د ټرمپ په غوښتنه روسیه تر یکشنبې پر اوکراین بریدونه ځنډوي

کرملین ماڼۍ ویلي، چې روسیه به د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ په غوښتنه تر یکشنبې، د فبرورۍ تر لومړۍ نېټې، پر اوکراین خپل بریدونه ودروي.

کرملین ماڼۍ ویلي، چې روسیه به د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ په غوښتنه تر یکشنبې، د فبرورۍ تر لومړۍ نېټې، پر اوکراین خپل بریدونه ودروي.
د کرملین ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف ویلي، چې ټرمپ په مستقیم ډول له ولادیمیر پوتین څخه غوښتي، څو د سولې د خبرو لپاره «مساعد شرایط» برابر شي او پوتین له دې غوښتنې سره موافقه کړې ده.
پسکوف ټینګار کړی، چې دا غوښتنه شخصاً د ټرمپ لهخوا شوې او د روسیې ولسمشر منلې ده. د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، پوتین د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره د لیدنې چمتووالی ښودلی، خو ویلي یې دي چې دا لیدنه باید په مسکو کې ترسره شي.
په همدې وخت کې، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي ویلي، هېواد به یې د سولې د ترلاسه کولو لپاره هېڅ فرصت له لاسه ور نه کړي. نوموړي په ایکس خواله رسنۍ کې په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي: «موږ له خپلو شریکانو، په ځانګړي ډول له امریکا سره، د داسې اغېزمنو چوکاټونو او اړینو پایلو په اړه خبرې کوو.»
زیلینسکي هیله څرګنده کړې، چې اروپا او امریکا به وکولای شي د اوکراین د سولې په بهیر کې اغېزمن رول ولوبوي.

اسراییل د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د اوږدې مودې تړل کېدو وروسته به د یکشنبې په ورځ د غزې او مصر ترمنځ د پلي تګ راتګ سرحدي دروازه بېرته پرانیزي، چې دا د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې د اوربند د پلان لپاره یو مهم پرمختګ بلل کېږي.
کوګاټ چې غزې ته د مرستو د همغږۍ لپاره د اسراییل پوځي اداره ده وویل چې د یکشنبې له ورځې به د رفح له سرحدي لارې یوازې د خلکو «محدود تګ راتګ» په دواړو لوریو کې ترسره شي. رفح د غزې له تړانګې څخه د نړۍ پر لور اصلي دروازه ده.
دا اعلان د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنېاهو او علي شعث له څرګندونو وروسته وشو؛ علي شعث تازه د هغې فلسطینۍ اداري کمېټې مشرۍ ته ټاکل شوی چې د غزې د ورځنیو چارو اداره کوي. دواړو ویلي وو چې تمه ده دا پوله ژر پرانیستل شي.
کوګاټ وویل چې هم اسراییل او هم مصر به د رفح له لارې د وتونکو او داخلېدونکو کسانو پلټنه او ارزونه کوي او دا بهیر به د اروپایي ټولنې د سرحدي ساتونکو تر څار لاندې وي. د پولې پر سر د پلټنو تر څنګ، هغه فلسطینیان چې وځي یا بېرته راګرځي، د اسراییل له خوا په نږدې دهلېز کې هم تلاشي کېږي، هغه سیمه چې لا هم د اسراییل د پوځ تر کنټرول لاندې ده.
دا پوله له هغه راهیسې نږدې په بشپړ ډول تړلې وه چې اسراییل د ۲۰۲۴ کال په مې میاشت کې ونیوله او ویې ویل چې دا اقدام د حماس لهخوا د وسلو د قاچاق د مخنیوي لپاره د یوې ستراتیژۍ برخه ده. دا دروازه یوازې د ۲۰۲۵ کال په پیل کې د لنډ مهاله اوربند پر مهال د ناروغانو د اېستلو لپاره د لنډ وخت لپاره پرانیستل شوې وه. اسراییل د پولې له بیا پرانیستلو سره مخالفت کاوه، خو د دوشنبې په ورځ په غزه کې د وروستي یرغمل شوي کس د پاتې شونو موندل کېدو وروسته، د دې کار لپاره لاره هواره شوه. یوه ورځ وروسته، نتنېاهو وویل چې دا پوله به ژر په محدود او کنټرول شوي ډول پرانیستل شي.
د پاکستان دفاع وزير خواجه اصف اعلان وکړ چې د بنګلهدېش او پاکستان ترمنځ تجارتي او هوایي اړیکې یو مهم پړاو ته رسېدلي. هغه وويل چې د بنګلهدېش ایرلاین الوتکه د جنورۍ پر ۲۹مه ماښام شاوخوا ۱۱بجې کراچۍ کې په برياليتوب سره کښته شوې. د دغه هوایي شرکت وروستۍ الوتنه په ۲۰۱۲ کال کې وه.
خواجه اصف زياته کړې چې اوس دې ایرلاین ته اجازه ورکړل شوې چې په اوونۍ کې درې الوتنې ترسره کړي.
په لومړنۍ الوتکه کې ۱۴۰ مساپر سپاره و او تمه ده چې په راتلونکې کې به د کارګو حجم څو برابره زيات شي.
د خواجه اصف په وينا، بنګلهدېش په ۲۰۱۲کال کې خپل وروستی پرواز ترسره کړی و، په داسې حال کې چې د پاکستان (پيایاې)خپله وروستۍ الوتنه ۲۰۱۸کال کې کړې وه.
د خواجه اصف په وینا د الوتنو له بیا پیل سره به د دواړو هېوادونو اقتصادي او تجارتي اړيکې لا غښتلې شي.
د تاجکستان سرحدي ساتونکو د افغانستان په پوله کې د وسله والو کسانو له یوې ډلې سره نښته کړې ده. د تاجکستان خبري اژانس«خاور»راپور ورکړ، چې دغه کسان قاچاق وړونکي وو او په نښته کې درې تنه وژل شوی و. د راپور له مخې، دغه کسان په غیرقانوني ډول د افغانستان له پولې تاجکستان ته ننوتلي وو.
خاور خبري اژانس راپور ورکړې، چې د پنجشنبې په ورځ، د سلواغې ۱۰مه ، د ځايي وخت شاوخوا ۷:۳۰ بجې د تاجکستان سرحدي ځواکونو د شمس الدین شکین په سیمه کې له پنځو افغان قاچاق وړونکو سره نښته وکړه، چې په غیرقانوني ډول له افغانستان څخه تاجکستان ته ننوتي وو.
ویل کیږي، چې د نښتې په جریان کې درې افغان قاچاق وړونکي ووژل شول او دوه نور افغانستان ته وتښتېدل.
د تاجکستان د ملي امنیت کمیټې اعلان وکړ، چې له قاچاق وړونکو څخه وسلې او څلور کڅوړې چې د چرسو او تاریاکو نیول شوي دي.
د تاجکستان چارواکو وویل، چې دوی «د پولې امنیت ډاډمن کولو لپاره ټول اړین اقدامات کوي او د پولې سرغړونکو او قاچاق وړونکو سره په بې رحمانه توګه مبارزه کوي.»
ویل کیږي چې د تاجکستان په پوله کې وضعیت اوس مهال تر کنټرول لاندې دی او د نښتې په اړه نورې پلټنې روانې دي.
د منځني ختیځ د ترینګلتیاوو له زیاتېدو سره، د سعودي عربستان د دفاع وزیر خالد بن سلمان، واشنګټن د رسمي سفر په ترڅ کې د امریکا د جګړې وزیر، د بهرنیو چارو وزیر او د کانګرس له یو شمېر غړو سره ولیدل.
د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس اعلان کړې چې په دغو لیدنو کې د ریاض–واشنګټن دوهاړخیزو اړیکو او د ګډو همکاریو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وشوې.
د سعودي د دفاع وزیر د پنجشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د جګړې وزیر پیت هېګسټ او د امریکا ځانګړي استازي سټیو وېټکاف، سره ولیدل.
خالد بن سلمان پر اېکسپاڼه لیکلي چې په دغو غونډو کې «د دواړو هېوادونو ستراتیژیکې اړیکې وڅېړل شوې او د همکاریو د پراختیا لیدلوري، همدارنګه د سیمهییز او نړیوالې سولې او ثبات د پیاوړتیا لپاره ګډې هڅې تر بحث لاندې ونیول شوې.»
په دغو لیدنو کې د امریکا لپاره د سعودي عربستان سفیرې ریما بنت بندراو د سعودي د وسلهوالو ځواکونو د لوی درستیز رییس فهد بن حامد الروېلي هم ګډون درلود.
خالد بن سلمان همدارنګه د امریکا له جمهوريپال سناتور لېنډسي ګراهام سره وکتل. هغه له دې لیدنې وروسته پر اېکسپاڼه ولیکل: «په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پخوانۍ دوستي او همکاري وڅېړل شوه او د سیمهییزو او نړیوالو بدلونونو او نورو ګډو مهمو موضوعاتو په اړه د نظرونو تبادله وشوه.»
دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د امریکا متحده ایالاتو او اسراییل ترمنځ له یوې خوا او د ایران له اسلامي جمهوریت سره له بلې خوا، ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي. سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې امریکا د ایران پر ضد د برید انتخابونه ارزوي.
د ځینو راپورونو له مخې، سعودي عربستان، ترکیه او قطر هڅه کوي چې پر ایران د امریکا او اسراییل له احتمالي پوځي برید څخه مخنیوی وکړي.
ایراني چارواکو خبرداری ورکړی چې پر ایران هر ډول امریکایي برید به سیمه له سخت بحران سره مخ کړي. ایران مخکې ویلي وو چې که پرې برید وشي، نو په سیمه کې به د امریکا پوځي اډې په نښه کړي.
د امریکا متحده ایالات په عراق، سعودي عربستان، قطر او د منځني ختیځ په یو شمېر نورو هېوادونو کې پوځي اډې لري.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت او په کینبرا کې د افغانستان سفارت په یوه ګډه اعلامیه کې اعلان وکړ، چې سفارت به د ۲۰۲۶ کال د جون له ۳۰مې څخه وځنډول شي. د اسټرالیا حکومت ټینګار وکړ، چې د طالبانو لخوا ټاکل شوی ډیپلومات، کونسل یا د دغه ډلې د بل استازی د منلو هیڅ اراده نه لري.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت نن جمعه، سلواغې پر ۱۰مه یوه اعلامیه کې وویل چې دا پریکړه د "د سفارت له کنټرول څخه بهر محدودیتونو" او د اوسني وضعیت د دوام ناممکنیت له امله د دوه اړخیزې مشورې وروسته شوې ده.
وزارت ټینګار وکړ، چې طالبان د افغانانو د مشروع استازو په توګه نه پېژني.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې کینبرا او د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت د افغانستان له خلکو سره ولاړ دي.
په ګډه اعلامیه کې ویل شوي، چې اسټرالیا او د افغانستان سفارت د طالبانو لخوا د بشري حقونو "سیسټماتیک او دوامداره سرغړونې" په ځانګړي ډول د افغان ښځو او نجونو په وړاندې په کلکه غندي.
اسټرالیا د افغان خلکو د بشري حقونو او انساني وقار لپاره خپله ژمنه هم تکرار کړه.
په ګډه اعلامیه کې ویل شوي: «که څه هم دا پایله مطلوبه نه وه، خو د افغانستان د وضعیت په اړه د سفارت او د اسټرالیا حکومت د اصولي دریځ له ګواښ سره مخامخ کولو پرته د منظم او باعزته لېږد لپاره یو تفاهم ته رسیدلی دی.»
په اسټرالیا کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې د طالبانو د واک ته رسیدو راهیسې په دې هیواد کې میشتو افغانانو ته خدماتو وړاندې کولو ته دوام ورکړی دی.
د اسټرالیا حکومت په کینبرا کې د افغانستان سفیر وحید ویسي او د دې ماموریت چارواکو څخه مننه کړې ده.
د افغانستان سفارت د اسټرالیا له حکومت څخه هم مننه کړې چې د "بشري حقونو د جدي سرغړونو او د نړیوالو قوانینو د نه مراعاتولو" لپاره یې د طالبانو د مسوول کولو لپاره فشار راوړی او د افغانانو لپاره یې د اصولي ملاتړ او اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو لپاره یې مننه کړې ده.