د فوټسال ملي لوبډلې دویمه پرله‌پسې بریا؛ مالیزیا ته یې په ۷ ـ ۰ ماته ورکړه

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د اسیا ملتونو جام سیالیو په لړ کې خپله دویمه لوبه هم په ستر توپیر وګټله. ملي لوبډلې په دې سیالۍ کې د مالیزیا فوټسال لوبډلې ته د ۷ ـ ۰ په ګولونو ماته ورکړه او د سیالیو په جدول کې یې خپل دریځ لا پیاوړی کړ.