• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بنګله دېش ایرلاین له ۱۳ کالونو وروسته یو ځل بیا پاکستان ته خپلې الوتنې پیل کړې

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۴۸ GMT+۰تازه شوی: ۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۵۷ GMT+۰

د پاکستان دفاع وزير خواجه اصف اعلان وکړ چې د بنګله‌دېش او پاکستان ترمنځ تجارتي او هوایي اړیکې یو مهم پړاو ته رسېدلي. هغه وويل چې د بنګله‌دېش ایرلاین الوتکه د جنورۍ پر ۲۹مه ماښام شاوخوا ۱۱بجې کراچۍ کې په برياليتوب سره کښته شوې. د دغه هوایي شرکت وروستۍ الوتنه په ۲۰۱۲ کال کې وه.

خواجه اصف زياته کړې چې اوس دې ایرلاین ته اجازه ورکړل شوې چې په اوونۍ کې درې الوتنې ترسره کړي.

په لومړنۍ الوتکه کې ۱۴۰ مساپر سپاره و او تمه ده چې په راتلونکې کې به د کارګو حجم څو برابره زيات شي.

د خواجه اصف په وينا، بنګله‌دېش په ۲۰۱۲کال کې خپل وروستی پرواز ترسره کړی و، په داسې حال کې چې د پاکستان (پي‌ای‌اې)خپله وروستۍ الوتنه ۲۰۱۸کال کې کړې وه.

د خواجه اصف په وینا د الوتنو له بیا پیل سره به د دواړو هېوادونو اقتصادي او تجارتي اړيکې لا غښتلې شي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان پوځ وایي په بلوچستان کې یې ۴۱ وسله‌وال وژلي دي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۴۵ GMT+۰

د پاکستان پوځ اعلان کړی چې امنیتي ځواکونو یې د بلوچستان ایالت په پنجګور او هرنای ولسوالیو کې د دوو جلا عملیاتو پر مهال لږ تر لږه ۴۱ وسله وال وژلي دي .

پاکستاني پوځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دا عملیات د پنجشنبې په شپه، د سلواغې په نهمه، ترسره شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې۳۰وسله‌وال د هرنای ولسوالۍ په شاوخوا کې د عملیاتو پر مهال وژل شوي او ۱۱نور په پنجګور ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو سره د نښتې پر مهال له منځه وړل شوي دي.

پوځ ویلي چې له دغو وسله‌والو څخه یې د پام وړ اندازه مهمات، چاودېدونکي توکي او هغه نغدې پیسې ترلاسه کړې دي چې د یوه بانک څخه غلا شوې وې.

د پاکستان پوځ وژل شوي وسله‌وال «د هند تر ملاتړ لاندې خوارج» بلل دي. دوی تر دې وړاندې ویلي وو چې د تحریک طالبان پاکستان غړي به د «فتنه‌الخوارج» په نوم یادوي.

بلوچستان او خیبرپښتونخوا هغه دوه ایالتونه دي چې له افغانستان سره ډیورنډ کرښې ته نږدې پراته او د ناامنۍ له جدي ستونزو سره مخ دي.

د عمران‌خان د روغتیا په اړه اندېښنې؛ د تحریک انصاف مشرانو د زندان مخې ته ټوله شپه سبا کړې

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۳۳ GMT+۰

د عمران‌خان د روغتیا په اړه له اندېښنو سره هم‌مهاله د تحریک انصاف ګوند مشرانو د زندان مخې ته ټوله شپه سبا کړې. د خیبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي تر دې وړاندې ویلي و، چې نوموړی د اډیاله زندان مخې ته رسېدلی؛ څو د عمران خان د روغتیایي وضعیت په اړه معلومات ترلاسه کړي.

خو د تحریک انصاف ګوند مشرانو ته له عمران خان سره د لېدنې اجازاه لاهم نه‌ده ورکړل شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ تېره ورځ د دغه اندېښنو په ځواب کې وویل، د پاکستان پخوانی لومړی وزیر چې په اډیاله زندان کې بند دی؛ د طبي درملنې لپاره د اسلام‌اباد (پیمز) روغتون ته وړل شوی و. نوموړي‌ د خان روغتیايي‌ حالت د ډاډ وړ ښودلی و.

خو سهیل اپریدي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي: «زموږ مشر د شنبې په شپه په پټه له زندانه روغتون ته وړل شوی و. پوښتنه دا ده، چې ولې د هغه حالت تر دې حده خراب شوی چې روغتون ته وړل اړین ګڼل شوي او ولې د هغه ناروغي پټه ساتل شوې او ولې د هغه کورنۍ ته خبر ورنه کړای شو؟»

هغه زیاته کړې:« ولې د هغه شخصي ډاکټر را ونه غوښتل شو؟ د تحریک انصاف د بنسټګر ژوند له ګواښ سره مخ دی». دا لومړی ځل دی، چې عمران خان له اډیاله زندانه بهر وړل شوی. د پنجشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدی د خپلې کابینې ځینو غړو سره د اډیاله زندان مخې ته ځان ورساوه؛ څو د نوموړي د روغتیا په اړه ځان داډمن کړي.

هغه غوښتنه کړې، چې عمران خان ته دې د خپلې کورنۍ، د ګوند غړو او وکیلانو سره د لیدنې اجازه ورکړل شي؛ څو «د وضعیت د لا خرابېدو مخه ونیول شي». نوموړي ټینګار کړی، هر کس حق لري چې د خپل شخصي ډاکټر له‌خوا درملنه ترلاسه کړي.

د سند سترې محکمې د یوې پاکستانۍ کورنۍ په نوملړ کې د یوه افغان شاملولو قضیې د څېړنې امر کړی

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۱۰ GMT+۰

د سند سترې محکمې د یوه پاکستانۍ کورنۍ د غړو په نوملړ کې د افغان وګړي د شاملولو له امله نادرا ادارې ته امر کړی، چې په لسو ورځو کې د دغه کورنۍ قانوني اسناد وڅېړي. محکمې دغه پرېکړه د یوې عریضې تر ترلاسه کولو وروسته کړې ده.

د پاکستان د سند ایالت سترې محکمې ویلي، چې د پاکستاني وګړو د کورنۍ په نوملړ کې د یوه افغان شاملو په اړه یې عریضه ترلاسه کړې او دوی د قضیې د څېړنې امر کړی. محکمې نادرا ادارې ته امر کړی، چې د یادي کورنۍ ټول قانوني اسناد وڅېړي او که کوم افغان وګړی د دغه کورنۍ په نوملړ کې شامل وي؛ باید نوم یې ترې واېستل شي.

د عریضه کوونکي وکیل ويلي، چې د نادرا ادارې مسوولین د بډې په بدل کې افغان وګړي د پاکستاني کورنیو په نوملړونو کې شاملوي. هغه زیاته کړې: « که څه هم شاوخوا ۴۰ لکه افغان کډوال په پاکستان کې مېشت دي؛ خو له دې ډلې شاوخوا ۲۰ لکه کسانو د پاکستان شناختي کارټونه جوړ کړي دي».

نوموړي‌ زیاته کړې، چې ډېری افغانان د پاکستاني پېژندکارټ او پاسپورټ په لرلو ګڼو هېوادونو ته تګ‌راتګ کوي. هغه ویلي:« یو افغان وګړی نقیب الله د عریضه کوونکې کورنۍ په نوملړ کې شامل شوی او اوس نادرا د عریضه کوونکي محمد اکرم د ټولې کورنۍ شناختي کارټونه لغوه کړي دي».

د نادرا له‌خوا محکمې ته ویل شوي، چې د عریضه کوونکي د پلار له بایومیټریک تصدیق وروسته نقیب الله د هغوی د کورنۍ په نوملړ کې شامل شوی و.

پاکستان او چین پرېکړه کړې چې سي‌پیک پروژه افغانستان ته وغځوي

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۲۰ GMT+۰

د کابل او اسلام اباد تر منځ د خرابو اړیکو تر سیوري لاندې پاکستان او چین پرېکړه کړې، چې د سي‌پیک پروژه افغانستان ته وغځوي او چین هڅه کوي د دواړو هېوادونو ترمنځ خرابې اړیکې بېرته ورغوي.

د پاکستان جیونیوز راپور ورکړی، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو د سنا مجلس د بهرنیو چارو دایمي کمېټې ته په خپلو څرګندونو کې ویلي، چین هم په افغانستان کې د ترهګرۍ په اړه اندېښنې لري او د افغانستان په اړه د دواړو هېوادونو دریځ یو ډول دی.

یادو چارواکو ویلي، چې د اسلام اباد او کابل ترمنځ اړیکې په موقت ډول خرابې دي، خو پاکستان پرېکړه کړې، چې د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز (سي‌پیک) پروژه افغانستان ته هم وغځوي.

د یادو چارواکو په خبره، چین هڅه کوي،چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ خرابې اړیکې ورغوي.

همدارنګه یادو چارواکو ویلي، چې د سیمه ییزو همکاریو فورم د هند د نه‌همکارۍ له امله په ټپه ولاړ دی او له همدې امله پاکستان له نورو سیمه‌ییزو هېوادونو سره د اړیکو پر جوړولو تمرکز لري.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو او پاکستاني پوځ تر منځ له څو ځلي جګړې وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ ځمکنۍ لارې له شاوخوا درېیو میاشتو راهیسې بندې دي او سوداګریز بهیر هم په ټپه ولاړ دی.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر د عمران خان لیدو لپاره د اډیاله زندان مخې ته لاس تر زنې ناست دی

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۷ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر محمد سهیل خان اپریدي اعلان کړی، چې نوموړی په راولپنډۍ ښار کې د اډیاله زندان مخې ته رسېدلی، څو د خپل ګوند د مشر عمران خان د روغتیایي وضعیت په تړاو معلومات ترلاسه کړي. راپورونه دي چې پخوانی لومړی وزیر له زندان څخه روغتون ته وړل شوی.

سهیل اپريدي د پنجشنبې په ماخوستن (د سلواغې ۹مه) په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې دی له خپلو ایالتي وزیرانو او د تحریک انصاف له غړو سره یو ځای اډیاله زندان ته رسېدلی، خو لا هم نه‌دی توانیدلی چې له عمران خان سره وګوري. هغه وایي، تر هغې پورې به د زندان له دروازې لاړ نه‌شي، څو چې د پخواني لومړي وزیر د روغتیا په تړاو ډاډ ترلاسه نه‌کړي.

نوموړي زیاته کړې: «د عمران خان له شخصي ډاکټر سره تر لیدنې وروسته به اصلي دریځ روښانه کړو او دا کاروان به یو ګام هم بېرته په شانه‌ځي».

سهیل اپریدي همداراز ویلي، چې د دوی مبارزه د دې شاهدي ورکوي چې د پاکستان حکومت هېڅ‌کله هم د حق نظریات زنداني کولای نه‌شي او نه یې چوپ کولای شي.

د عمران‌خان د روغتیا په اړه له اندېښنو سره هم‌مهاله د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ وايي‌، د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر چې په اډیاله زندان کې بند دی؛ د طبي درملنې لپاره د اسلام‌اباد (پیمز) روغتون ته وړل شوی و. نوموړي‌ د خان روغتیايي‌ حالت د ډاډ وړ ښودلی.

د تحریک انصاف غړو تر دې دمخه هم د عمران خان د روغتیایي وضعیت په تړاو اندېښنې ښوولې وې او د شهباز شریف حکومت ګوندي غړو او ان د خان کورنۍ ته هم اجازه نه وه ورکړې، څو له هغه سره ملاقات وکړي.

د اسلام‌اباد یوې محکمې د سهیل اپریدي د نیولو حکم صادر کړی دی | افغانستان انټرنشنل پښتو

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلام‌اباد یوې محکمې پر دولتي ادارو د بې‌بنسټه تورونو لګولو په قضیه کې د خېبرپښتونخوا د اعلی وزیر سهیل اپریدي د نه حاضرېدو له امله د هغه د نیولو امر هم صادر کړی دی.