• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د عمران‌خان د روغتیا په اړه اندېښنې؛ د تحریک انصاف مشرانو د زندان مخې ته ټوله شپه سبا کړې

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۳۳ GMT+۰

د عمران‌خان د روغتیا په اړه له اندېښنو سره هم‌مهاله د تحریک انصاف ګوند مشرانو د زندان مخې ته ټوله شپه سبا کړې. د خیبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي تر دې وړاندې ویلي و، چې نوموړی د اډیاله زندان مخې ته رسېدلی؛ څو د عمران خان د روغتیایي وضعیت په اړه معلومات ترلاسه کړي.

خو د تحریک انصاف ګوند مشرانو ته له عمران خان سره د لېدنې اجازاه لاهم نه‌ده ورکړل شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ تېره ورځ د دغه اندېښنو په ځواب کې وویل، د پاکستان پخوانی لومړی وزیر چې په اډیاله زندان کې بند دی؛ د طبي درملنې لپاره د اسلام‌اباد (پیمز) روغتون ته وړل شوی و. نوموړي‌ د خان روغتیايي‌ حالت د ډاډ وړ ښودلی و.

خو سهیل اپریدي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي: «زموږ مشر د شنبې په شپه په پټه له زندانه روغتون ته وړل شوی و. پوښتنه دا ده، چې ولې د هغه حالت تر دې حده خراب شوی چې روغتون ته وړل اړین ګڼل شوي او ولې د هغه ناروغي پټه ساتل شوې او ولې د هغه کورنۍ ته خبر ورنه کړای شو؟»

هغه زیاته کړې:« ولې د هغه شخصي ډاکټر را ونه غوښتل شو؟ د تحریک انصاف د بنسټګر ژوند له ګواښ سره مخ دی». دا لومړی ځل دی، چې عمران خان له اډیاله زندانه بهر وړل شوی. د پنجشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدی د خپلې کابینې ځینو غړو سره د اډیاله زندان مخې ته ځان ورساوه؛ څو د نوموړي د روغتیا په اړه ځان داډمن کړي.

هغه غوښتنه کړې، چې عمران خان ته دې د خپلې کورنۍ، د ګوند غړو او وکیلانو سره د لیدنې اجازه ورکړل شي؛ څو «د وضعیت د لا خرابېدو مخه ونیول شي». نوموړي ټینګار کړی، هر کس حق لري چې د خپل شخصي ډاکټر له‌خوا درملنه ترلاسه کړي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

امریکا د ایران د لوړ پوړو چارواکو او د هغوی د کورنیو د استوګنې جوازونه لغوه کوي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۵۷ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور له مخې؛ په ایران کې د لاریونونو د دوام او د خپلو اساسي حقونو د ترلاسه کولو لپاره د خلکو هڅو سره هم‌مهاله واشنګټن به د ایران د لوړپوړو چارواکو او د هغوی د کورنیو د غړو د استوګنې جوازونه په امریکا کې لغوه کړي.

په هغه پیغام کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۹مه) پر اېکس پاڼه خپور کړی ویل شوي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو روانه اوونۍ امر کړی چې د ایران د حکومت د لوړپوړو چارواکو او د هغوی د خپلوانو لپاره د امریکا د کډوالۍ سیسټم څخه د ګټې اخیستنې امکان دې ختم شي.

په پیغام کې رغلي، امریکايي چارواکو ټینګار کړی هغه کسان چې د ایران حکومت له «سخت او تاوتریخوالي ډک ظلم» څخه ګټه اخلي؛ باید د امریکا د کډوالۍ امتیازونو څخه بې‌برخې شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه اقدام د واشنګټن د غبرګون یوه برخه بللې، چې د ایراني معترضو پر ضد د ظلم او د بشري حقونو د پراخو سرغړونو په مقابل کې ترسره کېږي.

مایک والټز: په امریکا کې د ایران د چارواکو د کورنیو د شانداره ژوند دوره پای ته رسېدلې ده

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والټز هم پر اېکس پاڼه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پوسټ بیا خپور کړی او لیکلي یې دي: «د ایراني چارواکو کورنۍ په داسې حال کې چې د ایران خلک له ظلم او وژنې سره مخ دي، دوی په امریکا کې له هوسا او شتمن ژوند برخمنې وې؛ خو نور به له دغه امتیازه ګټه وانخلي.»

والټز په خپل پیغام کې لیکلي، چې د «ایران د خلکو د عام‌وژنې» پرمهال په امریکا کې د واکمنو نخبه‌ګانو پورې د تړلو کورنیو مډرنه ژوند د منلو وړ نه‌دی او ټینګار یې کړی، چې دغه حالت «به نور دوام ونه کړي»۔

د ایران پر «وحشت او بې‌رحمۍ» د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نیوکه

د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۸مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر خپل فارسي اېکس پاڼه پر هغو فشارونو سخته نیوکه کړې، چې د لاریونونو د وژل شویو کسانو پر کورنیو راوړل کېږي او دغه کړنې یې «بې‌حده او بې‌سارې وحشت» بللی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایران د حکومت له‌خوا د ایران د اقتصاد د ویجاړېدو یادونه وکړه او لیکلي یې دي، چې دې کار خلک د لومړنیو اړتیاوو په برابرولو بې‌وسې کړي دي. د دغه لیکنې له مخې؛ «د ایران رژیم ګڼ بې‌ګناه خلک یوازې د اعتراض کولو او د خپلو نظرونو د څرګندولو له امله وژلي دي» او «اوس هغه غمجنو کورنیو ته، چې په خپله هم د اقتصادي ستونزو قربانیان دي، دغه مجبوري ورپېښه شوې، چې د خپلو عزیزانو د مړو د بېرته ترلاسه کولو او ښخولو لپاره پورونه واخلي».

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر اېکس پاڼه دغه ډول پېښو ته لیکلي: «د ایران رژیم کورنۍ دې ته اړ باسي، چې پر دروغجنو اعترافونو لاسلیک وکړي. داسې اعترافونه چې په‌کې ادعا کېږي وژل شوي کسان د ایران حکومت ملاتړي وو او ګواښ کوي، که دغه کار و نه شي، نو مړي به ور ونه سپاري او یا به یې وسوځوي».

په دې لیکنه کې ټینګار شوی: «دغه وحشت هېڅ حد او سرحد نه‌لري.»

د ایران له‌خوا د دیني اقلیتونو پر ضد د ظلم سختېدل

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت فارسي اېکس پاڼې د چهارشنبې په ورځ په یوه جلا پيغام کې یادونه وکړه، چې د وروستیو اعتراضونو له امله د ایران رژیم یو ځل بیا د دیني لږکیو پر ضد خپل ظمونه سخت کړي دي.

په دې لیکنه کې د بهائیانو یادونه شوې، چې په ایران کې تر ټولو سخت مذهبي ځورونې ورسره کېږي او د جاسوسۍ او له اسراییل سره د تړاو په څېر په دروغجنو تورونو نیول کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لیکلي:« دا د رژیم همېشنۍ تګلاره ده: هر کله چې یو پراخ ولسي حرکت تر فشار لاندې راولي؛ نو له همدې فرصته ګټه اخلي څو بهائیان او نور دیني لږکۍ لکه مسیحیان، یهودیان، زردتشتیان او سني مذهبه کسان د بې‌بنسټه تورونو له لارې پړه پرې واچوي او خپل ظلم توجیه کړي».

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړه:« دغه منظم بریدونه له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده. هېڅوک نه غولېږي؛ موږ پوهېږو چې دا د رژیم د هغې پراخې هڅې برخه ده، چې هر هغه څوک غلی کړي چې د حکومت اطاعت نه‌کوي».

د سند سترې محکمې د یوې پاکستانۍ کورنۍ په نوملړ کې د یوه افغان شاملولو قضیې د څېړنې امر کړی

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۱۰ GMT+۰

د سند سترې محکمې د یوه پاکستانۍ کورنۍ د غړو په نوملړ کې د افغان وګړي د شاملولو له امله نادرا ادارې ته امر کړی، چې په لسو ورځو کې د دغه کورنۍ قانوني اسناد وڅېړي. محکمې دغه پرېکړه د یوې عریضې تر ترلاسه کولو وروسته کړې ده.

د پاکستان د سند ایالت سترې محکمې ویلي، چې د پاکستاني وګړو د کورنۍ په نوملړ کې د یوه افغان شاملو په اړه یې عریضه ترلاسه کړې او دوی د قضیې د څېړنې امر کړی. محکمې نادرا ادارې ته امر کړی، چې د یادي کورنۍ ټول قانوني اسناد وڅېړي او که کوم افغان وګړی د دغه کورنۍ په نوملړ کې شامل وي؛ باید نوم یې ترې واېستل شي.

د عریضه کوونکي وکیل ويلي، چې د نادرا ادارې مسوولین د بډې په بدل کې افغان وګړي د پاکستاني کورنیو په نوملړونو کې شاملوي. هغه زیاته کړې: « که څه هم شاوخوا ۴۰ لکه افغان کډوال په پاکستان کې مېشت دي؛ خو له دې ډلې شاوخوا ۲۰ لکه کسانو د پاکستان شناختي کارټونه جوړ کړي دي».

نوموړي‌ زیاته کړې، چې ډېری افغانان د پاکستاني پېژندکارټ او پاسپورټ په لرلو ګڼو هېوادونو ته تګ‌راتګ کوي. هغه ویلي:« یو افغان وګړی نقیب الله د عریضه کوونکې کورنۍ په نوملړ کې شامل شوی او اوس نادرا د عریضه کوونکي محمد اکرم د ټولې کورنۍ شناختي کارټونه لغوه کړي دي».

د نادرا له‌خوا محکمې ته ویل شوي، چې د عریضه کوونکي د پلار له بایومیټریک تصدیق وروسته نقیب الله د هغوی د کورنۍ په نوملړ کې شامل شوی و.

ټرمپ د نشه‌يي توکو د قاچاق او روږدي کېدو بحران د مخنیوي په موخه اجراييوي فرمان لاسلیک کړ

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۵۲ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن (پنجشنبه د سلواغې ۹مه) په سپینه ماڼۍ کې د نشه يي توکو د قاچاق او په امریکا کې د روږدي کېدو بحران د مخنیوي په موخه یو نوی اجراييوي فرمان لاسلیک کړ. یاد فرمان په امریکا کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې نوی فصل بلل شوی دی.

ډونالډ ټرمپ د دغه فرمان د لاسلیک پرمهال وویل: «موږ هر کال د نشه‌يي توکو او الکولو د ناوړه ګټې اخېستنې له امله شاوخوا ۳۰۰زره کسان له لاسه ورکوو. نن زه دا تاریخي فرمان لاسلیک کوم، څو د روږدي کېدو او د موادو د ناوړه ګټې اخیستنې له دغې بلا سره مبارزه وکړو».

ډونالډ ټرمپ د خپلو خبرو پر مهال د نشه‌يي توکو د مخنیوي په برخه کې د خپل حکومت ورروستیو لاسته راوړنو ته په اشارې وویل، چې په تېرکال کې د وړم کال پر تله د نشه‌يي توکو د زیات مصرف له امله د مړینې کچه ۲۱ سلنه راټيټه شوې ده.

له دې سره سم، ټرمپ ویلي، چې د امریکا د سویلي پولې په تړلو سره یې د قاچاقچیانو مخه ډب کړې ده.

ولسمشر ټرمپ ویلي، چې د نوي اجراييوي فرمان له لاسلیک وروسته به نه یوازې د قاچاق مخه ونیسي، بلکې له روږدو سره به هم مرسته وکړي، چې بېرته عادي ژوند ته راوګرځي.

د روغتیا نړۍوال سازمان ایران کې د طبي کارکوونکو او روغتونونو پر وضعیت اندېښنه وښوده

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۴۳ GMT+۰

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) عمومي رییس ټېدروس ادهانوم ګبریسوس په ایران کې د وروستي وضعیت له امله پر روغتیایي کارکوونکو او روغتیايي مرکزونو د منفي اغېزو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.

نوموړي ویلي، راپورونه ښيي چې روان وضعیت د هغو کسانو لپاره د حیاتي روغتیایي خدمتونو وړاندې کول له خنډ سره مخ کړي، چې بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري.

د روغتیا نړۍوال سازمان عمومي رییس د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۹مه) په خپله اېکس پاڼه وویل، په وروستیو ورځو کې داسې راپورونه خپاره شوي، چې په‌کې ویل شوي، د روغتیایي سکټور یو شمېر کارکوونکي هغه مهال تر برید لاندې راغلي، چې د ټپیانو درملنه یې کوله. د همدې راپورونو له‌مخې، لږ تر لږه پنځه ډاکټران د خپلې دندې د ترسره کولو پر مهال نیول شوي دي.

ګبریسوس د ټولو هغو روغتیایي کارکوونکو د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه کړې، چې دا مهال په بند کې دي او ټینګار یې کړی، چې روغتیايي کارکوونکي باید هېڅ‌کله له ګواښ، وېرولو او یا تاوتریخوالي سره مخ نه‌شي. د روغتیا نړۍوال سازمان همداراز پخلی کړی، چې د ایران په لوېدیځ کې د ایلام ښار «خمیني روغتون» د روانې میلادي میاشتې په پیل کې تر برید لاندې راغلی دی.

د راپور له‌مخې، کله چې ټپیان دې روغتون ته ولېږدول شول، د روغتون دننه او شاوخوا کې تاوتریخوالی رامنځته شو، چې له امله یې د طبي خدمتونو وړاندې کول او همداراز د روغتیايي وسایلو او توکو برابرول له جدي خنډ سره مخ شول.

د معلوماتو پر بنسټ، په وروستیو اوونیو کې د ایران په بېلابېلو سیمو کې یو شمېر نور روغتیايي مرکزونه هم زیانمن شوي دي. په دغو پېښو کې د بېړنۍ مرستې لس مرکزونه ویجاړ شوي، چې له امله یې له پنځوسو ډېر ژغورونکي ټپیان شوي او تر ۲۰۰ ډېر امبولانسونه هم ویجاړ شوي دي. همداراز ویل شوي، چې د تهران په سینا روغتون کې اوښکې بهوونکي ګاز کارول شوي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان عمومي رییس زیاتوي، دغه کړکېچ د ایران پر روغتیایي نظام سخت فشار راوستی دی. نوموړي ټینګار وکړ، چې د روغتیايي مرکزونو ساتنه او د روغتیایي خدمتونو بې‌خنډه وړاندې کېدل یو بنسټیز، اړین او نه‌هېرېدونکی اصل دی.

هغه زیاته کړه: «د درملنې خدمتونو ته خوندي او پرله‌پسې لاسرسی د هر هغه انسان بنسټیز حق دی، چې روغتیایي پاملرنې ته اړتیا لري، په ځانګړي ډول د کړکېچ په حالاتو کې. روغتیایي خدمتونه باید هېڅ‌کله په نښه نه‌شي».

پاکستان او چین پرېکړه کړې چې سي‌پیک پروژه افغانستان ته وغځوي

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۲۰ GMT+۰

د کابل او اسلام اباد تر منځ د خرابو اړیکو تر سیوري لاندې پاکستان او چین پرېکړه کړې، چې د سي‌پیک پروژه افغانستان ته وغځوي او چین هڅه کوي د دواړو هېوادونو ترمنځ خرابې اړیکې بېرته ورغوي.

د پاکستان جیونیوز راپور ورکړی، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو د سنا مجلس د بهرنیو چارو دایمي کمېټې ته په خپلو څرګندونو کې ویلي، چین هم په افغانستان کې د ترهګرۍ په اړه اندېښنې لري او د افغانستان په اړه د دواړو هېوادونو دریځ یو ډول دی.

یادو چارواکو ویلي، چې د اسلام اباد او کابل ترمنځ اړیکې په موقت ډول خرابې دي، خو پاکستان پرېکړه کړې، چې د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز (سي‌پیک) پروژه افغانستان ته هم وغځوي.

د یادو چارواکو په خبره، چین هڅه کوي،چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ خرابې اړیکې ورغوي.

همدارنګه یادو چارواکو ویلي، چې د سیمه ییزو همکاریو فورم د هند د نه‌همکارۍ له امله په ټپه ولاړ دی او له همدې امله پاکستان له نورو سیمه‌ییزو هېوادونو سره د اړیکو پر جوړولو تمرکز لري.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو او پاکستاني پوځ تر منځ له څو ځلي جګړې وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ ځمکنۍ لارې له شاوخوا درېیو میاشتو راهیسې بندې دي او سوداګریز بهیر هم په ټپه ولاړ دی.