• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په تېرو دوو میاشتو کې په هرات کې نږدې ۴۰۰ کسان د جنایي جرمونو په تور نیولي دي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۳۵ GMT+۰

په هرات کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې یې په تېرو دوو میاشتو کې د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو ۳۹۷ کسان نیولي دي. د یادې قوماندانۍ په خبره؛ دغه کسان د قتل، وسله‌والو غلاوو او نورو ناقانونه کړنو په تور د هرات په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي دي.

یادې قوماندانۍ زیاته کړې، چې د نیول شویو کسانو ترڅنګ ۸۲ نقلیه وسایط، ۵۸۷ ګرځنده ټلیفونونه، ګاڼه او نغدې پیسې هم نیول شوې دي.

ترویج لرونکی

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی
۱

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۲

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۳

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل

۴
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۵

اروپایي ټولنه :د افغانستان د راتلونکې لپاره د ځوانانو ملاتړ کوو

•
•
•

نور کیسې

پر ډیورنډ تړلې لارې؛ د خیبر پښتونخوا عواید ۵۳ سلنه کم شوي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۲۱ GMT+۰
100%

پاکستاني رسنیو د خیبر پښتونخوا ځایي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د نږدې څلورو میاشتو راهیسې پر ډیورنډ کرښه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تړلو لارو له امله د خیبر پښتونخوا ایالت عواید ۵۳ سلنه کم شوي دي.

چارواکي وايي، د عوایدو دغه کمښت د سوداګریزو فعالیتونو د ټکني کېدو څرګنده نښه ده. د خیبر پښتونخوا سر وزیر د مالیاتو سلاکار مزمل اسلم او د فدرالي سوداګرۍ وزیر جام کمال ته په لېږلي لیک کې ویلي، چې پر ډیورنډ کرښه د لارو دوامداره تړل پاتې کېدو د دغه ایالت پر اقتصاد، عوایدو او د خلکو پر کارو بار ناوړه اغېزه کړې ده.

هغه د صوبايي او فدرالي چارواکو ترمنځ د بېړنۍ غونډې غوښتنه کړې؛ څو د ستونزې د حل لپاره عملي لارې چارې ولټوي. د لیک له مخې، که څه هم د مالیې راټولولو پر وړاندې رسمي خنډ د تېر کال په نومبر میاشت کې لرې شوی و؛ خو پر ډیورنډ کرښه د سوداګرۍ د شته ستونزو له امله عواید بېرته عادي حالت ته نه‌دي راګرځېدلي او سوداګریز فعالیتونه لاهم په ټپه ولاړ دي.

د خیبر چارواکي وايي، د پاکستان ډېری صادرات افغانستان ته د تورخم او غلام خان بندر له لارو لېږدول کېږي؛ خو د خرلاڅي او انګور اډې له لارې سوداګري په دوامداره توګه کمه شوې ده. د دوی په خبره؛ د خیبر پښتونخوا سرحدي لارې د پاکستان د ټولو صادراتو نږدې ۸۰ سلنه جوړوي، چې بند پاتې کېدل یې د پاکستان پر اقتصاد منفي اغېزه کوي.

د خیبر پښتونخوا حکومت خبرداری ورکړی، که د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه ژر تر ژره بېرته پیل نه‌شي؛ نو د خیبر پښتونخوا اقتصاد، سوداګریز فعالیتونه او د زرګونه خلکو د کار او روزګار وضعیت به لا زیانمن شي.

د امریکا قانون‌جوړوونکي غواړي افغانستان ته د ۶۳۱ مېلیون ډالرو مرسته ودرول شي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۱۸ GMT+۰
100%

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې هغه لایحه تصویب کړې، چې له مخې به یې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د امریکا مالي مرستې ودرول شي. جمهوري‌پال سناتور رنډ پال د یادې لایحې له تصویب وروسته وویل، چې د امریکا مالي سرچینې باید د دغه هېواد د دفاع لپاره ولګول شي.

هغه وایي، که دغه طرحه په قانون بدله شي؛ نو هغه ۶۳۱ مېلیون ډالره چې د افغانستان د بیارغونې لپاره ځانګړي شوي وو، بېرته به د امریکا خزانې وزارت ته وسپارل شي. د نوموړي په وینا؛ «ترهګرو ته د مالیه‌ورکوونکو د ډالرو د نه ځانګړي کېدو» تر عنوان لاندې لایحه به بهرنیو ناکامو ماموریتونو ته د پیسو د لېږد بهیر ودروي او امنیت او د مالیه‌ورکوونکو ګټې به د سیاست‌جوړونې په محور کې ځای پر ځای کړي.

یاد امریکایي سناتور ټینګار کړی، هېڅ هېواد او یا نادولتي بنسټ چې طالبان پر پښو دروي باید د امریکا د مالیه‌ورکوونکو له ډالرو ګټه وانه‌خلي. نوموړي وویل: «امریکا باید د هغو کسانو لګښت ورنه کړي، چې زموږ د دښمنانو تر څنګ ولاړ دي».

رنډ پال د پنجشنبې په ورځ د یادې لایحې تر تصویب وروسته پر اېکس پاڼه ولیکل، چې یاده طرحه د کافي امنیتي تدابیرو پرته د افغانانو د بیا مېشتېدو په تړاو د واشنګټن «په پټو سترګو ژمنتیا» ته د پای ټکی ږدي.

هغه وویل: «موږ یې مخکې بیه پرې کړې ده؛ د ملي ګارد غړې د هغه ترهګر له‌خوا ووژل شوه، چې د بیا مېشتېدو له لارې امریکا ته راغلی و. موږ باید امنیت ته لومړیتوب ورکړو».

دغه سناتور زیاته کړې، د اوږدې مودې لپاره د امریکا بهرنۍ مرستې د بې‌پایه لګښتونو معنا لرله چې هېڅ ډول حساب‌ورکونه په‌کې نه وه. د پال په وینا؛ یاده لایحه به دغه وضعیت بدل کړي او مالیه‌ورکوونکي حق لري پوه شي، چې د هغوی پیسې په بهر کې فساد او یا ترهګري نه پیاوړې کوي.

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې د پنجشنبې په ورځ په رسمي ډول د طالبانو له لوري افغانستان ته د امریکا د مرستو بندولو لایحه تصویب کړه. د یادې کمېټې مشر جېم رېش په یوه خبرپاڼه کې وویل: د دې طرحې له تصویب سره به «حتی یو ډالر هم د امریکایي مالیه‌ورکوونکو له پیسو څخه د طالبانو په ګډون افغانستان کې ترهګرو سازمانونو ته ونه رسېږي».

د یادې لایحې له اصلي پلویانو څخه ټېم بورچټ وویل، دغه طرحه به ډېر ژر د رایې‌اخیستنې لپاره د سنا عمومي تالار ته وړاندې شي؛ خو د هغې د تصویب لپاره جمهوري‌پال د ډیموکرات سناتورانو ملاتړ ته اړتیا لري.

ډیموکراتانو تر دې وړاندې افغانستان ته د مرستو د بشپړ بندېدو مخالفت کړی و او لاروښانه نه‌ده، چې دوی به د جمهوري‌پالو له لوري د دغه لایحې څومره ملاتړ وکړي. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې (سیګار) د تېرکال د لېندۍ میاشتې په وروستي راپور کې ویلي و، چې امریکا د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په ټولیز ډول له ۳ اعشاریه ۸۳ مېلیارد ډالرو ډېرې بشري او پراختیايي مرستې افغانستان ته برابرې کړې دي.

طالبانو په پروان کې د یوه ځوان د قتل په تور پنځه کسان نیولي دي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۴۱ GMT+۰
100%

په پروان کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی، ځواکونو یې د هغه ځوان مړی موندلی چې ۱۲ ورځې وړاندې نادرکه شوی و. د یادې قوماندانۍ په وینا؛ د یادې پېښې په تړاو یې پنځه کسان هم نیولي دي.

په پروان کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پلټنې یې د وژل شوي کس د کورنۍ تر عریضې وروسته پیل کړې وې. د خبرپاڼې له مخې؛ د پلټنو پر مهال یې د سیدخېلو ولسوالۍ د چینکي علیا سیمه کې د یوه ۲۳ کلن ځوان مړی موندلی.

خبرپاڼې زیاته کړې، چې دغه کس د خپلو ملګرو له‌خوا په مرموز ډول وژل شوی. په خبرپاڼه کې راغلي، چې جسد یې د عدلي طب تر څېړونو وروسته د هغه کورنۍ ته سپارلی دی.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې؛ نیول شویو کسانو خپل جرم منلی او دوسیه به یې تر لومړنیو څېړونو وروسته عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.

د سند سترې محکمې د یوې پاکستانۍ کورنۍ په نوملړ کې د یوه افغان شاملولو قضیې د څېړنې امر کړی

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۱۰ GMT+۰
100%

د سند سترې محکمې د یوه پاکستانۍ کورنۍ د غړو په نوملړ کې د افغان وګړي د شاملولو له امله نادرا ادارې ته امر کړی، چې په لسو ورځو کې د دغه کورنۍ قانوني اسناد وڅېړي. محکمې دغه پرېکړه د یوې عریضې تر ترلاسه کولو وروسته کړې ده.

د پاکستان د سند ایالت سترې محکمې ویلي، چې د پاکستاني وګړو د کورنۍ په نوملړ کې د یوه افغان شاملو په اړه یې عریضه ترلاسه کړې او دوی د قضیې د څېړنې امر کړی. محکمې نادرا ادارې ته امر کړی، چې د یادي کورنۍ ټول قانوني اسناد وڅېړي او که کوم افغان وګړی د دغه کورنۍ په نوملړ کې شامل وي؛ باید نوم یې ترې واېستل شي.

د عریضه کوونکي وکیل ويلي، چې د نادرا ادارې مسوولین د بډې په بدل کې افغان وګړي د پاکستاني کورنیو په نوملړونو کې شاملوي. هغه زیاته کړې: « که څه هم شاوخوا ۴۰ لکه افغان کډوال په پاکستان کې مېشت دي؛ خو له دې ډلې شاوخوا ۲۰ لکه کسانو د پاکستان شناختي کارټونه جوړ کړي دي».

نوموړي‌ زیاته کړې، چې ډېری افغانان د پاکستاني پېژندکارټ او پاسپورټ په لرلو ګڼو هېوادونو ته تګ‌راتګ کوي. هغه ویلي:« یو افغان وګړی نقیب الله د عریضه کوونکې کورنۍ په نوملړ کې شامل شوی او اوس نادرا د عریضه کوونکي محمد اکرم د ټولې کورنۍ شناختي کارټونه لغوه کړي دي».

د نادرا له‌خوا محکمې ته ویل شوي، چې د عریضه کوونکي د پلار له بایومیټریک تصدیق وروسته نقیب الله د هغوی د کورنۍ په نوملړ کې شامل شوی و.

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د سېلابونو راوتو اټکل شوی

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۰۵ GMT+۰
100%

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادارې خبر ورکړی، چې د سلواغې له ۱۰مې تر ۱۲مې نېټې پورې په ۱۷ ولایتونو کې د سېلابونو راوتو اټکل شوی. د یادې ادارې په خبره؛ د سختو ورښتونو او د واورو ویلي کېدو له امله به په یوشمېر سیندیزو حوزو کې د اوبو کچه لوړه شي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، هرات، غور، بادغیس، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، روزګان، جوزجان، سرپل، فاریاب، بلخ، غزني، لوګر، میدان وردګ، کابل او پروان هغه ولایتونه دي چې د سېلابونو د لوړې کچې له ګواښ سره مخ دي.

یادې ادارې د ذکر شویو ولایتونو له اوسېدونکو غوښتي، چې احتیاطي تدابیر په پام کې ونیسي او د سېندونو له غاړو او د سېلاب له مسیرونو څخه ځانونه لرې وساتي. یادې ادارې د یوې بلې جلا خبرپاڼې په خپرولو سره په ۱۸ ولایتونو کې د واورې، باران او تېزو سېلیو وړاندوینه هم کړې ده.

افغانستان د اقلیمي بدلون له کبله ترټولو ډېر زیانمنوونکی هېواد دی او په دې وروستیو کې د اقلیمي بدلون د څپو له کبله په دغه هېواد کې خلکو ته د مرګ ژوبلې سربېره ګڼ مالي زیانونه هم اوښتي دي.