• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسلامي جمهوري دولت کابینې د سپاه پاسداران په اړه د اروپايي ټولنې وروستی اقدام وغانده

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۱۴ GMT+۰

د اسلامي جمهوري دولت کابینې د یوې بیانیې په خپرولو سره د سپاه پاسداران په اړه د اروپايي ټولنې وروستی اقدام وغانده.

د بیانیې په متن کې راغلي، د سپاه پاسداران په اړه د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو پرېکړه د ایران د ملي حاکمیت د یوه بنسټ او مهم دفاعي رکن پروړاندې «احساساتي، غېر رغنده او غېر حقوقي چلند» دی.

ترویج لرونکی

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی
۱

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۲

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۳

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل

۴
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۵

اروپایي ټولنه :د افغانستان د راتلونکې لپاره د ځوانانو ملاتړ کوو

•
•
•

نور کیسې

د سوریې حکومت او کُرد ځواکونو د اوربند او ادغام پر سر هوکړې ته رسېدلي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۱۲ GMT+۰
100%

د سوریې حکومت او د کُردانو تر مشرۍ لاندې د «سوریې دیموکراتیک ځواکونه» (قسد) د ټولشموله اوربند او د دې ډلې د پوځي او اداري بنسټونو په پړاویز ډول د مرکزي حکومت په جوړښت کې د ادغام پر سر هوکړې ته رسېدلي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، قسد به له شمالي سنګرونو شاتګ کوي او د سوریې امنیتي ځواکونه به د حسکه او قامشلي ښارونو په مرکزونو کې ځای پر ځای شي. همدارنګه به د قسد له ځینو لواوو څخه د دولت تر چتر لاندې پوځي واحدونه جوړ شي.

قسد ویلي چې دواړه لوري د کُردانو د مدني او تعلیمي حقونو، د بې‌ځایه شویو د ستنېدو او د ځانګرې ادارې د بنسټونو د دولتي جوړښتونو سره د یوځای کېدو پر سر هم سلا شوي دي.

د سوریې د حکومت یو چارواکي ویلي چې دا هوکړه د دلو په ۹مه وروستۍ شوې او عملي کېدل یې سمدستي پیل شوي دي.

د ټرمپ په غوښتنه روسیه تر یکشنبې پر اوکراین بریدونه ځنډوي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۵۷ GMT+۰
100%

کرملین ماڼۍ ویلي، چې روسیه به د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ په غوښتنه تر یکشنبې، د فبرورۍ تر لومړۍ نېټې، پر اوکراین خپل بریدونه ودروي.

د کرملین ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف ویلي، چې ټرمپ په مستقیم ډول له ولادیمیر پوتین څخه غوښتي، څو د سولې د خبرو لپاره «مساعد شرایط» برابر شي او پوتین له دې غوښتنې سره موافقه کړې ده.

پسکوف ټینګار کړی، چې دا غوښتنه شخصاً د ټرمپ له‌خوا شوې او د روسیې ولسمشر منلې ده. د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، پوتین د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره د لیدنې چمتووالی ښودلی، خو ویلي یې دي چې دا لیدنه باید په مسکو کې ترسره شي.

په همدې وخت کې، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي ویلي، هېواد به یې د سولې د ترلاسه کولو لپاره هېڅ فرصت له لاسه ور نه کړي. نوموړي په ایکس خواله رسنۍ کې په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي: «موږ له خپلو شریکانو، په ځانګړي ډول له امریکا سره، د داسې اغېزمنو چوکاټونو او اړینو پایلو په اړه خبرې کوو.»

زیلینسکي هیله څرګنده کړې، چې اروپا او امریکا به وکولای شي د اوکراین د سولې په بهیر کې اغېزمن رول ولوبوي.

بنګله دېش ایرلاین له ۱۳ کالونو وروسته یو ځل بیا پاکستان ته خپلې الوتنې پیل کړې

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۴۸ GMT+۰
100%

د پاکستان دفاع وزير خواجه اصف اعلان وکړ چې د بنګله‌دېش او پاکستان ترمنځ تجارتي او هوایي اړیکې یو مهم پړاو ته رسېدلي. هغه وويل چې د بنګله‌دېش ایرلاین الوتکه د جنورۍ پر ۲۹مه ماښام شاوخوا ۱۱بجې کراچۍ کې په برياليتوب سره کښته شوې. د دغه هوایي شرکت وروستۍ الوتنه په ۲۰۱۲ کال کې وه.

خواجه اصف زياته کړې چې اوس دې ایرلاین ته اجازه ورکړل شوې چې په اوونۍ کې درې الوتنې ترسره کړي.

په لومړنۍ الوتکه کې ۱۴۰ مساپر سپاره و او تمه ده چې په راتلونکې کې به د کارګو حجم څو برابره زيات شي.

د خواجه اصف په وينا، بنګله‌دېش په ۲۰۱۲کال کې خپل وروستی پرواز ترسره کړی و، په داسې حال کې چې د پاکستان (پي‌ای‌اې)خپله وروستۍ الوتنه ۲۰۱۸کال کې کړې وه.

د خواجه اصف په وینا د الوتنو له بیا پیل سره به د دواړو هېوادونو اقتصادي او تجارتي اړيکې لا غښتلې شي.

چین د میانمار له جنایي ډلو سره تړاو لرونکي ۱۱ کسان اعدام کړي دي

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۹ GMT+۰
100%

فرانس پرېس خبري اژانس د چین د ځايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې نند میانمار پولې ته نږدې د مېشتو جنايي ډلو ۱۱مهم غړي اعدام شوي دي. دغه کسان د انټرنیټي او ټیلیفوني درغلیو په پراخو شبکو کې د لاس لرلو په تور مجرم پېژندل شوي وو.

د چینايي چارواکو په وینا، پر دغو کسانو د قتل، انسان‌تښتونې، په ناقانونه ډول د خلکو ساتلو او د شاوخوا ۱.۴میلیارد ډالرو په ارزښت د مالي درغلیو تورونه ثابت شوي وو.

د فرانس پرېس د راپور له مخې، د یادو جنايي ډلو د فعالیتونو له امله لږ تر لږه ۱۴چینايي وګړي وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې په وروستیو کلونو کې د میانمار په سرحدي سیمو کې د انټرنیټي درغلیو مرکزونه جوړ شوي، چېرې چې زرګونه کسان په جبري توګه کار ته اړ ایستل کېږي، څو د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د خلکو څخه د انټرنیټ له لارې پیسې غلا کړي.

چارواکي وايي، چین د دغو نړیوالو جنايي شبکو پر وړاندې د سختو اقداماتو لړۍ چټکه کړې ده.

د طالبانو برېښنا شرکت: یو ترکي شرکت د برېښنا په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۴۶ GMT+۰
100%

د طالبانو تر واک لاندې د برېښنا شرکت مشر عبدالحق همکار وايي، د برېښنایي تجهیزاتو تولیدونکې ترکي کمپنۍ له مشر ګونای ګسای سره یې د اوبو برېښنا په برخه کې د پانګونې، د تجهیزاتو ترمیم او عصري ټېکنالوژۍ پر مټ د نوې کېدونکې برېښنا نويو سیسټمونو نصب په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو برېښنا شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې لیدنه کې د ترکي کمپنۍ مسوولینو په افغانستان کې د اوبو څخه د برېښنا تولید، د توربینونو ترمیم او نصب او د تخنیکي کارکوونکو ظرفیت لوړونې په برخو کې د پانګونې ژمنه کړې ده.

طالبان وخت ناوخت داسې مهال د برېښنا په برخه کې د پانګونې خبره کوي، چې د پلازمېنې په ګډون د افغانستان ګڼ ښارونه د برېښنا له نشتوالي سر ټکوي. کابل مېشتې وایي، د ورځې برېښنا نه‌وي او د شپې هم یوازې د درېیو ساعتونو لپاره برېښنا لري.
دغه چارې ځینې کاروباریان هم له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. د یاد شرکت چارواکو که څه هم ژمنه کړې، چې د برېښنا د کمښت د ستونزې حل لپاره هلې ځلې کوي؛ خو د کابل ښار ځینې اوسېدونکي بیا د برېښنا له زیاتې پرچاوۍ شکایت کوي.

افغانستان نږدې ۸۰ سلنه برېښنا له ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران نه واردوي، چې په یادو هېوادونو کې د اړتیا پرمهال افغانستان ته د برېښنا په کچه کې د پام وړ کموالی راځي.