• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان لوبډلې د نوولس کلنو نړیوال جام نیمه پایلوبو ته لاره ومونده

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۶ GMT+۰

له نوولس کلنې کم عمره افغان کرکت لوبډلې د ایرلنډ لوبډلې ته د ۱۹۱ منډو په توپیر ماته ورکړه او په دې سره یې د روان کال نوولس کلنو لوبغاړو نړیوال جام نیمه پایلوبو ته لاره ومونده.

د ډله‌ییزو لوبو پړاو تر پای ته رسېدو وروسته چې ۱۶ لوبډلو په څلورو ګروپونو کې برخه اخیستې وه، ۱۲ غوره لوبډلې د شپږو غوره لوبډلو پړاو ته ووتلې او په دوو ډلو کې یې سیالۍ پیل کړې.

افغانستان چې د ډله‌ییزو لوبو پړاو په څلورم ګروپ کې د درېیو پرله‌پسې بریاوو سره د ګروپ په سر کې راغلی و، د شپږو غوره لوبډلو پړاو په لومړۍ لوبه کې یې د سریلانکا پر وړاندې ماتې وخوړه. سریلانکا چارشنبه په خپله دویمه لوبه کې سویلي افریقا ته ماتې ورکړه او د شپږو نمرو په ترلاسه کولو سره د ګروپ ترټولو مخکښه لوبډله شوه. په همدې ګروپ کې اسټرالیا د اتو نمرو سره مخکښه ده. د دغه شرایطو له مخې؛ د افغانستان لوبډلې نیمه‌پایلوبې ته د رسېدو لپاره یوازې د اېرلنډ پر وړاندې بریا ته اړتیا لرله.

استرالیا نیمه‌پایلوبې ته خپل تګ حتمي کړی دی. په دویم ګروپ کې د هند او انګلستان لوبډلې چې دواړه شپږ-شپږ نمرې لري، د لومړۍ او دویمې لوبډلې په توګه نیمه‌پایلوبې ته وتلې دي. اوس چې افغانستان نیمه پایلوبې ته ووت راتلونکې لوبه کې به له هند سره مخامخ کیږي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

په جلال اباد ښار کې د ملا هبت الله فرمانونه په بېلبورډونو کې ځړول شوي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۲۷ GMT+۰

د طالبانو د چارو ادارې لوی ریاست وايي، چې جلال‌اباد ښار کې ددې ډلې مشر هبت الله ۱۷مې او ۲۰مې ګڼې فرمانونه بېلبورډونو کې نصب شول. دوی زیاتوي، چې دا لړۍ به لغمان کونړ او نورستان ولایتونو ته هم وغځيږي. عامه وګړي نیوکه کوي چې دا فرمانونه یوازې په عامه خلکو تطبیق کېږي.

د طابانو تر واک لاندې د چارو ادارې لوی ریاست نن جمعه، د سلواغې ۱۰مه په اېکس کې لیکلي، چې مطبوعاتي پلاوي جلال‌اباد ښار کې د طالبانو د مشر ملاهبت الله د ۱۷مې او ۲۰مې ګڼې فرمانونو لنډ پیغامونه د عامه پوهاوي او اغېزناک تطبیق په موخه بېلبورډونو کې د نصب لړۍ پیل کړه.

د یادې ادارې په وینا د یادو فرمانونو رعایت یې په ټولنیز ژوند کې ارزښتناک او مهم وګڼلو باید وویل شي چې ۱۷مه ګڼه فرمان د خېښیو، ودونو، مصیبتونو او حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناوړه دودونو او رواجونو د مخنیوي او ۲۰مه ګڼه فرمان د ښاري طرحو، نقشو، ښاري پلانونو او ودانیزو چارو په هکله صادر شوي دي.

د افغانانو نیوکې دا دي، چې طالبانو مشر هبت الله فرمانونه په عامو خلکو تطبیق کېږي او د دوی چارواکي د خپل امیر فرمانونه پر خپلو ځانونو نه عملي کوي.

د روان کال لیندۍ میاشت کې ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار کمیټې په تازه راپور کې ویلي و، چې د طالبانو د مشر ملاهبت‌الله ټول فرمانونه په افغانستان کې یوشان نه تطبیقېږي. راپور زیاتوي، چې د طالبانو ځواکمن مشران لکه د حقاني شبکې غړي کولای شي د خپلې خوښې کار ترسره کړي او د خپل مشر له لارښوونو سرغړونه وکړي.

پاملرنه: سخت ژمی په افغانستان کې د زرګونو کورنیو ژوند او معیشت ګواښي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۱۱ GMT+۰

د پاملرنه په نوم نړیوال بشرپال بنسټ ویلي چې په افغانستان کې سختو ژمنیو شرایطو د زرګونو کورنیو بحران لا ژور کړی او په ځانګړي ډول په لرو پرتو سیمو کې یې د خلکو ژوند او معیشت له جدي ګواښ سره مخ کړی دی. دغه سازمان د زیانمنو کورنیو د ملاتړ لپاره د بېړنیو بشردوستانه مرستو غوښتنه کړې.

د دې سازمان په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د وروستیو واورو او بارانونو له امله مرګ‌ژوبله او مالي زیانونه اوښتي او ډېرې کورنۍ د ژمي په موسم کې له سختې خوراکي ناامنۍ، بېوزلۍ او د بشري مرستو د کمښت له پایلو سره مخ دي.

د «پاملرنه» بنسټ ویلي چې له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي ډېری کډوال په نامناسبو شرایطو او له ګڼه‌ګوڼې ډکو کمپونو کې ژوند کوي، چې دا وضعیت د ژمي له سختۍ سره لا ژور شوی دی.

کریستینا یووانوفسکا، چې په افغانستان کې د دې سازمان له مسوولینو څخه ده، ویلي: « واورو او طوفانونو هغه سترې ستونزې لا زیاتې کړې چې میلیونونه خلک یې په افغانستان کې تجربه کوي. ټولنې لا هم د تېر کال له ویجاړوونکو زلزلو نه دي رغېدلې او اوس سخت ژمي د هغوی کړاو څو برابره کړی دی.»

نوموړې ټینګار کړی چې ښځې او نجونې تر ټولو ډېر د طبیعي پېښو له اغېزو زیانمنېږي او خبرداری یې ورکړی چې «بېړنۍ مرسته د نورو تلفاتو د مخنیوي لپاره حیاتي ده.»

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې تازه اعلان کړی، چې د وروستیو واورو له امله د مړو شمېر ۶۱کسانو ته رسېدلی او ۱۱۰نور ټپیان شوي دي.

د دغې ادارې د شمېرو له مخې، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې لږ تر لږه ۴۵۸کورونه د واورو او بارانونو له امله ویجاړ شوي دي.

د واورو د اورښت له امله د بامیانو د شاتو او حاجیګک کوتلونه د موټرو پرمخ تړل شوي دي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۳۹ GMT+۰

د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي، چې په بامیان کې د واورې ورېدو او توپان له امله د شاتو کوتل او حاجیګک کوتل د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي. دوی زیاتوي، چې په غزني ولایت کې د ناور ولسوالۍ مسیر هم د ترافیکو پر مخ تړل شوی دی.

د طالبانو تر واک لاندې د ټولګټو وزارت نن جمعه، د سلواغې ۱۰مه په اېکس کې لیکلي، چې د سالنګ په لویه لاره کې د بار وړونکو وسایطو د تګ راتګ زمینې برابرولو لپاره او همدارنګه په بامیان او غزني ولایتونو کې د تړل شوو لارو د بیا پرانیستلو په موخه، د ټولګټو وزارت ولایتي پرسونل هڅې روانې دي.

دوی زیاتوي، چې دا مهال د هېواد ډېری لویې لارې او نښلوونکي مسیرونه د ترافیک پر مخ پرانیستي دي او د وسایطو تګ‌راتګ په عادي ډول جریان لري. د سالنګ په لویه لاره کې له تېرې شپې راهیسې واوره ورېږي خو دا لار د مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستې ده او له دواړو خواوو تګ‌راتګ په عادي توګه جریان لري.

همدارنګه، بار وړونکي وسایط (د ټریلر پرته) له جنوب څخه شمال ته په وقفه‌يي ډول پر دغه مسیر تګ کوي.

د تاجکستان او افغانستان پر پوله وسله واله نښته شوې ده

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۳۵ GMT+۰

د تاجکستان سرحدي ساتونکو د افغانستان په پوله کې د وسله والو کسانو له یوې ډلې سره نښته کړې ده. د تاجکستان خبري اژانس«خاور»راپور ورکړ، چې دغه کسان قاچاق وړونکي وو او په نښته کې درې تنه وژل شوی و. د راپور له مخې، دغه کسان په غیرقانوني ډول د افغانستان له پولې تاجکستان ته ننوتلي وو.

خاور خبري اژانس راپور ورکړې، چې د پنجشنبې په ورځ، د سلواغې ۱۰مه ، د ځايي وخت شاوخوا ۷:۳۰ بجې د تاجکستان سرحدي ځواکونو د شمس الدین شکین په سیمه کې له پنځو افغان قاچاق وړونکو سره نښته وکړه، چې په غیرقانوني ډول له افغانستان څخه تاجکستان ته ننوتي وو.

ویل کیږي، چې د نښتې په جریان کې درې افغان قاچاق وړونکي ووژل شول او دوه نور افغانستان ته وتښتېدل.

د تاجکستان د ملي امنیت کمیټې اعلان وکړ، چې له قاچاق وړونکو څخه وسلې او څلور کڅوړې چې د چرسو او تاریاکو نیول شوي دي.

د تاجکستان چارواکو وویل، چې دوی «د پولې امنیت ډاډمن کولو لپاره ټول اړین اقدامات کوي او د پولې سرغړونکو او قاچاق وړونکو سره په بې رحمانه توګه مبارزه کوي.»

ویل کیږي چې د تاجکستان په پوله کې وضعیت اوس مهال تر کنټرول لاندې دی او د نښتې په اړه نورې پلټنې روانې دي.

انتونیو ګوترېش: افغان حکومت باید ټول شموله او د قومي ډلو استازیتوب وکړي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۴۸ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې افغان ادارې باید په ریښتني ډول سره ټولګټونه وي او د افغان ټولنې د ټولو قومي ډلو او ټولنو استازیتوب وکړي. هغه وویل چې ملګري ملتونه په افغانستان کې څلور اهداف تعقیبوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړه، چې له طالبانو سره تعامل یو بد انتخاب دی خو له دې ډلې سره په بشپړه توګه اړیکې پرې کول بدتر دی.

د افغانستان انټرنشنل د خبریال د پوښتنې په ځواب کې انتونیو ګوترېش ټینګار وکړ، چې د طالبانو پالیسۍ مایوسه کوونکې دي خو «موږ دې پایلې ته رسیدلي یو چې په بشپړ ډول د تعامل پرې کول به یو بدترین انتخاب وي.»

ښاغلي ګوترېش د پنجشنبې په ورځ، د سلواغې پر ۱۰مه په نیویارک کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې له طالبانو سره تعامل په ځینو برخو کې "مثبتې اغیزې" درلودې. هغه د خصوصي سکتور سره د مرستې لپاره له طالبانو سره کار کولو ته اشاره وکړه، او ویې ویل «مېرمنې د افغانستان په څو برخو کې په کار کولو کې مشغولې دي.»

په همدې حال کې ګوترېش ومنله چې طالبان د ښځو د کار او زده کړې د بندیز له خپلې پالیسۍ څخه شاته نه دي تللي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي یادونه وکړه، چې ښځینه کارکونکو ته اجازه نه ورکول کیږي چې خپلو دفترونو ته لاړې شي خو ملګرو ملتونو ته اجازه ورکړل شوه چې په خلاصو سیمو کې لکه په ساحوي ماموریتونو کې ښځینه کارکونکې کار وکړي.

ګوتریش وویل، چې د طالبانو لخوا د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو د کار کولو د مخنیوي امر ډیر مایوسه کونکی او د نه منلو وړ دی.

سوزان فرګوسن په افغانستان کې د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د لیندۍ په میاشت کې په یوه بیان کې وویل، چې ملګري ملتونه ښځینه کارمندانو ته اړتیا لري ځکه چې افغان میرمنو ته مرسته باید د ښځینه مرستندویه کارمندانو لخوا چمتو شي.

هغې وویل، چې د ملګرو ملتونو ښځینه کارکونکو د کور او ساحې څخه کار ته دوام ورکړی دی.

نوموړې وویل:«یوازې د دوی د شتون له لارې موږ کولی شو په خوندي ډول ښځو او نجونو ته ورسیږو او هغو کسانو ته اړینې مرستې چمتو کړو چې ورته ډیره اړتیا لري. مرسته باید د ښځو لخوا ښځو ته چمتو شي.»