• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زېلېنسکي: د امریکا او ایران ترمنځ ترینګلتیاوې به له روسیې سره د مذاکراتو وخت بدل کړي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۰۵ GMT+۰

په داسې حال کې چې د تهران او واشنګټن ترمنځ ترینګلتیا په چټکۍ سره د زیاتېدو په حال کې ده، د اوکراین ولسمشر ولاودیمیر زېلېنسکي خبرداری ورکړ چې دا وضعیت کولی شي د کییف او مسکو ترمنځ د سولې د مذاکراتو بهیر له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.

کییف پوسټ ورځپاڼې د جمعې په ورځ د سلواغې پر ۱۰مه په یوه راپور کې د زېلېنسکي له قوله ولیکل: «زموږ د ارزونو له‌مخې، د امریکا او ایران ترمنځ د وضعیت په تړاو ځینې پېښې د رامنځته کېدو په حال کې دي او دا موضوع کولی شي د مذاکراتو پر مهالوېش اغېز وکړي».
دا په داسې حال کې ده، چې د اوکرایني او روسي پلاویو ترمنځ ناسته د سلواغې د ۱۲مې لپاره په ابوظبي کې پلان شوې ده.
د اوکراین اندېښنه په داسې حال کې مطرح کېږي، چې د مارکو روبیو په ګډون امریکايي چارواکو خبرداری ورکړی، چې متحده ایالات باید د ایران پر وړاندې د مخنیوونکي اقدام لپاره چمتو وي.
د روسیې له لوري پر اوکراین د جګړې له پیل راهیسې، مسکو ته د تهران پراخې مرستې او روسیې ته د ځانمرګو بې‌پیلوټه الوتکو سپارل، کییف د نړۍوالې کچې په ډګر کې د ایران له جدي مخالفانو څخه ګرځولی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا کې د اوکراین استازي د سلواغې په لومړۍ نېټه د دې شورا په بېړنۍ ناسته کې چې په ایران کې د اعتراضونو د ځپلو په اړه جوړه شوې وه، له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې پر ایران ډیپلوماټیک فشارونه زیات کړي.
هغه د ایران د معترضینو وضعیت ته په اشارې سره ټینګار وکړ، چې اوکراین د ایران د خلکو تر څنګ ولاړ دی.

ترویج لرونکی

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی
۱

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۲

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۳

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل

۴
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۵

اروپایي ټولنه :د افغانستان د راتلونکې لپاره د ځوانانو ملاتړ کوو

•
•
•

نور کیسې

مولانا عبدالحمید: په ایران کې وژل شوي کسان بلواګر نه، بلکې معترضین وو

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۱۶ GMT+۰
100%

د ایران د زاهدان ښار د اهل‌سنت امام‌ مولانا عبدالحمید په دې هېواد کې پر روان وضعیت سختې نیوکې کړي. هغه وایي، د خلکو پراخه نارضایتي او د چارواکو له‌خوا د ولس غوښتنو ته نه پاملرنې، ایران جدي ناورین سره مخ کړی. دی زیاتوي، په ایران کې وژل شوي کسان بلواګر نه، بلکې معترضین وو.

مولانا عبدالحمید ټینګار کړی، چې د ایران د روان ناورین د حل تر ټولو غوره لاره د ولس غوښتنو ته غوږ نیول او د هغو منل دي. نوموړي زیاته کړې، چې اعتراض کوونکی ولس وژل شوی او په ایران کې یوه لویه فاجعه رامنځته شوې ده. هغه د دیني نصوصو په حواله وویل، د یو بې‌ګناه انسان د وینې ناحقه تویول د ټولو انسانانو د وژنې برابر ګناه ده.

دې دیني عالم خبرداری ورکړی،‌ په داسې حال کې چې ایران د جګړې له جدي ګواښ سره هم مخ دی، اړینه ده چې د خلکو غوښتنو ته غاړه کېښودل شي، ځکه د هغه په وینا، هېڅ حکومت د ولس له ملاتړ پرته نه‌شي کولای د بهرنیو ګواښونو پر وړاندې مقاومت وکړي.

مولانا عبدالحمید همدارنګه ټینګار کړی، چې حکومت هغه مهال مشروع او اغېزمن بلل کېدای شي چې د خلکو د هوساینې او امنیت لپاره کار وکړي. هغه وویل، کله چې خلک په بېوزلۍ او ناامنۍ کې ژوند کوي، واکمنان هم باید ارام ونه اوسي، بلکې باید د خلکو تر څنګ ودرېږي او د هېواد د ستونزو د حل لپاره ګډې هڅې وکړي.

مولانا عبدالحمید اسماعیل‌زهی د زاهدان د اهل‌سنت امام‌جمعه، د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت له پېژندل شویو سني علماوو او له اغېزناکو مذهبي څېرو څخه دی. د هغه د جمعې خطبې په وروستیو کلونو کې د سیاسي، ټولنیزو مسایلو او د خلکو د غوښتنو د مطرح کولو له امله په رسنیو کې پراخ انعکاس موندلی دی.

سعودي عربستان د سوریې حکومت او کُرد ځواکونو د اوربند او ادغام پر سر له هوکړې هرکلی وکړ

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۱۸ GMT+۰
100%

سعودي عربستان د سوریې حکومت او د کُردانو تر مشرۍ لاندې د «سوریې ډیموکراتیک ځواکونو» (قسد-SDF ) تر منځ د اوربند له هوکړې هرکلی کړی. سعودي همداراز د سوریې د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او یووالي د ساتنې په برخو کې له ټولو هڅو خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

د سوریې حکومت او د کُردانو تر مشرۍ لاندې د «سوریې ډیموکراتیک ځواکونه» (قسد- SDF) د ټولشموله اوربند او د دې ډلې د پوځي او اداري بنسټونو په پړاویز ډول د مرکزي حکومت په جوړښت کې د ادغام پر سر هوکړې ته رسېدلي دي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د سلواغې ۱۰مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره هیله څرګنده کړې، چې دغه هوکړه په سوریه کې د سولې او همداراز د ولس د هوساینې لامل شي.

د دغه وزارت د معلوماتو له‌مخې، دغه هوکړه د سعودي عربستان او امریکا په هڅو رامنځته شوې او همداراز ریاض د سوریې له حکومت او د سوریې له ډیموکراتیک ځواکونو هم مننه کړې، چې د دوی غوښتنو ته یې غاړه اېښې ده.

د سوریې حکومت او کُرد ځواکونو د اوربند او ادغام پر سر هوکړې ته رسېدلي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د سوریې د حکومتي چارواکو په وینا، دغه هوکړه پرون (پنجشنبه د سلواغې ۹مه) وروستۍ شوې او عملي کېدل یې هم سمدستي پیل شوي دي.

امریکا په ایران کې د اعتراضونو په تړاو ۶ ایراني نظامي چارواکي او یو پانګه‌وال تحریم کړل

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۳۷ GMT+۰
100%

د امریکا د خزانه‌دارۍ وزارت یو ځل بیا د ایران دولت پر ضد له اعتراض کوونکو ملاتړ څرګند کړ او ورسره جوخت یې د دغه هېواد د کورنیو چارو د وزیر سکندر مومني په ګډون ۶ ایراني نظامي چارواکي او یو پانګه‌وال تحریم کړل. دغه وزارت یاد کسان د زرګونه اعتراض کوونکو د وژنې مسوولین ګڼلي دي.

د امریکا د خزانه‌دارۍ وزارت د جمعې په ورځ (د سلواغې ۱۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ایران حکومت ته د «رژیم» په خطاب کولو سره په دغه هېواد کې د معترضینو ځپنه «وحشیانه» بللې او یاد چارواکي یې د زرګونه معترضینو د وژنې مسوولین ګڼلي دي.

په دغو تحریم شویو کسانو کې د ایران د کورنیو چار وزیر سکندر مومني، د سپاه پاسداران د اطلاعاتو سازمان مسوول مجید خادمي، په تهران کې د سپاه سیدالشهدا قومندان قربان محمد ولیزاده، په همدان کې د سپاه پاسداران قومندان حسین کمالي، په ګیلان کې د سپاه پاسداران قومندان حمید دمغاني، د کرامانشاه ولایت لپاره د لبنان د وسله‌والو ځواکونو قومندان مهدي حاجیان شامل دي.

د امریکا د خزانه‌دارۍ وزارت وايي، یاد کسان د زرګونه معترضینو د وژنې مسوولین دي او له اعتراض کوونکو سره یې تر ټولو ډېر بد چلند کړی او ان دا چې پر معترضینو یې د مخامخ ډزو امر هم کړی دی.

له دې سربېره یو ایران پانګه‌وال بابک مرتضی زنجاني هم تحریم شوی او د امریکا په وینا، یاد کس د ایران له نفتي موادو ترلاسه شوي میلیاردونه ډالره چې اصلا د ایران ولس حق کېږي، اختلاس کړي او همداراز هغه یې د سپاه پاسداران یو له مهمو مالي تمویلوونکو بللی دی.

د دغه وزارت د معلوماتو له‌مخې، بابک مرتضی زنجاني چې د میلمستونونو، ټرانسپورټ، ټېکنالوژۍ، مالي خدماتي چارو او همداراز د نفتي موادو پر صادراتو بوخت دی په ۲۰۱۶ کال کې په نفتي موادو کې د میلیاردونو ډالرو د اختلاس له امله په اعدام محکوم شو، خو په ۲۰۲۴ کال کې یې په حکم کې تخفیف راغی او د سپاه پاسداران یو له مهمو مالي تمویلوونکو دی.

100%
ایرانی پانګوال بابک مرتضی زنجاني

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د یادو کسانو ټولې هغه شتمنۍ چې په امریکا او یا هم د امریکایانو په واک کې دي کنګل شوي او هغه کسان او بنسټونه به چې ورسره په مستقیم او غېر مستقیم ډول اړیکې ولري له ورته چلند سره مخ شي.

د امریکا د خزانه‌دارۍ وزیر اسکاټ بنسټ ویلي: «د سوکاله ایران د جوړولو پر ځای، رژيم پرېکړه کړې چې د دغه هېواد نفتي عواید د اټومي او توغندیزو چارو پر پراخولو او په ټوله نړۍ کې د نیابتي ترهګرو ډلو پر ملاتړ ولګوي».

د یادونې وړ ده، چې دغه وزارت تېر کال هم د ایران په نفتي چارو کې ښکېل ۸۷۵ کسان تحریم کړي وو.

اسراییل او سویلي افریقا د یو بل ډیپلوماټان شړي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۳۴ GMT+۰
100%

سویلي افریقا د جمعې په ورځ د اسراییل د سفارت یوه لوړپوړي ډېپلوماټ ته امر وکړ چې په ۷۲ ساعتونو کې دې له هېواده ووځي. اسراییل هم په ورته اقدام کې د سویلي افریقا یوه لوړپوړي ډېپلوماټ ته وویل چې په ۷۲ ساعتونو کې له دې هېواده ووځي.

وروسته له هغې چې سویلي افریقا په غزه کې د اسراییل د نسل‌وژنې قضیه د نړیوالې محکمې عدالت ته وړاندې کړه، د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې شوې. اسراییل دا قضیه بې‌بنسټه بللې او رد کړې یې ده.

د سویلي افریقا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د اسراییل سفیر اریل سیدمن، ته یې د «ډېپلوماټیکو اصولو او کړنلارو د سرغړونې» له امله، چې پکې په ټولنیزو رسنیو کې د سویلي افریقا د ولسمشر سیریل راما فوسا سپکاوی هم شامل دی، د دې هېواد پرېښودو امر کړی دی.

د سویلي افریقا په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې سیدمن د اسراییل د لوړپوړو چارواکو د سفرونو په اړه د سویلي افریقا چارواکو ته په «خبر نه ورکولو» تورن دی.

د سویلي افریقا د بهرنیو چارو وزارت ویاند کریسپین فیري وویل: «موږ هیله لرو چې د اسراییل سفارت له موږ سره په درناوي تعامل وکړي او داسې څوک راولېږي چې په احترام چلند وکړي او ډېپلوماسي وساتي او تعقیب یې کړي. همدا هغه کار دی چې موږ یې د ترسره کولو نیت لرو.»

د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان وکړ چې د سویلي افریقا استازی به د اسراییل پر ضد په نړیوال ډګر کې د «دروغجنو بریدونو» او د اسراییل د سفیر پر وړاندې د «یو اړخیز او بې‌اساس اقدام» له امله وشړي.

د سویلي افریقا قانون‌جوړونکو په ۲۰۲۳ کال کې د غزې د جګړې له امله په پرتوریا کې د اسراییل د سفارت د تړلو او د ډېپلوماتیکو اړیکو د ځنډولو په ګټه رایه ورکړه، خو دا پرېکړه هېڅکله عملي نه شوه.

عباس عراقچي د ترکیې له ولسمشر سره د اړیکو‌ پر لا پیاوړتیا او سیمه‌ییزې ډېپلوماسۍ خبرې کړي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۱۶ GMT+۰
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ترکیې له لوړپوړو چارواکو سره د سلا مشورو لپاره انقرې ته تللی او د جمعې په ماښام یې د دغه هېواد له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره لیدلي دي. د خپرې شوې خبرپاڼې له‌مخې، دواړو لوریو د دوه‌اړخیزو اړیکو پر لا پیاوړتیا او سیمه‌ییزې ډیپلوماسۍ ټینګار کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه زیاتوي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د تهران او انقرې ترمنځ د اړیکو «ډېر ښه» بهیر د بېلابېلو برخو له پلوه وڅېړه او پر دې یې ټینګار وکړ، چې دواړه هېوادونه هوډ لري چې خپلې اړیکې په ټولو ډګرونو کې لا ټینګې او پراخې کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ترکیې د دولت او ولس له دریځونو مننه وکړه، په ځانګړي ډول یې د ولسمشر اردوغان هغه څرګندونې وستایلې چې د ایران د ملي حاکمیت ملاتړ او د بهرنیو لاسوهنو رد یې په‌کې کړی و. نوموړي همداراز د اسلامي او سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ د یووالي او همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ، څو د اسراییل پر وړاندې سره په ګډه ودرېږي.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، عراقچي د ایران وروستي بدلونونه تشریح کړل او ویې ویل چې تاوتریخوالي ته مایل او ترهګریز عناصر د سوله‌ییزو لاریونونو له فضا څخه ناوړه ګټه اخلي. هغه د سیمې له هېوادونو وغوښتل، چې د ایران د کورنیو مسایلو په اړه د لوېدیځو–عبري رسنیو له یو اړخیزو او ناسمو روایتونو څخه ځان خبر وساتي او په پوره هوښیارۍ ورسره چلند وکړي.

عراقچي د ایران د اټومي موضوع په اړه د ترکیې د مسوولانه دریځ ستاینه وکړه او څرګنده یې کړه، چې تهران تل له هغه خبرو اترو هرکلی کړی چې د متقابل درناوي پر بنسټ ولاړې وي او د ایران د ولس مشروع حقونه او اندېښنې په رسمیت پېژني.

د ایراني حکومت خبرپاڼه کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له قوله راغلي، چې هغه هم په دې لیدنه کې ډاډ څرګند کړ چې د ایران دولت او ولس به د ملي یووالي او ټینګښت په مټ پر شته ستونزو برلاسي شي. اردوغان د تاوتریخوالي د راکمولو او د ډیپلوماسۍ لارې ته د بېرته ستنېدو لپاره د انقرې هڅو ته په اشارې وویل، چې سیمه د ناامنۍ د لا زیاتېدو توان نه لري او د ایران د اټومي موضوع یوازینۍ حل‌لاره ډیپلوماسي ده. نوموړي همداراز اعلان وکړ، چې ترکیه په دې برخه کې د هر ډول نېکو هڅو او منځګړیتوب لپاره چمتو ده.