د «نیو سټارټ» له پای ته رسېدو سره؛ امریکا او روسیه د اټومي سیالۍ بیا پیل ته نږدې شوي دي

«نیو سټارټ» تړون چې د امریکا او روسیې د ستراتیژیکو اټومي وسلو او تاسیساتو شمېر ته حد ټاکي، (د سلواغې په ۱۶مه) پای ته رسېږي. د دغه تړون له ختمېدو سره به د ۱۹۷۲کال راهیسې د لومړي ځل لپاره د دواړو هېوادونو پر لرې واټن وېشتونکو اټومي وسلو هېڅ ډول محدودیت پاتې نهشي.
رویټرز خبري اژانس د جمعې په ورځ (د سلواغې ۱۰مه) راپور ورکړی، چې د امریکا او روسیې ترمنځ د اټومي وسلو د کنټرول یوازینی پاتې تړون د پای ته رسېدو په درشل کې دی. شننې ښيي، که په وروستیو شېبو کې کوم نوی تړون ونه شي؛ نو دواړه هېوادونه به د سړې جګړې له ختمېدو وروسته د لومړي ځل لپاره له هر ډول محدودیت پرته اټومي سیالۍ ته داخل شي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وړاندیز کړی، چې دواړه لوري دې په لنډمهاله او د یو بل کال لپاره دغه تړون وغځوي؛ څو د راتلونکي تړون د خبرو لپاره نور وخت برابر شي. د هغه امریکایي سیال ډونالډ ټرمپ تر اوسه د دغه وړاندیز په اړه کوم رسمي ځواب نهدی ورکړی.
