اروپايي ټولنه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارو کې ایران د خپل کار په لومړیتوبونو کې راولي

د اروپايي ټولنې د شورا د پرېکړې پر بنسټ، دغه ټولنه د ملګرو ملتونو د ټولو بشري حقونو په بنسټونو کې ایران د ۲۰۲۶ کال لپاره د خپلو بشري حقونو په لومړیتوبونو کې راولي او په ایران کې د بشري حقونو د سرغړونې موضوع به د یوې اصلي محورې موضوع په توګه تعقیب کړي.
اروپايي ټولنې په دې ټینګار سره چې په ایران کې د بشري حقونو د سرغړونکو د معافیت پر وړاندې د مبارزې او د اسلامي جمهوري دولت د چارواکو د ځواب ویلو لپاره له ټولو څو اړخیزو وسیلو څخه ګټه اخلي، وویل چې د حقیقت موندنې د نړۍوالو میکانیزمونو ملاتړ، د اسنادو راټولول او له ایران سره په تړاو د قضايي تعقیب چارې به په ۲۰۲۶ کال کې د دغې ټولنې د فعالې تګلارې برخه وي.
