لاریجاني په سعودي، قطر او متحده عربي اماراتو کې د امریکا پر سفارتونو د برید ګواښ وکړ

د پزشکیان په حکومت کې یوې باخبرې سرچینې ویلي، د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي لاریجاني تېره اوونۍ د سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو په ګډون د سیمې د هېوادونو له چارواکو سره اړیکې نیولې دي.
د دغې سرچینې په وینا، لاریجاني ګواښ کړی چې د امریکا د برید په صورت کې به تهران هم په دغو هېوادونو کې د امریکا سفارتونه په نښه کړي.
اخوا، یوې لوېدیځې سرچینې بیا ویلي دي چې په واشنګټن او اورشلیم کې د پرېکړهکوونکو په غونډو کې پر ایران پوځي برید حتمي بلل کېږي او د اوس لپاره اصلي اختلاف یوازې د عملیاتو د پیل پر وخت پورې محدود دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ د سلواغې پر ۱۰مه یو ځل بیا اعلان وکړ: «د امریکا د سمندري ځواکونو یوه لویه بېړۍ د ایران په لور د حرکت په حال کې ده او دا کښتۍ تر هغو لویې دي چې ونزویلا ته استول شوې وې».
