د اروپا کمېسیون: په ایران کې به د ازادۍ ځپل بېځوابه پاتې نهشي

د اروپا کمېسیون وایي، په ایران کې د ازادۍ ځپل به بېځوابه پاتې نهشي او دوی د اروپايي ټولنې د شورا د پرېکړې هرکلی کوي. د کمېسیون په خبره: «دې پرېکړه کې نوي محدودیتونه لکه د شتمنیو کنګل، اروپايي ټولنې ته پر سفر بندیز او لېست شويو کسانو ته د اقتصادي سرچینو د لېږد مخنیوی شامل دي».
