• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر په هرات کې د ټاپي پروژې له روانو چارو لیدنه کړې ده

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۳۸ GMT+۰

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې له تورغونډۍ بندر او د ټاپي پروژې له روانو چارو لېدنه کړې ده.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ویلي، چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف د شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۱مه) هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې د تورغونډۍ بندر د پراختیايي او د ټاپي پروژې له روانو چارو لیدنه کړې ده.

نوموړي ویلي، چې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري هم د ترکمنستان له بهرنیو چارو وزیر سره کتلي او دواړو لورو د تور غونډۍ بندر د ظرفیت لوړولو، ترانزیټي اسانتیاوو او دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري د ټاپي پروژه د سیمې لپاره مهمه او اقتصادي پروژه بللې او ټینګار یې کړی، چې د یادې پروژې چارې باید له ګډو همکاریو، لوړو معیارونو او ټاکلي مهالوېش سره سم پر مخ یوړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سلواغې په شپږمه نېټه په هرات کې د طالبانو د والي دفتر خبر ورکړی وو، چې په دغه ولایت کې د ټاپي پروژې ۹۱ کیلومتره پایپ لاین غځولو ته چمتو شوی. طالب چارواکو او د یادې پروژې مسوولینو ډاډ ورکړی، چې د روان زېږیز کال تر پایه به دغه پروژه په هرات کې بشپړه شي.

ترویج لرونکی

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي
۱

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د سقوط او بقا جګړه؛ ایا د ایران رژیم د رژېدو پر لور روان دی؟

۳

ډونالډ ټرمپ: ایران د هوکړې غوښتونکی دی خو هر برید ته به یې څو برابره ځواب ورکړو

۴

سرچینې: پر ډیورنډ کرښه یو وار بیا د طالبانو او پاکستاني‌ ځواکونو ترمنځ نښته شوې

۵

شهباز شریف: په بلوچستان کې د بریدونو لپاره «د افغانستان خاوره» کارول کېږي

•
•
•

نور کیسې

هبت‌الله په تازه ګومارنو کې د ۱۹ ادارو مسوولین له یوې ادارې څخه بلې ته تغییر او تبدیل کړل

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۶ GMT+۰
هبت‌الله په تازه ګومارنو کې د ۱۹ ادارو مسوولین له یوې ادارې څخه بلې ته تغییر او تبدیل کړل
100%

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې د یادې ډلې مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د یوه حکم له‌مخې د معینانو، والیانو او امینه قومندانانو په ګډون د ۱۹ ادارو مسوولان له یوې ادارې څخه بلې ته تغییر او تبدیل شوي دي.

ذبیح‌الله مجاهد د شنبې په ورځ د (مرغومي ۱۱مه) پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې د ملا هبت‌الله اخوندزاده د یوه حکم پر بنسټ د یادې ډلې د حج او اوقافو وزارت د اسلامي عرفان او دیني چارو د انسجام مخکینی معین عزیزالرحمن منصور د پروان د والي په توګه، د نیمروز ولایت مخکینی مرستیال تور جان احمدي د دایکندي د والي په توګه، د کور او ښار جوړونې وزارت مخکینی مالي او اداري معین ارسلا خروټی د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ابادۍ د معین په توګه، د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو مخکینی رییس محمد رباني ناصح، د کور او ښار جوړولو وزارت د مالي او اداري معین په توګه او همدارنګه د یادې ډلې د سترې محکمې د دار الافتا‌ء مخکینی غړی محمد طاهر احمد، د جهادي اثارو د ساتنې عمومي ریاست د رییس په توګه ټاکل شوي دي.

همدارنګه د هبت‌الله د حکم له‌مخې، د پکتیکا او لغمان د امنیه قومندانانو په ګډون د ځینو نورو ادارو مسوولان له یوې ادارې څخه بلې ادارې ته تغییر او تبدیل شوي دي.

د هبت‌الله اخوندزاده له‌خوا په تازه ګومارونو کې د تېر په څېر ټول طالبان پر دندو ګومارل شوي او له یادې ډلې پرته نورو کسانو ته دندې نه‌دي ورکړل شوي.

په پنجشېر کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۵ کسان ټپيان شول

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۴۷ GMT+۰
په پنجشېر کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۵ کسان ټپيان شول
100%

د پنجشېر لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، د دغه ولایت د شتل ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۵ کسان ټپیان شوي دي. د مسوولینو په وینا، د یوه ټپي روغتیايي وضعیت ډېر نازک دی.

د پنجشېر لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند حقمل سعد وايي، دغه پېښه د شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۱مه) د شتل ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې هغه مهال رامنځته شوه چې یوه کرولا موټر د بل ورته موټر مخه بنده کړه او قید شوی موټر سیند ته ولوېده.

د نوموړي په وینا، د پېښې د رامنځته کېدو عامل له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلی وو، خو د لانسنګ سیمه کې نیول شوی او تر څېړنو وروسته به له سرغړوونکي سره قانوني چلند وشي.

هغه بریتانوي سرتېری چې په افغانستان کې معیوب شوی وه د انټرکټیکا لوړه څوکه فتح کړه

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۲۷ GMT+۰
هغه بریتانوي سرتېری چې په افغانستان کې معیوب شوی وه د انټرکټیکا لوړه څوکه فتح کړه
100%

هري بودها مګار، چې د بریتانیا د کینټ د کانټربري اوسېدونکی دی، په ۲۰۱۰کال کې په افغانستان کې د بریتانوي پوځ د خدمت پر مهال د ماین د چاودنې له امله خپلې دواړه پښې له زنګون پورته له لاسه ورکړې. هغه لومړی معیوب کس شو چې د انټرکټیکا د ماونټ وینسن ۱۶،۰۵۹فوټه لوړې څوکې ته ختلی دی.

مګار، دا تر درې ورځني سخت او ستړي کوونکي مزل وروسته ترسره کړل. دا بریا د کلونو روزنې وروسته ترلاسه شوه، څو ځان د دغه ریکارډ ماتونکي هڅې لپاره چمتو کړي.

هغه وویل: «ختل ډېر سخت وو، د هوا شرایط او د لارې ستونزې داسې وې چې زه په رښتیا هم په لاسونو او زنګونونو څښېدم او د غره سر ته مې له سختې مبارزې وروسته ځان ورساوه.»

فوزیه کوفي: د طالبانو د جنایتونو پر وړاندې د نړیوالو بنسټونو چوپتیا د منلو وړ نه ده

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۳۳ GMT+۰
فوزیه کوفي: د طالبانو د جنایتونو پر وړاندې د نړیوالو بنسټونو چوپتیا د منلو وړ نه ده
100%

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او د ښځو د حقونه فعاله، فوزیه کوفي وایي چې له یو کال څخه زیات وخت تېر شوی، خو لا هم د طالبانو د حکومت پر ضد د نړیوال عدالت هېڅ عملي ګام نه دی اخیستل شوی.

نوموړې وایي، دغه اعلان هغه مهال د افغانستان ښځو ته هیله ورکړه چې ګواکې نړیوال بنسټونه لا هم د بې‌غږو ملاتړ کوي او د زور، وسلو او افراطي ایډیالوژۍ قربانیانو ته غوږ نیسي. خو د هغې په وینا، تر اوسه پورې د افغانستان د قضیې په اړه د نړیوالې محکمې له لوري هېڅ څرګند پرمختګ نه دی لیدل شوی.

هغې د طالبانو پر نوو جزایي مقرراتو هم سخته نیوکه وکړه او ویې ویل: «په دې قوانینو کې حیواناتو او مرغانو ته د ښځو په پرتله ډېر ارزښت ورکړل شوی دی. دا خپله د طالبانو د تفکر او چلند ښکاره ثبوت دی.»

نوموړې له نړیوالو چارواکو او بهرنیو چارو وزارتونو غوښتي چې د افغانستان د قضیې په اړه دې غور وکړي او د ښځو پر وړاندې د سیستماتیک ظلم پر وړاندې عملي اقدام وکړي.

کندهار کې د یوه کور د چت نړېدو له امله د ماشومانو په ګډون څلور کسان مړه شوي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۴۳ GMT+۰
کندهار کې د یوه کور د چت نړېدو له امله د ماشومانو په ګډون څلور کسان مړه شوي
100%

د طالبانو ځايي مسوولین وایي، چې په کندهار ولایت کې د یوه کور د چت نړېدو له امله د ماشومانو په ګډون څلور کسان مړه شوي دي.

د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې رییس عبدالسلام عمري، د شنبې په ورځ د سلواغې پر ۱۱مه رسنیو ته ویلي چې دا پېښه د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې چې په دې پېښه کې ماشومان هم د قربانیانو په ډله کې شامل دي، خو د هغوی د دقیق شمېر او عمرونو په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

دا چې د کور چت ولې نړیدلی، په اړه یې کره معلومات نه دي ورکړل شوي.

تېره اوونۍ په ننګرهار کې د یوه کور د چت د نړېدو له امله اوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

د طالبانو په وینا، د وروستیو ورښتونو له امله په ټول هېواد کې څه باندې ۶۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.