ایران د خپلو وګړو د اړتیاوو د پوره کولو پر ځای د وسلهوالو ډلو تمویل ته لومړیتوب ورکوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغو نویو بندیزونو په یادولو سره چې د ایراني چارواکو پر ضد لګول شوي، ویلي دي چې د ایران حکومت لا هم د خپلو وګړو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو پر ځای، له هېواده بهر د وسلهوالو ډلو تمویل او پراخو تسلیحاتي پروګرامونو ته لومړیتوب ورکوي.
