورکړي او د قانون جوړونې د پړاوونو په بشپړېدو سره د دې پرېکړې عملي کېدل ممکن کړي. مکرون ټینګار وکړ، چې هغه له حکومته غوښتي، څو د چټک قانون جوړونې بهیر فعال کړي، څو دا بندیز د راتلونکي ښوونیز کال له پیل سره سم عملي شي.

هغه د دې پرېکړې د اړتیا په اړه وویل: «زموږ د ماشومانو مغزونه د پلور توکي نه‌دي، نه د امریکايي پلټفارمونو لپاره او نه هم د چینایي شبکو لپاره. د هغوی هیلې او خوبونه باید د الګوریتمونو له خوا مغشوش نه‌شي».

د فرانسې ولسمشر همدارنګه خبرداری ورکړ، چې دا هېواد د اندېښمن او وارخطا نسل غوښتونکی نه‌دی، بلکې داسې نسل غواړي چې پر فرانسه، پر جمهوریت او د دوی پر ارزښتونو باور ولري.

مکرون یادونه وکړه، چې فرانسه له ۲۰۱۸ کال راهیسې د ډیجیټلي پلټفارمونو د تنظیم او څارنې په برخه کې مخکښه پاتې شوې او اوس هم د دې پرېکړې له لارې لومړنی اروپایي هېواد ګرځي، چې په جدي ډول د ماشومانو لپاره د ټولنیزو شبکو د بندولو پر لور ګام اخلي.

هغه په پای کې وویل: «د سپټمبر له لومړۍ نېټې څخه به زموږ ماشومان او تنکي ځوانان بالاخره خوندي شي. زه به په خپله د دې پرېکړې د پلي کېدو څارنه کوم».

یوې څېړنې ښودلې چې ښځې د نارینه‌وو په پرتله د مصنوعي ځیرکتیا په اړه ډېر شک او اندېښنه لري

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۰۰ GMT+۰
100%

د امریکا د کالیفورنیا ټکنالوژۍ انستیتوت او د نارت‌ایسټرن پوهنتون څېړونکو موندلې چې ښځې د نارینه‌وو په پرتله د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په اړه له ډېر شک کار اخلي. د دې څېړنې موندنې ښيي چې ښځې مصنوعي ځیرکتیا تر ډېره د خطرناکې ټکنالوژۍ په توګه ګڼي.

په امریکا کې څېړونکو د شاوخوا درې زره کسانو معلومات ارزولي دي. د دې ارزونې پایلې ښيي چې ښځې د نارینه‌وو په پرتله ۱۱ سلنه زیات باور لري چې د مصنوعي ځیرکتیا خطرونه د هغې له ګټو ډېر دي.

بېټریس ماګیسترو، چې په امریکا کې د نارت‌ایسټرن پوهنتون استاده ده، وایي: «په پخوانۍ څېړنه کې مو وموندله چې ښځې په دوامداره ډول د نارینه‌وو په پرتله د مصنوعي ځیرکتیا په اړه بدبیني لري.» د دې څېړنې موندنې، د امریکا د ملي علومو اکاډمۍ په مجله کې خپرې شوې دي.

هغې د ښځو د دې بدبینۍ له لاملونو څخه د خطر څخه د ډډه کولو ځانګړنه یادونه کړې ده.

د ماګیسترو په وینا، ښځې هم د مصنوعي ځیرکتیا له خطرونو سره زیاتې مخامخ کېږي او هم په ټوله کې د نارینه‌وو په پرتله ډېرې له خطره ډډه کوونکې دي.

د څېړونکو په وینا، د دې څېړنې موندنې ښيي چې د مصنوعي ځیرکتیا اړوند سیاست‌جوړونه کې باید د ښځو ځانګړو اندېښنو ته پاملرنه وشي.

هغوی خبرداری ورکړی چې مصنوعي ځیرکتیا کولی شي جنسیتي نابرابرۍ لا زیاتې کړي او یا هم د دې ټکنالوژۍ پر وړاندې منفي سیاسي غبرګونونه راوپاروي.

ایلن ماسک: د ۲۰۲۶ کال تر پایه به مصنوعي ځیرکتیا له انسانانو هوښیاره شي

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۳۶ GMT+۰
100%

د نړۍ تر ټولو شتمن کس او د ټېسلا او سپېس‌اېکس اجرایيوي مشر ایلن ماسک د مصنوعي ځیرکتیا (AI) د راتلونکې په اړه یوه حیرانوونکې او تر ډېره بې‌سارې وړاندوینه کړې ده. هغه د ډاووس په اقتصادي فورم کې ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال تر پایه به مصنوعي ځیرکتیا له انسانانو هم ډېره هوښیاره شي.

نوموړي د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د چټکو پرمختګونو یادونه وکړه او ویې ویل، که څه هم د اوږدمهاله راتلونکې په اړه بشپړ ډاډ نشته، خو اوسنی بهیر ښيي چې دا ټېکنالوژي به ډېر ژر د انسان د ځیرکتیا له کچې واوړي.

ماسک ادعا وکړه، چې د راتلونکو پنځو کلونو په ترڅ کې به مصنوعي ځیرکتیا د ټولو انسانانو د ګډې ذهني وړتیا څخه هم مخکې شي او دا بهیر به ښايي تر ۲۰۳۰ یا ۲۰۳۱ کال پورې بشپړ شي. هغه وویل: «زه نه پوهېږم لس کاله وروسته به څه پېښېږي، خو د اوسني پرمختګ له مخې، امکان لري چې د روان کال تر پایه مصنوعي ځیرکتیا له هر انسانه هوښیاره شي.»

روبوټونه او د راتلونکی اقتصاد

ایلن ماسک وویل، چې مصنوعي ځیرکتیا او روبوټیکس به په اقتصاد کې بې‌ساری پراخوالی رامنځته کړي او انسان‌ډوله روبوټونه به ډېر ژر د خلکو د ورځني ژوند برخه وګرځي. د هغه په وینا، که هر څه د پلان له مخې روان وو، نو ښايي د راتلونکي کال تر پایه عادي خلکو ته د انسان‌ډوله روبوټونو پلور پیل شي.

ماسک دا هم وویل، چې په راتلونکي کې به داسې وخت راشي چې په نړۍ کې به د انسانانو په پرتله روبوټونه ډېر وي. د نوموړي په باور، روبوټونه به د انساني کار اړتیا کمه کړي او د دوی کارول به د نړۍ د هر وګړي لپاره نه‌مخنیوی کېدونکی واقعیت شي.

هغه ټینګار وکړ، چې د ټېسلا، سپېس‌اېکس او سټارلینک بنسټیز ماموریت د انسانیت د راتلونکي ښه کول دي.

طالبان: په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې ۲۴ میلیونه سیمکارټونه ثبت شوي

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۰۶ GMT+۰
100%

د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزی وایي، چې ددې ډلې له بیا واکمنېدو راهیسې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۲۴میلیونه سیمکارټونه ثبت شوي دي.

هغه ویلي، په ټولیز ډول په ټول هېواد کې شاوخوا ۲۶میلیونه فعال سیمکارټونه شتون لري.

طالب ویاند زیاته کړې، چې اوس مهال ۹۰ سلنې زیات سیمکارټونه قانوني دي.

هغه د طالبانو په ولکه کې د افغانستان ملي ټلویزیون ته وویل، چې د سیمکارټونو ثبت لا هم روان دی او د مخابراتو وزارت او اترا له لوري ورکړل شوي طرزالعملونه په دې برخه کې عملي کېږي.

د طالبانو د مخابراتو وزارت ویاند ټینګار وکړ، چې ټولې مخابراتي کمپنۍ مکلفې دي سیمکارټونه د افرادو د برېښنايي تذکرې پر اساس ثبت کړي.

د امانوېل مکرون د لمریزو عینکو جوړونکي شرکت د ونډو بیه ۴مېلیون ډالرو ته لوړه شوه

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۳۳ GMT+۰
100%

فوربس مجلې راپور ورکړی، وروسته له هغه چې د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د پنجشنبې په ورځ د داووس په سرمشریزه کې د وینا پرمهال لمریزې عینکې په سترګو کړې د دغه عینکو جوړونکي ايټالوي شرکت (ای وېژن ټېک) ونډه شاوخوا ۴.۱ مېلیون ډالرو ته لوړه شوې.

هغه عینکې چې د فرانسې ولسمشر په سترګو کړې وې او ډېر پام یې ځانته راواړاوه، په بازار کې شاوخوا ۷۷۵ ډالره پلورل کېږي. دغه عینکې د فرانسوي زاړه شرکت هنري جولېن تولید دی، چې په ۲۰۲۳کال کې اېټالوي شرکت ای ويژن ټېک واخیست.

د همدې اېټالوي شرکت مشر استېفانو فولکیر ګارډين ورځپاڼې ته ویلي، مکرون له ۲۰۲۴کال راهيسي دغه عینکې لري؛ کله چې هغه دغه عینکې د جي۲۰ په سرمشریزه کې د ډيپلوماتیک ډالۍ په توګه ترلاسه کړې او د ځان لپاره یې هم یوه جوړه واخیستې.

امانوېل مکرون دغه عینکې د دې لپاره په سترګو کړې، چې د خپلې سترګې ټپ پټ کړي. د فرانسې ولسمشر د پنجشنبې په ورځ د داووس په سرمشریزه کې د پاسیفیک اېس ۱ ډبل ګولډ عینکو په کارونې سره د خواله رسنیو کاروونکو پام ځانته راواړاوه.