منظور پشتین: ټول پښتانه دې د پاکستان پوځ د عملیاتو پرضد راپورته شي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په خپل یو تازه ویډيوي پېغام کې ویلي، چې د پاکستان پوځ غواړي د عملیاتو په نامه پښتانه وځپي او له خپلو سیمو یې وباسي. منظور پشتین د پښتونخوا له پښتنو غوښتي، چې په تیرا کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو د مخنوي لپاره یو موټی شي او پرضد یې راپورته شي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین د جمعې په ورځ د سلواغې پر ۱۰مه په یو ويډيوي پيغام کې ویلي، تېر ۲۰۲۵ کال کې د پاکستان پوځیانو د پښتنو په سیمو کې له ۳۰۰ ډېر بریدونو کړي چې یوازې ملکي کسان یې په نښه کړي دي.
هغه نیوکه وکړه، چې د پاکستان پوځ وايي، دوی د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات کوي خو بیا هم دوی ملکیان په نښه کوي.
منظور پشتین د پاکستان پوځ ځواکونو د پښتنو په سیمو کې د عملیاتو له لارې غواړي دغه سیمې ناامنه، د پښتنو وژل او د دوی د کانونو لوټول دي.
هغه بیا هم د پښتون قامي جرګې ته په اشارې سره وویل، که غوښتنې یې عملي شوې وای نو اوس به د پښتنو روانې ستونزې حل شوې وې.
پشتین د خپل غورځنګ د مشرانو نیول کېدل وغندل او وویل، چې د دوی د غورځنګ نیول شوي مشران د پاکستان پوځ په زندانونو کې له سختو بدني او روحي شګنجو سره مخامخ دي خو دوی به خپل سرونه ټیټ نه کړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ بېلابېل غړي په تېره یوه لسیزه کې وژل شوي دي.
منظور پشتین په وار، وار ادعا کړې، چې د دوی غړي د پاکستاني پوځ په دستور وژل کېږي او په محاکمو کې ان د دوی د وژل شویو غړو اړوند عریضې هم نه منل کېږي. د دغه غورځنګ لسګونه غړي د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې په ډول، ډول وژل شوي او یا هم تري تم کړای شوي دي.
