• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سېنټکام: په هرمز تنګي کې د ایران هر ډول غیرې خوندي اقدام به د زغملو وړ نه وي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۲۴ GMT+۰

د امریکا مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) خبرداری ورکړی چې په هرمز تنګي کې د ایران د سپاه پاسداران له‌خوا به هېڅ ډول غیرمحفوظ او غیرمسلکي اقدامات ونه زغمي. تر دې وړاندې ایران ویلي وو چې یکشنبه به یې ځواکونه په هرمز کې پوځي تمرینونه وکړي.

سېنټکام ټینګار کړی چې سپاه پاسداران باید په سمندر کې له هر ډول پاروونکو او تحریکوونکو کړنو ډډه وکړي.

د امریکا مرکزي قومندانۍ ویلي، د هرمز له تنګي هره ورځ له ۱۰۰ډېر تجارتي کښتۍ تېرېږي او د ایران دا ډول مشقونه باید خوندي، مسلکي او د نړیوالو سمندري اصولو سره سم ترسره شي، څو د نړیوالې سمندري تګ‌راتګ ازاد بهیر له ګواښ سره مخ نه کړي.

سېنټکام خبرداری ورکړی چې د امریکايي ځواکونو، سیمه‌ییزو شریکانو او تجارتي بېړیو ته نږدې هر ډول غیرمحفوظ او غیرمسلکي چلند د ټکر او خطر سبب کېدای شي.

په پای کې، سېنټکام ټینګار کړی چې د سپاه پاسداران له لوري به هېڅ ډول غیرمحفوظ اقدام ونه زغمي او د امریکايي سرتېرو، بېړیو او الوتکو د خوندیتوب لپاره به لازم اقدامات وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران او امریکا ترمنځ اړیکې له اوږدې مودې راهیسې ترینګلې دي او په دې وروستیو کې د پوځي نښتې او د امریکا له‌خوا پر ایران د احتمالي برید اوازې زیاتې شوې دي.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ د سلواغې پر ۱۰مه یو ځل بیا اعلان وکړ: «د امریکا د سمندري ځواکونو یوه لویه بېړۍ د ایران په لور د حرکت په حال کې ده او دا کښتۍ تر هغو لویې دي چې ونزویلا ته استول شوې وې».

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د بشر حقونو د څار اداره: د بیان او رسنیو ازادي بنسټیز بشري حق دی

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۰۰ GMT+۰

د بشر حقونو د څار ادارې (Human Rights Watch) ټینګار کړی، چې د بیان او رسنیو ازادي نړیوال بشري حقونه دي. خو دا حقونه دا مهال په افغانستان، ایران او پاکستان کې مېشت افغان ژورنالستان له جدي ګواښونو، سانسور او امنیتي ستونزو سره مخ کړي دي.

یادې ادارې په ایکس لیکلي: «د بیان ازادي او ازاد فکر څرګندونه، چې پکې د رسنیو ازادي هم شامله ده، نړیوال بشري حقونه دي.» خو د بشري حقونو فعالان وایي، چې دا اصول په ځانګړي ډول د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې په پراخه کچه تر پښو لاندې شوي دي.

د راپورونو له مخې، لسګونه افغان خبریالان په افغانستان کې نیول شوي، وهل شوي او له رسنیزو فعالیتونو منع شوي، او زرګونه نور اړ شوي چې هېواد پرېږدي او ایران او پاکستان ته کډوال شي.

خو په ګاونډیو هېوادونو کې هم د افغان ژورنالستانو ستونزې پای ته نه دي رسېدلې. په ایران کې یو شمېر افغان خبریالان د قانوني اسنادو د نشتوالي، د کار محدودیتونو او د نیولو له وېرې ژوند کوي، او په پاکستان کې بیا ډېری افغان رسنیز فعالان د جبري ستنولو، اقتصادي فشار او امنیتي اندېښنو سره مخ دي.

د بشري حقونو مدافع بنسټونه خبرداری ورکوي، چې که د بیان ازادۍ ته نړیوال ملاتړ عملي بڼه و نه نیسي، د افغان ژورنالستانو غږ به لا نور هم چوپ او د بشري حقونو سرغړونې به بې‌ځوابه پاتې شي.

په کانګو کې د یوه کان د نړېدو له امله څه باندې ۲۰۰ کسان مړه شوي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۴۵ GMT+۰

د کانګو په ختیځ کې د کولتان کان د نړېدو له امله څه باندې ۲۰۰ کسان مړه شوي دي. دغه کان د تېرې چهارشنبې په ورځ نړېدلی او د جمعې تر ماښامه د مړو شمېر معلوم نه‌وو. د کانګو د ختیځې ډېری سیمې د اېم۲۳ یاغي ډلې تر کنټرول لاندې دي.

د جمعې په ورځ (د سلواغې ۱۰مه) د یاغیانو یوه مسوول رویټرز خبري اژانس ته ویلي، دغه پېښه د تېرې چهارشنبې په ورځ په روبایا سیمه کې د کولتان په کان کې رامنځته شوې ده. په دغه کان کې خلک له هر ډول محافظتي چارو پرته په ډېر ابتدایي ډول کېندنې کوي.

روبایا د نړۍ شاوخوا ۱۵ سلنه کولتان تولیدوي. له کولتان څخه ټانټالم جوړېږي؛ دا د تودوخې پر وړاندې یو مقاوم فلز دی چې د موبایل، کمپیوټر، د هوايي صنعت د پرزو او د ګاز توربینونو په جوړولو کې کارول کېږي.

روبایا سیمه له ۲۰۲۴ کال راهیسې د AFC/M23 یاغي ډلې تر کنټرول لاندې ده.

د یادې یاغي ډلې یوه مسوول رویټرز ته ویلي: «موږ د بارانونو په موسم کې یو. ځمکه نرمه ده. همدا ځمکه وه چې هغه مهال ونړېده کله چې قربانیان د کندې دننه وو».

له دې سره سم، یوې سرچینې رویټرز خبري اژانس ته په یاده پېښه کې د مړه شویو کسانو شمېر چې په‌کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، ۲۲۷ ښودلی دی.

ملګرو ملتونو ویلي، چې AFC/M23 یاغي ډله د خپلو یاغیګریو د تمویل لپاره د روبایا شتمنۍ لوټ کړې ده. داسې ویل کېږي، چې دغه ډله د ګاونډي هېواد روانډاحکومت له ملاتړ څخه برخمنه ده، روانډا بیا دغه ادعاوې رد کړې دي.

د یادونې وړ ده، دغو یاغي وسله‌والو چې ادعا کوي موخه یې په کینشاسا کې د حکومت نسکورول او د کانګو د توتسي لږکي خوندیتوب ده، تېر کال د چټک پرمختګ پر مهال د ګران بیه کاني زېرمو په ګډون د ختیځې کانګو ډېرې برخې نیولې دي.

مولانا عبدالحمید: په ایران کې وژل شوي کسان بلواګر نه، بلکې معترضین وو

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۱۶ GMT+۰

د ایران د زاهدان ښار د اهل‌سنت امام‌ مولانا عبدالحمید په دې هېواد کې پر روان وضعیت سختې نیوکې کړي. هغه وایي، د خلکو پراخه نارضایتي او د چارواکو له‌خوا د ولس غوښتنو ته نه پاملرنې، ایران جدي ناورین سره مخ کړی. دی زیاتوي، په ایران کې وژل شوي کسان بلواګر نه، بلکې معترضین وو.

مولانا عبدالحمید ټینګار کړی، چې د ایران د روان ناورین د حل تر ټولو غوره لاره د ولس غوښتنو ته غوږ نیول او د هغو منل دي. نوموړي زیاته کړې، چې اعتراض کوونکی ولس وژل شوی او په ایران کې یوه لویه فاجعه رامنځته شوې ده. هغه د دیني نصوصو په حواله وویل، د یو بې‌ګناه انسان د وینې ناحقه تویول د ټولو انسانانو د وژنې برابر ګناه ده.

دې دیني عالم خبرداری ورکړی،‌ په داسې حال کې چې ایران د جګړې له جدي ګواښ سره هم مخ دی، اړینه ده چې د خلکو غوښتنو ته غاړه کېښودل شي، ځکه د هغه په وینا، هېڅ حکومت د ولس له ملاتړ پرته نه‌شي کولای د بهرنیو ګواښونو پر وړاندې مقاومت وکړي.

مولانا عبدالحمید همدارنګه ټینګار کړی، چې حکومت هغه مهال مشروع او اغېزمن بلل کېدای شي چې د خلکو د هوساینې او امنیت لپاره کار وکړي. هغه وویل، کله چې خلک په بېوزلۍ او ناامنۍ کې ژوند کوي، واکمنان هم باید ارام ونه اوسي، بلکې باید د خلکو تر څنګ ودرېږي او د هېواد د ستونزو د حل لپاره ګډې هڅې وکړي.

مولانا عبدالحمید اسماعیل‌زهی د زاهدان د اهل‌سنت امام‌جمعه، د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت له پېژندل شویو سني علماوو او له اغېزناکو مذهبي څېرو څخه دی. د هغه د جمعې خطبې په وروستیو کلونو کې د سیاسي، ټولنیزو مسایلو او د خلکو د غوښتنو د مطرح کولو له امله په رسنیو کې پراخ انعکاس موندلی دی.

سعودي عربستان د سوریې حکومت او کُرد ځواکونو د اوربند او ادغام پر سر له هوکړې هرکلی وکړ

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۱۸ GMT+۰

سعودي عربستان د سوریې حکومت او د کُردانو تر مشرۍ لاندې د «سوریې ډیموکراتیک ځواکونو» (قسد-SDF ) تر منځ د اوربند له هوکړې هرکلی کړی. سعودي همداراز د سوریې د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او یووالي د ساتنې په برخو کې له ټولو هڅو خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

د سوریې حکومت او د کُردانو تر مشرۍ لاندې د «سوریې ډیموکراتیک ځواکونه» (قسد- SDF) د ټولشموله اوربند او د دې ډلې د پوځي او اداري بنسټونو په پړاویز ډول د مرکزي حکومت په جوړښت کې د ادغام پر سر هوکړې ته رسېدلي دي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د سلواغې ۱۰مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره هیله څرګنده کړې، چې دغه هوکړه په سوریه کې د سولې او همداراز د ولس د هوساینې لامل شي.

د دغه وزارت د معلوماتو له‌مخې، دغه هوکړه د سعودي عربستان او امریکا په هڅو رامنځته شوې او همداراز ریاض د سوریې له حکومت او د سوریې له ډیموکراتیک ځواکونو هم مننه کړې، چې د دوی غوښتنو ته یې غاړه اېښې ده.

د سوریې حکومت او کُرد ځواکونو د اوربند او ادغام پر سر هوکړې ته رسېدلي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د سوریې د حکومتي چارواکو په وینا، دغه هوکړه پرون (پنجشنبه د سلواغې ۹مه) وروستۍ شوې او عملي کېدل یې هم سمدستي پیل شوي دي.

امریکا په ایران کې د اعتراضونو په تړاو ۶ ایراني نظامي چارواکي او یو پانګه‌وال تحریم کړل

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۳۷ GMT+۰

د امریکا د خزانه‌دارۍ وزارت یو ځل بیا د ایران دولت پر ضد له اعتراض کوونکو ملاتړ څرګند کړ او ورسره جوخت یې د دغه هېواد د کورنیو چارو د وزیر سکندر مومني په ګډون ۶ ایراني نظامي چارواکي او یو پانګه‌وال تحریم کړل. دغه وزارت یاد کسان د زرګونه اعتراض کوونکو د وژنې مسوولین ګڼلي دي.

د امریکا د خزانه‌دارۍ وزارت د جمعې په ورځ (د سلواغې ۱۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ایران حکومت ته د «رژیم» په خطاب کولو سره په دغه هېواد کې د معترضینو ځپنه «وحشیانه» بللې او یاد چارواکي یې د زرګونه معترضینو د وژنې مسوولین ګڼلي دي.

په دغو تحریم شویو کسانو کې د ایران د کورنیو چار وزیر سکندر مومني، د سپاه پاسداران د اطلاعاتو سازمان مسوول مجید خادمي، په تهران کې د سپاه سیدالشهدا قومندان قربان محمد ولیزاده، په همدان کې د سپاه پاسداران قومندان حسین کمالي، په ګیلان کې د سپاه پاسداران قومندان حمید دمغاني، د کرامانشاه ولایت لپاره د لبنان د وسله‌والو ځواکونو قومندان مهدي حاجیان شامل دي.

د امریکا د خزانه‌دارۍ وزارت وايي، یاد کسان د زرګونه معترضینو د وژنې مسوولین دي او له اعتراض کوونکو سره یې تر ټولو ډېر بد چلند کړی او ان دا چې پر معترضینو یې د مخامخ ډزو امر هم کړی دی.

له دې سربېره یو ایران پانګه‌وال بابک مرتضی زنجاني هم تحریم شوی او د امریکا په وینا، یاد کس د ایران له نفتي موادو ترلاسه شوي میلیاردونه ډالره چې اصلا د ایران ولس حق کېږي، اختلاس کړي او همداراز هغه یې د سپاه پاسداران یو له مهمو مالي تمویلوونکو بللی دی.

د دغه وزارت د معلوماتو له‌مخې، بابک مرتضی زنجاني چې د میلمستونونو، ټرانسپورټ، ټېکنالوژۍ، مالي خدماتي چارو او همداراز د نفتي موادو پر صادراتو بوخت دی په ۲۰۱۶ کال کې په نفتي موادو کې د میلیاردونو ډالرو د اختلاس له امله په اعدام محکوم شو، خو په ۲۰۲۴ کال کې یې په حکم کې تخفیف راغی او د سپاه پاسداران یو له مهمو مالي تمویلوونکو دی.

ایرانی پانګوال بابک مرتضی زنجاني
100%
ایرانی پانګوال بابک مرتضی زنجاني

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د یادو کسانو ټولې هغه شتمنۍ چې په امریکا او یا هم د امریکایانو په واک کې دي کنګل شوي او هغه کسان او بنسټونه به چې ورسره په مستقیم او غېر مستقیم ډول اړیکې ولري له ورته چلند سره مخ شي.

د امریکا د خزانه‌دارۍ وزیر اسکاټ بنسټ ویلي: «د سوکاله ایران د جوړولو پر ځای، رژيم پرېکړه کړې چې د دغه هېواد نفتي عواید د اټومي او توغندیزو چارو پر پراخولو او په ټوله نړۍ کې د نیابتي ترهګرو ډلو پر ملاتړ ولګوي».

د یادونې وړ ده، چې دغه وزارت تېر کال هم د ایران په نفتي چارو کې ښکېل ۸۷۵ کسان تحریم کړي وو.