• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سردار اختر منګل نیوکه؛ د بلوچستان وضعیت خراب دی او رسنۍ چپ دي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۲۱ GMT+۰تازه شوی: ۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۰۹ GMT+۰

د بلوچستان نشنل ګوند مشر سردار اختر منګل ویلی، چې په بلوچستان کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی، خو رسنۍ چوپ دي. هغه وویل:«ما هیڅکله په خپل ژوند کې داسې د اندېښنې وړ وضعیت نه دی لیدلی. ایا د کورنیو چارو وزیر دا روښانه کولی شي چې د پولیسو د حوزې مشر چیرته دی؟»

د بلوچستان نشنل ګوند مشر سردار اختر منګل نن شنبه، د سلواغې پر ۱۱مه په اېکس کې لیکلي، چې په بلوچستان کې د امنیتي وضعیت په بشپړ ډول له کنټرول څخه بهر دی.

هغه د پاکستان فدارلي حکومت ته په اشارې وویل:«مهمه نده چې دوی څومره هڅه کوي موږ خاموش کړي، حقیقت باید په روښانه توګه بیان شي.»

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په بلوچستان کې یوې خبري ناسته کې وویل، چې د شنبې په ورځ د بلوچستان ایالت په مختلفو ښارونو کې په نښتو کې ۱۰ امنیتي ځواکونه او ۳۷ وسله وال وژل شوي دي.

پولیسو ویلي، چې لسګونو وسلوالو په یوه زندان هم برید وکړ او له ۳۰ څخه ډیر بندیان یې خوشې کړل.

نن شنبه د بلوچ بیلتونپالو لخوا د بلوچستان په ۱۲ بېلابېلو سیمو کې د یو وخت بریدونو وروسته په کویټه، سیبي او چمن کې مخابراتي خدمات قطع شوي دي.

د بلوچ ازادۍ پوځ دمخه د خپلو عملیاتو د دوهم پړاو پیل اعلان کړی، چې د "عملیاتو اتل" په نوم یادیږي.

په یوه بیان کې د دې ډلې ویاند جیند بلوچ د بریدونو مرحله د «اشغالګر حکومت او د هغې د نظامي جوړښتونو» په وړاندې د "کلک مقاومت اعلان" په توګه بیان کړه.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

پاکستان وايي په بلوچستان کې د وسله والو په بریدونو کې ۱۰ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۰۷ GMT+۰

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وایي، چې د شنبې په ورځ د بلوچستان ایالت په مختلفو ښارونو کې په نښتو کې ۱۰ امنیتي ځواکونه او ۳۷ وسله وال وژل شوي دي. پولیسو ویلي، چې لسګونو یاغیانو په یوه زندان هم برید وکړ او له ۳۰ څخه ډیر بندیان یې خوشې کړل.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړ، چې د بلوچستان ایالت په څو سیمو کې د بلوچ ازادۍ پوځ لخوا د یو وخت بریدونو وروسته په کویټه، سیبي او چمن کې مخابراتي خدمات وځنډول شول. ځینو رسنیو لیکلي چې ولایتي چارواکو مخابراتي خدمات ځنډولي.

دا عملیات په وروستیو کلونو کې د بلوچ بیلتون غوښتونکو لخوا یو له لویو بریدونو څخه و، د ۱۴۰۳ کال د حوت په میاشت کې د کویټې او پیښور ترمنځ د جعفر ایکسپریس په اورګاډي بریدونه ترسره کړې و.

د اې اېف پي د راپور له مخې، په وسلو او لاسي بمونو سمبال بریدګرو د شنبې په سهار په سویلي پاکستان کې شاوخوا دولس همغږي بریدونه ترسره کړل.

ددې بریدونو په موخو کې د زندان او د پولیسو مرکزونه شامل و.

په ورته وخت کې د بلوچستان روغتیا ادارې د ټپیانو د درملنې لپاره د ولایت په ټولو دولتي روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

د شنبې په ورځ د بلوچستان د روغتیا ایالتي وزیر بخت محمد کاکړ د روغتیا چارواکو او په ولایت کې روغتونونو ته امر وکړ چې د ټپیانو لپاره د طبي اسانتیاوو "سمدستي" چمتو کول ډاډمن کړي.

هغه له چارواکو څخه وغوښتل. چې ټپیانو ته د طبي خدماتو د چمتو کولو پروسه وڅاري.

د روغتیا وزیر د امر سره سم، د کوټې ښار په روغتیايي مرکزونو کې د عملیات خونې چمتو دي او ډیر ډاکټران لیږل شوي دي.

د بلوچ ازادۍ پوځ دمخه د خپلو عملیاتو د دوهم پړاو پیل اعلان کړی، چې د "عملیاتو اتل" په نوم یادیږي.

په یوه بیان کې د دې ډلې ویاند جیند بلوچ د بریدونو مرحله د «اشغالګر حکومت او د هغې د نظامي جوړښتونو» په وړاندې د "کلک مقاومت اعلان" په توګه بیان کړه.

په دې ډله په پاکستان کې بندیز دی او د متحده ایالاتو لخوا یو ترهګریز سازمان نومول شوی.

د بلوچ آزادۍ پوځ په وروستیو کلونو کې د څو بریدونو مسؤلیت په غاړه اخیستی او پاکستان وايي چې دا ډله د هند لخوا ملاتړ کیږي، دا ادعا ډیلي تل رد کړې ده.

پاکستان په وار وار ویلي، چې بلوچ بیلتون غوښتونکي، پاکستاني طالبان او نور یاغيان د پاکستان دننه د بریدونو لپاره د افغانستان خاوره کاروي خو د طالبانو چارواکو دا ادعاوې رد کړې دي.

د بلوچ ازادۍ پوځ د اګست په ۲۰۲۴ کې د "بلوچستان بیرته نیولو" لپاره د خپلو عملیاتو لومړۍ مرحله پیل کړه.

هغه وخت دې ډلې ادعا وکړه، چې لږترلږه ۱۳۰ پاکستاني امنیتي ځواکونه یې وژلي او د یوې پوځي اډې په ګډون یې د مهمو لوی لارې او تاسیسات تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.

منظور پشتین وايي پاکستاني پوځ تېرا ته د ښځینه روغتیاپالانو له ورتګ څخه مخنیوی کړی

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۱۷ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین وايي، چې د یاد غورځنګ د ښځینه ډاکترانو یوې ډلې له درملو سره غوښتل د خیبرپښتونخوا تېرا درې ته لاړ شي، چې د پاکستان پوځ یې مخه نیولې ده. منظور ویلي، چې د تیراه په کلیو کې اولسونه بند پاتې دي؛ لوږه، یخنۍ، ناروغي او بدامني خپره ده۔

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین نن یکشنبه، د سلواغې پر ۱۱مه په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي، چې خپلو کسانو خبر ورکړی چې د تېرا بازارونه او درمل پلورنځي بند دي او په کورونو کې میرمنې ښځینه ډاکترانو او درملو ته اړتیا لري ترڅو په دې اړه له بهره مونږ یو روغتیايي کیمپ ترتیب کړو.

منظور پشتین لیکلی:« پښتون ژغورنې غورځنګ ښځینه کمیټې د ښځینه ډاکټرانو ډله جوړ کړه او د اړتیا وړ درمل یې په ډېره اندازه له ځان سره واخیستل او د تېراه پر لور روان شول خو د پنجابي فوج نوکرانو دوی د تیراه نه مخکې د تالاشۍ په یوې پوسته کې ودرول او مخکې تېرېدو ته یې پرېنښودل که څه هم دوی ورته روغتیاپالانو کارډونه او درمل هم وښودل، خو بیا یې هم اجازه ورنه کړه.»
منظور پشتین نیوکه کړې ده، چې پنجاب یو ځل په تیراه کې اولسونه له سختیو سره مخ کړي او بل اړخ ته یې درملنې ته هم څوک نه پریږدي.

پشتین ویلي، چې د نړیوالو بشري حقونو پر سازمانونو به څوک څه باور وکړي، چې د انساني حقونو د دومره ښکاره سرغړونو پر وړاندې هم غلي پاتې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د تېرې شپې په ویډيوي پېغام کې ویلي و، چې د پاکستان پوځ غواړي د عملیاتو په نامه پښتانه وځپي او له خپلو سیمو یې وباسي. منظور پشتین د پښتونخوا له پښتنو غوښتي ول، چې په تیرا کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو د مخنوي لپاره یو موټی شي او پرضد یې راپورته شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د خېبرپښتونخوا د خېبر ولسوالۍ د تیرا درې یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې پوځ ورته سپارښتنه کړې وه، څو خپلې مېنې پرېږدې او له دغه سیمې څخه ژر تر ژره ووځي. بې‌ځایه شوې کورنۍ وایي، کاروبارونه یې خراب شوي او تش لاس راوتي دي.

د پاکستان پخوانی سناتور حافظ حمدالله: په بلوچستان کې حکومت او امنیتي ادارې هیڅ نښکاري

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۰۹ GMT+۰

د پاکستان د جميعت علمای اسلام مخکښ غړی او پخوانی سناتور حافظ حمدالله وايي، چې د بلوچستان مرکز کویټې په ګډون ډېرې ولسوالۍ له نن سهار راهیسې د غیر دولتي وسله والو ډلو لخوا محاصره دی؛ خو حکومت او امنیتي ځواکونه هیڅ ځای نه لیدل کیږي. بلوچ بیلتونپاله ډلې له سهار راهسې بریدوه پیل کړي.

د پاکستان پخواني سناتور حافظ حمدالله نن شنبه، د سلواغې ۱۱مه په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې په بلوچستان کې د مصنوعي سیاسي خلکو یو تش په نوم حکومت مسلط شوی دی، چې د خلکو ژوند، ملکیت، عزت او وقار خوندي نه دی.

نوموړي لیکلی:«له همدې امله، حکومت باید خپله ناکامي ومني او استعفا ورکړي.»

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د بلوچ بیلتونپالو لخوا د بلوچستان په ۱۲ بېلابېلو سیمو کې د یو وخت بریدونو وروسته په کویټه، سیبي او چمن کې مخابراتي خدمات قطع شوي دي.

پاکستان امنیتي ادارو منلې چې په دې بریدونو کې د پاکستان ۱۰ امنیتي ځواګونه وژل شوي دي.

دوی ادعا کړې چې په دې بریدونو کې شاوخوا ۵۰ تنه بلوچ بیلتونپاله وسلوال وژل شوي دي.

په ورته وخت کې، د بلوچستان د روغتیا ریاست د ټپیانو د درملنې لپاره د ایالت په ټولو دولتي روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

د بلوچ ازادۍ پوځ(بي ایل ای) دا عملیات د «اتل» په نامه یاد کړي دي.

په یوه اعلامیه کې د دې ډلې ویاند، جیند بلوچ د بریدونو دا مرحله د «اشغالګر حکومت او د هغې د پوځي جوړښتونو» په وړاندې د کلک مقاومت په توګه اعلان کړل.

د خیبر پښتونخوا مشرانو د تیراه بې‌کوره شوو د ستونزو د حل لپاره «خیبر قومي جرګه» جوړه کړې

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۰۰ GMT+۰
•
جواد شينواری

په خیبر پښتونخوا کې قومي مشرانو او د سیاسي ګوندونو استازو د «خیبر قومي جرګې» تر نوم لاندې په باړې بازار کې غونډه کړې، چې موخه یې د تیراه د بې‌کوره شوو خلکو د ستونزو ارزونه او د هغوی د راستنېدو او اسانتیاوو لپاره د عملي ګامونو اخیستل دي.

یاده جرګه، چې نن شنبه د سلواغې په ۱۱مه جوړه شوې، پکې د جمعیت علمای اسلام، عوامي نشنل پارټي، پاکستان تحریک انصاف، مسلم لیګ، پاکستان پیپلز پارټي او جماعت اسلامي استازو ګډون درلود.

د جرګې ګډونوالو د تیراه د بې‌کوره شوو کورنیو پر ستونزو، د مرستو رسولو بهیر، د سیمې د بیارغونې او د خلکو د خپلو مېنو ته د بېرته ستنولو پر چارو بحثونه کړي او د پاکستان له حکومته یې د سمدستي او عملي ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې.

په جرګه کې د جمعیت علمای اسلام ګوند استازي ویلي، چې د تیراه د خلکو بې‌کوره کېدل د اعلی وزیرپه خوښه او اجازې ترسره شوي او دې چارې سلګونه کورنۍ له جدي ستونزو سره مخ کړې دي. د هغوی په وینا، اعلی وزیر مسولیت لري چې د خپلو خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

همداراز د پاکستان تحریک انصاف ګوند استازو وویل: « د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر یوازې تش په نوم مشر دی او لازم قانوني صلاحیتونه نه لري». هغوی پر یووالي او د اختلافاتو پر له منځه وړلو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، که د تیراه د خلکو په بودجه او مرستو کې هر ډول درغلي وشي، نو دوی به یې پر وړاندې اقدام وکړي.

په غونډه کې د نورو سیاسي ګوندونو استازو او قومي مشرانو هم د تیراه د خلکو د ستونزو د حل لپاره پر عملي او جدي اقداماتو ټینګار وکړ.

بلوڅ بیلتون پالې ډلې د بلوچستان پر بیلابیلو سیمو هم مهاله پرلپسې بریدونه کړي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۵۵ GMT+۰

د پاکستان امنیتي چارواکو تایید کړې چې بلوچ بیلتونپاله وسله والو د شنبې په ورځ د بلوچستان ایالت په مرکز کویټه او یو شمېر نورو ښارونو کې پر امنیتي او حکومتي ادارو هم‌مهاله بریدونه کړي دي.

بلوڅ بیلتون پالې ډلې ادعا کړې چې هیروف په نامه عملیات یې د بلوچستان ایالت د نوشکي، مستونګ او کوېټه په ګډون په لسو ښارونو کې د پاکستان پوځ پر ضد پیل کړي دي.

د راپورونو له مخې، په کویټه کې د دوو چاودنو وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.

بلخوا، د پاکستان حکومت ویلي چې امنیتي ځواکونو پر وخت غبرګون ښودلی او اوس مهال وضعیت تر کنټرول لاندې دی.

تر اوسه د دواړو لورو له خوا د مرګ‌ژوبلې په اړه رسمي او کره شمېرې نه دي خپرې شوې، خو دولتي سرچینې وايي چې بریدونه شنډ شوي او امنیتي ځواکونو کنټرول بېرته ترلاسه کړی دی.