• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډنمارک هم د افغانانو د شړلو لپاره له طالبانو سره همکاري پراخوي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۵۹ GMT+۰

ډنمارک د کډوالۍ په قوانینو کې له اصلاحاتو وروسته اعلان وکړ، هغه بهرنیان به له دغه هېواده وباسي چې د جدي جرمونو له امله لږ تر لږه پر یو کال بند محکوم شوي وي. ډنمارکي چارواکو ویلي چې د افغان کډوالو د بېرته لېږلو په موخه به له طالبانو سره هم همکاري پراخه کړي.

ډنمارک د جمعې په ورځ (د سلواغې ۱۰مه) د کډوالو اړوند قانون کې د اصلاحاتو له راوستو خبر ورکړ. د دغه قانون له‌مخې، هر هغه بهرنی وګړی چې په جدي جرمونو لکه د برید او جنسي تیري په تړاو لږ تر لږه پر یوه کال بند محکوم شوي وي، له دغه هېواده شړل کېږي.

د ډنمارک لومړۍ وزیرې میټه فریډریکسن په همدې تړاو په یوې خبري غونډه کې ویلي، که څه هم دغه اصلاح شوی قانون به د اروپایي ټولنې د بشري حقونو له کنوانسیونونو سره په ټکر کې وي، خو عملي به یې کړي.

نوموړې همداراز په ډاګه کړه: «حکومت په نامعمول ډول عمل کوي او د شړلو د قضیو په اړه د محکمو پرېکړو ته د تمې پر ځای، قوانین بدلوي».

د دغه اصلاح شوي قانون پر بنسټ، ډنمارک به پر هغو بهرنیانو څار جدي کړي چې قانوني استوګنه نه‌لري، په سوریه کې به خپل سفارت بیا پرانیزي او د افغانانو د شړلو په موخه به له طالبانو سره هم همکارۍ پرخې کړي.

دغه اعلان په داسې مهال کې کېږي، چې د ډنمارک په ګډون اروپايي ټولنه د بهرنیو وګړو او کډوالو د ادغام له ننګونو سره مخ ده او هر یو یې هڅه کوي چې خپل قانوني چوکاټ نور هم سخت کړي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې د جرمني په ګډون یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو د هغوی په باور د «مجرم افغانانو» د شړلو لپاره له طالبانو سره لنډ مهالې اړیکې جوړې کړې وې او ښايي د افغانانو د اېستنې لپاره دغه ډول اړیکې دوام ومومي، خو د یادو هېوادونو چارواکو په وار وار ویلي، چې دغه اړیکې طالبانو ته د مشروعیت ورکړې په معنا نه‌دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

په خوست کې د طالبانو والي د ډیورند کرښې په اوږدو کې د امنیت پر ټینګښت ټینګار وکړ

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۵۷ GMT+۰

د خوست ولایت لپاره د طالبانو والي عبدالله مختار د غلام خان بندر او د ګربز ولسوالۍ اړوند ډیورند کرښې په اوږدو کې د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو د لیدنې په ترڅ کې خپلو لاس لاندې ځواکونو ته سپارښتنه وکړه، چې د کرښې په اوږدو کې په جدیت سره د هر ډول ناقانونه کړنو مخنیوی وکړي.

سره له دې چې د غلام خان بندر په ګډون د افغانستان او پاکستان تر منځ ټولې لارې د کډوالو له ستنېدو پرته د هر ډول تګ راتګ پر مخ بندې دي، د خوست ولایت لپاره د طالبانو والي عبدالله مختار د جمعې په ورځ د غلام خان بندر او د ګربزو ولسوالۍ اړوند فرضي کرښې ته څېرمه د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو له پوستو څخه لیدنه وکړه.

د خوست ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د جمعې په ورځ (د سلواغې ۱۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، عبدالله مختار د یادو لیدنو په ترڅ کې د هېواد د سرحدي امنیت د ټینګښت پر ارزښت له ټینګار سربېره وویل: «د هېواد د سرحدونو ساتنه او د ولس د امنیت ټینګښت د اسلامي نظام له بنسټیزو مسوولیتونو څخه دي».

مختار زیاته کړې، چې د سرحدونو ساتنه یو ستر ملي مسوولیت دی، چې باید د لوړ احساس، بشپړې هوښیارۍ او په دوامدارې پاملرنې سره پر مخ یووړل شي.

هغه همداراز اړوندو مسوولینو ته سپارښتنه وکړه: «د ملي حاکمیت د ساتنې، د فرضي کرښې د دوامدارې څارنې او د هر ډول ناقانونه کړنو د مخنیوي په موخه خپلې هڅې لا پیاوړې کړئ».

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ له څو ځلي جګړې وروسته له شاوخوا ۳ میاشتو راهیسې د کډوالو له ستنېدو پرته پر ځمکنیو لارو هر ډول تګ راتګ او سوداګري بنده ده همداراز د دواړو لوریو تر منځ هېڅ ډول سیاسي اړیکې هم نشته.

لوړپوړی امریکایي کارپوه: د طالبانو او پاکستان ترمنځ د پراخې جګړې ګواښ زیات شوی

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۲۴ GMT+۰

امریکایي څېړونکی مایکل کوګلمن وایي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی او کولی شي ټوله سوېلي اسیا بې‌ثباته کړي. هغه لیکلي، په سوېلي اسیا کې تر ټولو د اندېښنې وړ ټکی د هند او پاکستان نه، بلکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې دی.

مايکل کوګلمن د اتلانټيک شورا د سوېلي اسيا لوړپوړی څېړونکی او يو پېژندل شوی امريکايي ليکوال دی.

نوموړي په هغه مقاله کې چې د پنجشنبې په ورځ د «فارن افيرز» مجله کې خپره شوې، ليکلي چې د طالبانو د ادارې او د پاکستان د دولت ترمنځ روانه شخړه داسې پړاو ته رسېدلې چې د پراخې جګړې ګواښ يې په جدي ډول زيات شوی دی.

پاکستان طالبان تورنوي، چې د تحريک طالبان پاکستان وسله‌والو ته یې پناه ورکړې او اجازه ورکوي چې له افغان خاورې څخه پر پاکستان بريدونه ترسره کړي.

پر افغانستان د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته په پاکستان کې د وسله‌والو بريدونه په بې‌ساري ډول زيات شوي او امنيتي ځواکونه په ځانګړې توګه په ډیورنډ کرښه کې تر ټولو ډېر د دغو بريدونو نښه ګرځېدلي دي. رسمي او غېررسمي شمېرې ښيي، چې ۲۰۲۵ کال په تېره يوه لسيزه کې د پاکستان تر ټولو خونړی کال و.

دا امريکايي کارپوه ټينګار کوي، چې له دواړو لوريو څخه هېڅ يو هم د تاوتريخوالي د کمولو لپاره انګېزه نه لري. طالبان د تحريک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) سره د نږدې ايډيالوژيکو اړيکو له امله د خپلمنځي درزونو له رامنځته کېدو وېره لري او همدارنګه د دې اندېښنه لري چې که پر ټي‌ټي‌پي فشار راوړي يا يې وشړي، دغه ډله به د داعش خراسان څانګې پر لور ورټېله شي، له همدې امله د هغوی د مهار يا اېستلو ته چمتو نه دي.

کوګلمن زياتوي، چې د پاکستان له غوښتنو څخه سرغړونه د طالبانو لپاره کورنی لګښت نه لري، بلکې د هغوی مشروعيت زياتوي؛ ځکه د افغانستان د عامه افکارو لويه برخه پاکستان ته منفي نظر لري او هر ډول بهرنۍ حمله کولی شي خلک د طالبانو د واکمنۍ تر شا سره يو موټی کړي.

د هغه په وينا، د پاکستان پوځ ته چې د تحريک طالبان پاکستان په بريدونو کې تر ټولو ډېر تلفات اوښتي، د طالبانو له لوري د خيانت احساس کوي او د روغې جوړې لېوالتيا نه ښيي.

د کوګلمن په باور، د طالبانو وروستۍ نږدېوالی له هند سره تر بل هر عامل زيات اسلام‌اباد اندېښمن کړی دی. په دې کې نوي ډیلي ته د طالبانو د لوړپوړو چارواکو پرله‌پسې سفرونه، له څو کلونو وروسته په کابل کې د هند د سفارت بشپړ بېرته پرانيستل او د دواړو لوريو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو د پراخولو خبرې شاملې دي.

هغه د پاکستان د پوځ د مشر او د دغه هېواد د تر ټولو ځواکمن شخص عاصم منير هغه ښکاره خبرداری يادوي چې طالبانو ته يې ويلي دي، چې بايد يا له پاکستان سره اړيکې غوره کړي او يا د تحريک طالبان پاکستان ملاتړ، خو دواړه يو ځای نه‌شي کولی.

دا امريکايي څېړونکی ليکي، چې د قطر، ترکيې او سعودي عربستان د منځګړيتوب هڅې تر اوسه يوازې لنډمهاله اوربندونو ته رسېدلې او د پام وړ پايله يې نه ده لرلې. د کوګلمن په اند، چين کېدای شي د منځګړيتوب لپاره مناسب انتخاب وي؛ ځکه هم په دې بحران کې مستقيمې ګټې لري، هم پر طالبانو اقتصادي نفوذ لري او هم له دواړو لوريو سره د همکارۍ مخينه لري.

خو نوموړی ټينګار کوي، چې طالبان ښايي د چين د نږدې اتحاد له امله له پاکستان سره دغه هېواد بې‌طرفه منځګړی ونه ګڼي. کوګلمن خبرداری ورکوي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتريخوالي د زياتېدو احتمالي پايلې ډېرې پراخې او خطرناکې دي.

د هغه په وينا، دا ډول شخړه کولی شي دواړه هېوادونه له ژورې بې‌ثباتۍ سره مخ کړي، د تحريک طالبان پاکستان بريدونه د پاکستان دننه زيات کړي، په سيمه کې د امريکا پر ګټو او امريکايي وګړو د بريد خطر لوړ کړي، ناامني په ټوله سوېلي اسيا کې خپرې کړي او د هند او پاکستان ترمنځ د نوې شخړې احتمال پياوړی کړي.

هغه زياتوي، چې دا وضعيت همدارنګه د داعش خراسان په څېر افراطي ډلو ته ګټه رسولی شي.

نوموړی په پای کې خبرداری ورکوي، چې دا ډول جګړه کېدای شي ډېره خونړۍ وي، زرګونه کسان بې‌ځايه کړي، ټوله سيمه بې‌ثباته کړي او نړۍوال ترهګريز ګواښونه لا پسې زيات کړي. د هغه په وينا، نړۍ نه‌شي کولی د دې ګواښ پر وړاندې بې‌پروا پاتې شي.

د پاکستان د ولسمشر ویاند افغان طالبان «بې‌مغزه ځناور» وبلل

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۵۶ GMT+۰

د پاکستان د ولسمشر ویاند د افغانستان انټرنشنل د هغه ځانګړي راپور په غبرګون کې چې په نږدې څلورو کلونو کې د افغانستان د ۶۶۶۰ کسانو د وژل کېدو یادونه په‌کې شوې، افغان طالبان «بې‌مغزه ځناور» وبلل.

مرتضی سولنګي د افغانستان انټرنشنل د دغه راپور د شریکولو پر مهال پر خپلې اېکس‌پاڼې ولیکل: «له دغو بې‌مغزو ځناورو نه څه تمه لرئ؟».

یاد پاکستاني چارواکي د جمعې په ورځ د سلواغې میاشتې په لسمه دا څرګندونې د افغانستان انټرنشنل د ځانګړي راپور سره یو ځای په خپل رسمي حساب کې خپرې کړې، خو په دې اړه یې نور وضاحت نه دی ورکړی. افغانستان انټرنشنل تازه په یوه ځانګړي راپور کې څرګنده کړې چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې تر نږدې څلورو کلونو پورې په افغانستان کې ۶۶۶۰ کسان وژل شوي دي.

د راپور موندنې ښيي، چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته د افغانستان په شمال په ځانګړي ډول بدخشان کې د اسماعیلیه مذهب پیروان په منظم او هدفمند ډول ترور شوي دي. د طالبانو اداره د دغو ډېری پېښو څېړنه د جنایي جرمونو تر عنوان لاندې کړې ده.

د افغانستان انټرنشنل په راپور کې د طالبانو د احصاییې ادارې د اسنادو له قوله راغلي، چې د طالبانو د هغه ادعا خلاف چې وایي په ټول هېواد کې یې بشپړ امنیت ټینګ کړی، د دوی د واکمنۍ پر مهال جنایي جرمونه د پخواني حکومت پرتله ۶۰ سلنه زیات شوي دي.

همدارنګه، د طالبانو د احصاییې ادارې له لوري وړاندې شوې شمېرې ښيي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د غلا کچه ۱۰۰ سلنه لوړه شوې او دوه برابره شوې ده.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت وایي د «صندلۍ کارونه او جوړونه» اسلام کې هېڅ ستونزه نه لري

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۲۹ GMT+۰

د طالبانو د امر بالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت وایي، په هرات ولایت کې د صندلۍ جوړېدو باندې د بندیز په اړه خپرې شوې اوازې بې‌بنسټه دي او دا وزارت صندلۍ «غېر اسلامي» نه ګڼي.

د دې وزارت ویاند د جمعې په ورځ د (سلواغې ۱۰مه) خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي، دا اداره «هېڅ داسې حکم نه صادروي چې د اسلامي شریعت خلاف وي».

د خبرپاڼې په متن کې راغلي، چې په هرات ولایت کې امربالمعروف ته د ځینو کړنو نسبت ورکول «عاقلانه کار نه دی» او دا ډول ادعاوې د «بې‌اساسه اوازو او مغرضانه تبلیغاتو» برخه دي. یاد وزارت زیاتوي، ځینې کسان او کړۍ د «ناسمو تورونو او غېرواقعي کړنو» په نسبت ورکولو سره هڅه کوي چې د دې ادارې څېره زیانمنه کړي.

په وروستیو اوونیو کې، په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف د مأمورانو کړنې څو ځله د خلکو غبرګونونه راپارولي دي. له دې ډلې، د هرات پوهنتون د طب پوهنځي د محصلینو د فراغت په مراسمو کې د دغو محتسبانو لاسوهنه یادولی شو.

د جمعې په شپه، د مرغومي د میاشتې په ۲۶مه، د دې مراسمو پر مهال طالبانو فارغو شویو محصلینو ته امر وکړ، چې خپلې نېکټايانې خلاصې کړي. همداراز، د مرغومي د میاشتې په لړ کې د طالبانو د امر بالمعروف مأمورانو هغو ښځو ته چې مانتو یا اوږدې چپنې یې اغوستې وې، د هرات ښار ته د ننوتلو اجازه نه ورکوله.

د طالبانو د امر بالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت هغه اداره ده، چې د خلکو پر فردي او ټولنیز چلند څارنه کوي او د طالبانو قوانین عملي کوي. یادې ادارې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د پخوانیو ډېرو مدني او حقوقي بنسټونو ځای نیولی او د هېوادوالو په ورځني ژوند کې پراخ رول لري.

د مخکېني جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح طالبان د تاریخ تر ټولو لوی غله وبلل

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۴۷ GMT+۰

د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو له کمېټې څخه مننه کړې، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د امریکا د مرستو د درولو لایحه یې تصویب کړې ده. هغه په دې تړاو یوه پېغام کې طالبان د «تاریخ تر ټولو لوی غله»‌ بللي دي.

هغه نن جمعه (د سلواغې ۱۰مه) پر اېکس‌پاڼې یوې لیکنه کې زیاته کړې، چې پر کابل واکمنه دا ډله «خپل جنایتونه د ږیرې، پګړۍ او ریاکارانه دین‌دارۍ تر شا پټوي».

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې د پنجشنبې په ورځ د (سلواغې ۹مه) هغه لایحه تصویب کړه، چې موخه یې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د امریکا د مرستو بندول دي. که دا لایحه په قانون بدله شي، لږ تر لږه ۶۳۱ مېلیونه ډالره چې د افغانستان د بیارغونې لپاره ځانګړي شوي وو، د امریکا د خزانې وزارت ته به بېرته وسپارل شي.

امرالله صالح په خپله لیکنه کې د امریکا د استازو جرګې د غړي ټیم بورچټ او د هغه د ټیم له هڅو مننه کړې او هیله یې څرګنده کړې، چې «د دې لایحې له پرمختګ سره، د لابي‌ګرو غېر دولتي بنسټونو له لوري د تېښتې هېڅ لاره رامنځته نه‌شي او تر هېڅ پلمې لاندې طالبانو ته پیسې ورنه کړل شي».

د افغانستان د پخواني حکومت د ولسمشر مرستیال ادعا کړې، چې د امریکا د مرستندویو مرستو له مجموعې څخه شاوخوا ۱۱۰ مېلیونه ډالر د طالبانو په خزانه کې پراته دي.

تر دې وړاندې، د ۱۴۰۲ لمریز کال د مرغومي میاشتې په وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش دفتر (سیګار) ته تایید کړې وه، چې په هرو ۱۰ تر ۱۴ ورځو کې، ۸۰ مېلیونه ډالره نغدې پیسې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته لېږي.