• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د سېلابونو راوتو اټکل شوی

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۰۵ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادارې خبر ورکړی، چې د سلواغې له ۱۰مې تر ۱۲مې نېټې پورې په ۱۷ ولایتونو کې د سېلابونو راوتو اټکل شوی. د یادې ادارې په خبره؛ د سختو ورښتونو او د واورو ویلي کېدو له امله به په یوشمېر سیندیزو حوزو کې د اوبو کچه لوړه شي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، هرات، غور، بادغیس، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، روزګان، جوزجان، سرپل، فاریاب، بلخ، غزني، لوګر، میدان وردګ، کابل او پروان هغه ولایتونه دي چې د سېلابونو د لوړې کچې له ګواښ سره مخ دي.

یادې ادارې د ذکر شویو ولایتونو له اوسېدونکو غوښتي، چې احتیاطي تدابیر په پام کې ونیسي او د سېندونو له غاړو او د سېلاب له مسیرونو څخه ځانونه لرې وساتي. یادې ادارې د یوې بلې جلا خبرپاڼې په خپرولو سره په ۱۸ ولایتونو کې د واورې، باران او تېزو سېلیو وړاندوینه هم کړې ده.

افغانستان د اقلیمي بدلون له کبله ترټولو ډېر زیانمنوونکی هېواد دی او په دې وروستیو کې د اقلیمي بدلون د څپو له کبله په دغه هېواد کې خلکو ته د مرګ ژوبلې سربېره ګڼ مالي زیانونه هم اوښتي دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو له‌خوا د امیندوارۍ د مخنیوي پر درملو بندیز د میندو لپاره وژونکي پایلې لرلې دي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۵۵ GMT+۰

د یو تازه راپور له‌مخې، طالبانو په غیر رسمي ډول د ښځو د امیندوارۍ مخنیوی منع کړی او یادې پرېکړې د میندو لپاره وژونکې پایلې لرلې دي. د طالبانو تر واکمنۍ لاندې امیندوارۍ ضد ګولیو ته لاسرسی محدود شوی او لسګونه هغه کلینیکونه تړل شوي چې د زیږون د اختلاطاتو او ناڅاپي سقط درملنه یې کوله

د ګاردین ورځپاڼې او زن ټایمز د ګډ راپور له‌مخې، چې د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۹مه) خپور شوی، په څو ولایتونو کې ډاکټرانو او قابلو ویلي، چې په روغتیايي مرکزونو کې د امیندوارۍ ضد درمل، وسایل او همدارنګه د امیندواره ښځو د درملنې لپاره اړین توکي لومړی کم او وروسته په بشپړ ډول قطع شول.

په راپور کې ویل شوي، چې طالبانو روغتیايي کارکوونکو ته خبرداری ورکړی، که ښځو ته د امیندوارۍ ضد درمل ورکړي، کلینیکونه به یې وتړل شي.

د طالبانو یادې پرېکړې د ښځو لپاره ناورین رامنځته کړی دی.

د کندهار اوسېدونکې شکېبا (مستعار نوم) ۴۲ کلنه ده او ۱۲ ماشومان لري. نوموړې ویلي، چې له شدیدې روغتیايي کمزورتیا، د سر ګرځېدو او هډوکو درد سربیره یو ځل بیا امیندواره ده. کلینیک د امنیدوارۍ د مخنیوي درمل نه‌دي ورکړي او خاوند یې هم اجازه نه‌ورکوي، چې له بل ځایه ځان ته دغه درمل چمتو کړي.

۲۹ کلنه زرغونه (مستعار نوم) چې د جوزجان اوسېدونکې ده، دوه کاله وړاندې یې په زلزله کې کور ویجاړ شوی او په یوه خېمه کې اوسېده. نوموړې درې ورځې پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌درلود، چې له امله یې د کولمو له خطرناک بندښت سره مخ شوې وه. ډاکټرانو هغه عملیات کړې وه او د نوموړې خاوند ته یې ویلي وو، چې زرغونه باید نوره امیندواره نه‌شي.

د ډاکټرانو د تشخیص له‌مخې، زرغونه د وینې کمښت، ویټامین کمښت او د وینې له ټیټ فشار څخه کړېدله او د جنین د زېږولو توان یې نه‌درلود، خو نوموړې د خپل خاوند په ټینګار سره امیندواره شوه.

زرغونې هڅه کړې، چې د دودیزو درملو په کارولو سره جنین سقط کړي، خو نتیجه یې نه‌ده ورکړې.

زرغونه بختوره وه، چې له زیږون څخه ژوندۍ پاتې شوه، خو څو ورځې وروسته یې لا هم د وینې بهېدل نه‌دي درېدلي او له دوامداره دردونو څخه کړیږي. ډاکټرانو ویلي، چې زرغونه باید بل ځل امیندواره نه‌شي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د راپورونو له‌مخې، د نړۍوالو مرستو د کمښت له امله تېر کال په افغانستان کې له ۴۴۰ څخه ډېر روغتونونه او کلینیکونه تړل شوي او یا يي هم خدمات کم کړې دي.

په یاد راپور کې راغلي، چې یو شمېر ښځې د کورني تاوتریخوالي له امله جنین سقط کوي. حمیده (مستعار نوم) چې د کندهار په یوه روغتون کې کار کوي ګارډین او زن ټایمز ته ویلي، چې کورنی تاوتریخوالی د جنین د سقط یو له اصلي دلیلونو څخه دی.

د طالبانو له‌خوا د امیندوارۍ مخنیوي درملو له بندیز څخه مخکې، په کلیو کې کلینیکونو د زیږونونو تر منځ د واټن په اړه منظمې غونډې کولې، خو اوس دا پروګرامونه نشته.

یوې ډاکټرې ویلي:«کله چې درمل نه‌وي، نو د پوهاوي لوړول هېڅ معنا نه‌لري. طالبانو هېڅ لیکلی امر نه‌دی راکړی، خو موږ وېره لرو، که د دې مسالې په اړه وغږیږو، نو دوی به زموږ مرکز وتړي».

قطر له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې افغانستان کې بېړنیو بشري مرستو ته پاملرنه وکړي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۱۱ GMT+۰

د نړۍوالو همکاریو په چارو کې د قطر د دولت وزیرې مریم بنت علي بن ناصر المسند د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۹مه) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو له دایمي همغږي کوونکي ندرېکا راتواته سره د بشري مرستو پر اړتیا خبرې کړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له‌مخې، دا لیدنه د ملګرو ملتونو د استازي د رسمي سفر پر مهال په قطر کې ترسره شوه، چې په‌کې دواړو لورو د قطر د دولت او ملګرو ملتونو تر منځ پر روانو همکاریو بحث وکړ او په ځانګړي ډول یې په افغانستان کې د بشري مرستو او پراختیايي برخو کې د دغو همکاریو د پیاوړتیا او پراخولو پر لارو چارو خبرې وکړې.

د نړۍوالو همکاریو په چارو کې د قطر د دولت وزیرې په دې لیدنه کې ټینګار وکړ، چې دوحه به همدارنګه د خبرو اترو د یوه مهم ډګر په توګه پاتې شي او د ملګرو ملتونو د سازمان لپاره به د لوژستیکي، سیاسي او بشري شریک رول ولوبوي، څو په افغانستان کې د دې سازمان د ماموریتونو ترسره کېدل اسانه شي.

نوموړې همدارنګه د افغانستان د ولس په ملاتړ د قطر پر ثابت دریځ د ټینګار تر څنګ، په افغانستان کې د بېړنیو بشري مرستو د رسولو او همدارنګه د روغتیا، زده‌کړو او اقتصادي پیاوړتیا د برخو د ملاتړ لپاره د نړۍوالې ټولنې د پرله‌پسې هڅو پر ارزښت ټینګار وکړ.

د قطر بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې دا لیدنه د دوحې د هغو هڅو په لړ کې ترسره شوې، چې موخه یې د نړۍوالو همکاریو پیاوړتیا او په افغانستان کې د انساني وضعیت د ثبات او ښه‌والي ملاتړ دی.

لوړپوړی روسي کارپوه: طالبان په یوازې ځان د افغانستان د امنیت ټینګښت توان نه‌لري

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۳۸ GMT+۰

لوړپوړی روسي کارپوه رجب صفروف وایي، چې طالبان په یوازې ځان د افغانستان د امنیت د ټینګښت وړتیا نه‌لري او د وسله‌والو ډلو پر وړاندې د مقابلې لپاره د سیمې له هېوادونو، په ځانګړي ډول له روسیې سره همکارۍ ته اړتیا لري.

رجب صفروف چې په مسکو کې د معاصر ایران د څېړنو مرکز مشر دی، د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۹مه) له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وویل، د طالبانو او روسیې د پوځي چارواکو ترمنځ وروستي مذاکرات ښيي چې امنیتي همکارۍ پرته له دوه‌اړخیز باور څخه شونې نه‌دي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د طالبانو او د سیمې د هېوادونو تر منځ پوځي همکاري هغه مهال عملي کېدای شي، چې د دواړو لورو تر منځ سیاسي او امنیتي باور موجود وي. دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي، چې د چهارشنبې په ورځ د (سلواغې ۸مه) د روسیې د دفاع وزارت مرستیال واسیلي اُسماکوف او د طالبانو د دفاع وزارت د ستراتیژۍ او پالیسۍ مرستیال محمد فرید په مسکو کې سره ولیدل.

د روسیې د دفاع وزارت اعلان کړی، چې په دغې ناسته کې دواړو لورو د اوسني وضعیت او د ګډو ګټو په برخو کې د پوځي همکاریو د پراختیا او پر راتلونکو لارو چارو خبرې کړې دي. رجب صفروف د دغې لیدنې په تړاو وویل، چې د روسیې لپاره له محمد فرید سره خبرې او تعامل اسانه دی. هغه زیاته کړه: «محمد فرید چې د طالبانو د دفاع وزارت مرستیال دی، د روسیې په پوځي اکاډمۍ کې یې زده‌کړې کړې دي او په روسي ژبه بشپړ تسلط لري. روسیه کولای شي له هغه سره په اسانه تعامل وکړي او خبرې اترې پر مخ یوسي».

د دغه روسي کارپوه په وینا، همدا موضوع کولای شي د مسکو او طالبانو ترمنځ د اړیکو د اسانتیا او د پوځي همکاریو د پراخېدو لپاره مهم رول ولوبوي.صفروف ټینګار وکړ، چې روسیه چمتو ده، د ګډو ګټو په چوکاټ کې له طالبانو سره پوځي همکارۍ ولري.

هغه همداراز افغانستان ته د امریکا د بېرته راګرځېدو هڅو ته په اشارې وویل، که د طالبانو او روسیې تر منځ همکارۍ پیاوړې شي، نو دا به د نورو هېوادونو د پلانونو د پلي کېدو مخه ونیسي. د هغه په خبره، د سیمې هېوادونه دې پایلې ته رسېدلي، چې افغانستان باید د ځان د دفاع وړتیا ولري او خپله خپل امنیتي ثبات وساتي.

روسیې په وروستیو کلونو کې پرله‌پسې د افغانستان د بې‌ثباتۍ د پایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د مسکو تر ټولو ستره اندېښنه د افراطي او ترهګریزو ډلو د فعالیتونو پراخېدل دي، په ځانګړي ډول د داعش خراسان څانګه او دا چې ناامني له افغانستان څخه د مرکزي اسیا هېوادونو ته ورسېږي؛ هغه سیمه چې روسیه یې د خپل ستراتیژیک امنیت او نفوذ برخه ګڼي.

روسي چارواکو څو ځله خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې ناامني کولای شي په منځنۍ اسیا کې د مسکو متحد هېوادونه لکه تاجکستان او ازبکستان له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ کړي. تاجکستان په وروستیو میاشتو کې څو ځله د افغانستان له خاورې د پولې پورې غاړې بریدونه تجربه کړي دي.

روسیې د طالبانو د په رسمیت پېژندلو له لارې هڅه کړې، چې د سیاسي او امنیتي خبرو او تعاملاتو له لارې، افغانستان په خپله ګټه وکاروي او د متحدینو پر ضد یې د ګواښ پر مرکز بدل نه‌شي. د مسکو او طالبانو ترمنځ وروستي پوځي او امنیتي تماسونه هم د همدې ستراتیژۍ یوه برخه بلل کېږي.

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې طالبانو ته «د امریکا د مرستو بندولو» لایحه تصویب کړه

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۵۹ GMT+۰

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې د ۵شنبې په ورځ (د سلواغې ۹مه) یوه لایحه تصویب کړه، چې له‌مخې یې له افغانستان سره د امریکا مرستو ته د طالبانو لاسرسی په بشپړ ډول بندېږي. د یادې کمېټې رييس ویلي، تر دې وروسته به د امریکا د مالیه ورکوونکو یو ډالر هم طالبانو ته ونه‌رسېږي

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې د پنجشنبې په ورځ «ترهګرو ته د مرستو بندولو لایحې» په اړه ناسته وکړه. د دې لایحې موخه دا ده، چې طالبان د امریکا له هغو مرستو څخه بې‌برخې شي چې افغانستان ته لېږل کېږي.

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې رييس جېم رېش د یادې لایحې له تصویبېدو وروسته د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ، چې تر دې وروسته «د امریکا د مالیه ورکوونکو یو ډالر به هم د طالبانو په ګډون په افغانستان کې ترهګرو ډلو ته ونه‌رسېږي».

جېم رېش ټینګار وکړ، چې طالبان دا مهال د امریکا هغو مرستو ته لاسرسی لري، چې افغانستان ته استول کېږي او دا کار د هغو امریکايي سرتېرو له قربانیو سره په ټکر کې دی چې دې هېواد کې وژل شوي دي.

جېم رېش: پر طالبانو د مرستو بندېدو قانون یو بل پړاو ته نږدې شوی | افغانستان انټرنشنل پښتو

تر دې مخکې ډيموکراټانو له دغې طرحې سره مخالفت کړی وو او اندېښنه یې ښودلې وه، که د امریکا مرستې بندې شي، نو دا به په افغانستان کې پر اړمنو خلکو ناوړه اغېز وکړي.

له بل لوري، د ملګرو ملتونو سر منشي انتونیو ګوترېش د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۹مه) په نیویارک کې د یوه خبري کنفرانس پرمهال وویل، چې له طالبانو سره تعامل یو بد انتخاب دی، خو له دې ډلې سره بشپړ پرېکون تر هغه هم بدتره انتخاب دی. ګوترېش د افغانستان انټرنشنل د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل:«د طالبانو تګلارې ناهیلې کوونکې دي، خو موږ دې پایلې ته رسېدلي یو چې بشپړ تعامل بندول به بدتره انتخاب وي».

د ملګرو ملتونو سرمنشي: له طالبانو سره د اړیکو بشپړ پرېکول یو بد تره انتخاب دی | افغانستان انټرنشنل پښتو

له دې سره سم، بیا د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یوې تازه مرکه کې ویلي، چې د یادې ډلې د واکمنۍ پرمهال یې د امریکا په ګډون له هېڅ بهرني هېواد څخه یوه پېسه هم نه‌ده ترلاسه کړې او نه هم ورته اړتیا لري.

مجاهد وايي:«امریکا، ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو، دوه درې کاله وړاندې استولې او دا پیسې موسساتو ته ورکول کېدې، وروسته امریکا پیسې بندې کړې او نورو هېوادونو کمې کړې. طالبانو ته تر اوسه هېچا یو ډالر پیسې هم نه‌دي ورکړي. او موږ اړتیا هم ورته نه‌لرو».

ذبیح‌الله مجاهد: له امریکا سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو څو له عامه زیان څخه په امن کې واوسو | افغانستان انټرنشنل پښتو

طالبان که څه هم د امریکا له‌خوا د دې ډلې سره د مستقیمو مالي مرستو راپورونه ردوي، خو وايي چمتو دي، چې امریکا د نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې ډيپلوماټيک حضور ولري.

د یادونې وړ ده، د تېر جمهوري حکومت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په ځلونو ادعا کړې، چې امریکا طالبانو ته هره میاشت میلیونونه ډالره ورکوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي: له طالبانو سره د اړیکو بشپړ پرېکول یو بد تره انتخاب دی

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۰ GMT+۰

ګوترېش ویلي، چې له طالبانو سره تعامل یو بد انتخاب دی، خو له دې ډلې سره بشپړ پرېکون تر هغه هم بدتره انتخاب دی. ګوترېش د افغانستان انټرنشنل د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل:«د طالبانو تګلارې ناهیلې کوونکې دي، خو موږ دې پایلې ته رسېدلي یو چې بشپړ تعامل بندول به بدتره انتخاب وي».

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۹مه) په نیویارک کې د یوه خبري کنفرانس پرمهال وویل، چې له طالبانو سره په ځینو برخو کې تعامل «مثبتې اغیزې» لرلي. نوموړي د خصوصي سکټور په برخه کې له طالبانو سره همکارۍ ته اشاره وکړه او په وینا يې چې «دې چارې په افغانستان کې زمینه برابره کړه، چې ښځې په څو برخو کې په کار بوختې شي».

ګوترېش ومنله، چې طالبان د ښځو د کار او زده‌کړو له بندیز څخه نه‌دي پر شا شوي.

نوموړي د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو یادونه هم وکړه، چې خپلو دفترونو ته د تلو اجازه نه‌لري، خو په وینا یې، د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکو ته اجازه ورکړل شوې، چې ځینې ساحوي ماموریتونو کې برخه واخلي.

ګوترېش وویل، چې د طالبانو له‌خوا د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو د کار مخنیوی «خورا ناهیلې کوونکی او د نه‌منلو وړ دی».

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې ځانګړې استازې سوزان فرګوسن هم په لیندۍ میاشت کې ویلي وو، چې ملګري ملتونه ښځینه کارکوونکو ته اړتیا لري، ځکه چې افغان ښځو ته مرستې باید د ښځینه مرستندویانو له‌خوا ورکړل شي.

نوموړې ویلي وو: «یوازې د دوی د حضور له لارې موږ کولی شو، په خوندي ډول ښځو او نجونو ته رسېدنه وکړو او هغو کسانو ته مرستې چمتو کړو، چې ورته اړتیا لري. مرستې باید د ښځو له‌خوا ښځو ته ورکړل شي».

په ورته مهال، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزماري ډي‌کارلو تېره اوونۍ کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې له طالب چارواکو سره د ښځو او نجونو د زده‌کړو په اړه خبرې وکړې، خو طالبانو د نوموړې غوښتنو ته مثبت ځواب نه‌دی ورکړی.

د ملګرو ملتونو لومړیتوبونه

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، چې په افغانستان کې څلور موخې تعقیبوي.

نوموړي وویل: «افغان ادارې باید په حقیقت سره ټول‌‌شموله وي، په دې مانا چې د افغانستان د ټولو قومي ډلو استازیتوب وکړي او دا په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره یو بنسټیز شرط دی».

نوموړي ویلي، چې د طالبانو اداره باید بشري حقونو ته درناوی وکړي او د ترهګرو سازمانو له‌خوا د افغانستان د خاورې د کارولو مخه ونیسي.

نوموړي په پاکستان کې وسله والو بریدونو ته په اشارې وویل: «موږ په ځانګړې توګه د هغه څه په اړه چې له پاکستاني طالبانو سره تړاو لري او له هغه ملاتړ څخه چې دوی یې ترلاسه کوي ژوره اندېښنه لرو».

همدارنګه د ملګرو ملتونو سرمنشي د نشه‌يي توکو پر وړاندې د طالبانو مبارزه وستایله او ویې ویل، چې یادې ډلې«په دې برخه کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي».