لوېدیځه سرچینه: پر ایران برید حتمي دی او اصلي اختلاف یوازې د عملیاتو د پیل پر وخت دی

یوه لوېدیځه سرچینه چې د امریکايي او اسراییلي چارواکو ترمنځ د همغږۍ له ناستو خبره ده، ویلي دي چې په واشنګټن او اورشلیم کې د پرېکړهکوونکو په غونډو کې پر ایران پوځي برید حتمي بلل کېږي او اصلي اختلاف یوازې د عملیاتو د پیل پر وخت پورې محدود دی.
سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، اوس په ناستو کې اصلي پوښتنه دا نه ده چې برید به کېږي او که نه؛ بلکې دا ده چې مناسب عملیاتي او سیاسي فرصت به کله برابر شي؛ داسې فرصت چې ښايي په راتلونکو څو ورځو کې میسر شي او یا هم څو اوونۍ وخت ونیسي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ د سلواغې پر ۱۰مه یو ځل بیا اعلان وکړ: «د امریکا د سمندري ځواکونو یوه لویه بېړۍ د ایران په لور د حرکت په حال کې ده او دا کښتۍ تر هغو لویې دي چې ونزویلا ته استول شوې وې».
هغه زیاته کړه: «هیله لرو چې له ایران سره یوې هوکړې ته ورسېږو. که هوکړه وشي، ښه ده؛ که هوکړه ونهشي، بیا به وګورو چې څه کېږي. خو حالات به ډېر حساس او هیجاني وي.»
پر ایران د امریکا د برید د احتمال له ډېرېدو سره هممهاله، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ترکیې ته د سفر پر مهال اعلان وکړ، چې تهران به «هېڅکله» د خپل توغندیز پروګرام پر سر خبرې اترې ونهکړي. د ایران د حکومت توغندیز پروګرام یو له هغو مواردو څخه دی، چې د امریکا ولسمشر یې له تهران سره د مذاکرې غوښتونکی دی.
