
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د سعودي عربستان پر وړاندې تر بریا وروسته نن جمعه (د سلواغې ۱۰مه) د ۲۰۲۶کال اسیا جام سیالیو په دویمه لوبه کې د مالیزیا پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي. دغه لوبه د اندونیزیا د جاکارتا ښار په ولودروم لوبغالي کې د ماسپښین په ۲:۳۰ بجو پیلېږي.
دغه لوبه د افغانستان لپاره خورا مهمه ده. د مالیزیا پر وړاندې بریا به بل پړاو ته د افغان لوبډلې تګ حتمي کړي. د سعودي عربستان پر وړاندې د افغانستان پیاوړې لوبې د مینهوالو هیلې څو برابره کړې دي.
له بلې خوا مالیزیا چې په خپلې لومړۍ لوبه کې د ۴–۱ په پایله کې له ایران څخه ماتې خوړلې، په دغه سیاليو کې د پاتې کېدو لپاره وروستی چانس لري. افغانستان به تر دغه لوبې وروسته د ډلهییزو سیالیو پړاو په وروستۍ لوبه کې د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۲مه) د ایران پر وړاندې ولوبېږي؛ هغه سیالي چې د دغه پړاو تر ټولو سخته ازموینه بلل کېږي. دغه لوبه به هم د جاکارتا په ولودروم لوبغالي کې د مازدیګر په ۴:۳۰ بجو پیل شي.
د څلورم ګروپ په ډلبندۍ کې ایران او افغانستان دواړه د درې ـ درې امتیازونو سره په لومړي او دویم ځای کې دي؛ خو مالیزیا او سعودي عربستان تر اوسه کوم امتیاز نهلري. که ایران د سعودي عربستان پر وړاندې بریا ترلاسه کړي او افغانستان مالیزیا ته ماتې ورکړي، دواړه لوبډلې به شپږ امتیازونه ترلاسه کړي او بل پړاو ته به لاره ومومي.
په نورو ګروپونو کې هم تر ډېره بل پړاو ته د تلونکو لوبډلو برخلیک روښانه شوی. د لومړي ګروپ څخه کوربه اندونیزیا او عراق د شپږو امتیازونو په لرلو بل پړاو ته وتلي او قرغزستان او سویلي کوریا له سیالیو څخه بهر شوي دي. په دویم ګروپ کې هم ټایلنډ او ویتنام لوبډلو بل پړاو ته لار موندلې ده.
په درېیم ګروپ کې بیا سیالي د جاپان، ازبکستان، تاجکستان او اسټرالیا ترمنځ روانه ده، چې جاپان درې امتیازونه لري او ازبکستان او تاجکستان هر یو، یو ـ یو امتیاز لري.