طالبانو په څلورو ولایتونو کې د لویو لارو د خلاصېدو خبر ورکړ

د طالبانو د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د وروستیو واورو ورېدو او سخت توپانونو له امله په یو شمېر ولایتونو کې تړل شوي مواصلاتي لارې بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوي دي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د وروستیو واورو ورېدو او سخت توپانونو له امله په یو شمېر ولایتونو کې تړل شوي مواصلاتي لارې بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوي دي.
د یاد وزارت ویاند محمداشرف حقشناس ویلي، چې په دایکندي ولایت کې د قوناق، نیلي–تمزان او خدیر کوتل مسیرونه له واورو پاک شوي او دا مهال پرې د موټرو تګ راتګ عادي حالت ته راګرځېدلی دی. نوموړي زیاته کړې، چې د غور ولایت ټول هغه مسیرونه چې له پرون ورځې راهیسې تړل شوي وو، هم بېرته پرانیستل شوي دي.
دغه راز، د میدان وردګو ولایت د اونۍ او حاجیګک کوتلونو لارې او د بامیانو ولایت د پنجاب پل هغه مسیرونه چې د خرابې هوا له امله بند شوي وو، اوس د ترافیکو پر مخ خلاص دي او وسایط پرې په عادي ډول تګ راتګ کوي.


هري بودها مګار، چې د بریتانیا د کینټ د کانټربري اوسېدونکی دی، په ۲۰۱۰کال کې په افغانستان کې د بریتانوي پوځ د خدمت پر مهال د ماین د چاودنې له امله خپلې دواړه پښې له زنګون پورته له لاسه ورکړې. هغه لومړی معیوب کس شو چې د انټرکټیکا د ماونټ وینسن ۱۶،۰۵۹فوټه لوړې څوکې ته ختلی دی.
مګار، دا تر درې ورځني سخت او ستړي کوونکي مزل وروسته ترسره کړل. دا بریا د کلونو روزنې وروسته ترلاسه شوه، څو ځان د دغه ریکارډ ماتونکي هڅې لپاره چمتو کړي.
هغه وویل: «ختل ډېر سخت وو، د هوا شرایط او د لارې ستونزې داسې وې چې زه په رښتیا هم په لاسونو او زنګونونو څښېدم او د غره سر ته مې له سختې مبارزې وروسته ځان ورساوه.»

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او د ښځو د حقونه فعاله، فوزیه کوفي وایي چې له یو کال څخه زیات وخت تېر شوی، خو لا هم د طالبانو د حکومت پر ضد د نړیوال عدالت هېڅ عملي ګام نه دی اخیستل شوی.
نوموړې وایي، دغه اعلان هغه مهال د افغانستان ښځو ته هیله ورکړه چې ګواکې نړیوال بنسټونه لا هم د بېغږو ملاتړ کوي او د زور، وسلو او افراطي ایډیالوژۍ قربانیانو ته غوږ نیسي. خو د هغې په وینا، تر اوسه پورې د افغانستان د قضیې په اړه د نړیوالې محکمې له لوري هېڅ څرګند پرمختګ نه دی لیدل شوی.
هغې د طالبانو پر نوو جزایي مقرراتو هم سخته نیوکه وکړه او ویې ویل: «په دې قوانینو کې حیواناتو او مرغانو ته د ښځو په پرتله ډېر ارزښت ورکړل شوی دی. دا خپله د طالبانو د تفکر او چلند ښکاره ثبوت دی.»
نوموړې له نړیوالو چارواکو او بهرنیو چارو وزارتونو غوښتي چې د افغانستان د قضیې په اړه دې غور وکړي او د ښځو پر وړاندې د سیستماتیک ظلم پر وړاندې عملي اقدام وکړي.

د طالبانو ځايي مسوولین وایي، چې په کندهار ولایت کې د یوه کور د چت نړېدو له امله د ماشومانو په ګډون څلور کسان مړه شوي دي.
د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې رییس عبدالسلام عمري، د شنبې په ورځ د سلواغې پر ۱۱مه رسنیو ته ویلي چې دا پېښه د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړي زیاته کړې چې په دې پېښه کې ماشومان هم د قربانیانو په ډله کې شامل دي، خو د هغوی د دقیق شمېر او عمرونو په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
دا چې د کور چت ولې نړیدلی، په اړه یې کره معلومات نه دي ورکړل شوي.
تېره اوونۍ په ننګرهار کې د یوه کور د چت د نړېدو له امله اوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
د طالبانو په وینا، د وروستیو ورښتونو له امله په ټول هېواد کې څه باندې ۶۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د طالبانو د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر وزارت وزیر خالد حنفي ویلي، چې غه وزارت د خلکو د کور حیثیت لري او خلک کولای شي خپلې ستونزې د یاد وزارت سره شريکې کړي. له دې وړاندې یوناما په یو راپور کې ویلي و، چې د یاد وزارت اقدماتو په خلکو کې د ویرې فضا رامنځته کړې.
د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت نن شنبه، د سلواغې پر ۱۱مه په اېکس کې لیکلي، چې د یاد وزارت وزیر خالد حنفي د کابل د ځینو قومي مشرانو سره په لیدنه کې ویلي، چې مسوولین مکلف دي، چې د شته امکاناتو څخه په ګتې اخستنې خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړي او ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.
د طالبانو د امربالمعروف وزیر په داسې حال کې دغه وزارت ته د خلکو د کور حیثیت ورکوي، چې له دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما په خپلو راپورونو کې په وار - وار ویلي، چې دغه وزارت د فرمانونو له امله د رسنیو په منځپانګه کې د لاسوهنو د رسنیو ازادۍ ته جدي زیان رسولی دی.
یوناما په خپل یوه راپور کې ویلي و، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت د ناورین حد ته رسېدلی؛ ځکه طالبانو د هغوی پر زدهکړو، کار او عام ژوند سخت بندیزونه لګولي دي.
تېرکال یوناما په خپل راپور کې ویلی و، چې د طالبانو د نوي قانون له مخې د خلکو د حقونو تروړل او په دوامداره ویره کې ساتل به د طالبانو او نړۍوالې ټولنې تر منځ جوړجاړی نور هم ستونزمن کړي.

د طالبانو د چارو اداره وایي، له واک ته د بیا راتګ راهیسې یې تر اوسه د جایدادونو د څېړنې ریاست له لوري ۳۹۶ بابه کورونه او نور جایدادونه خپلو اصلي مالکانو ته بېرته سپارلي دي. په داسې حال کې چې څه موده وړاندې د طالبانو عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د دوو شخصي کورونو په غصب تورن شوی و.
د یادې ادارې په وینا، دغه جایدادونه له قانوني څېړنو او اسنادو تر تثبیت وروسته اصلي مالکانو ته تسلیم شوي، څو د خلکو حقونه خوندي او د ناقانونه غصب مخه ونیول شي.
د طالبانو د چارو ادارې اړوند د مطبوعاتو ریاست وایي، د دې پروسې د شفافیت په موخه د ځینو سپارل شوو جایدادونو مستند راپورونه او ویډیویي مواد هم چمتو شوي، چې د ادارې له رسمي لینکونو او وېبپاڼو څخه یې لیدنه کېدای شي.
چارواکي ټینګار کوي چې د جایدادونو د بېرته سپارلو بهیر به دوام ولري او هڅه کېږي ټول هغه جایدادونه چې په ناحقه غصب شوي، د قانوني لارو له مخې خپلو اصلي مالکانو ته وسپارل شي.
طالبان په داسې حال کې د غصب شویو شخصي کورنو د سپارلو ادعا کوي چې څه موده وړاندې د کابل د سناتوریم سیمې اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي یې شخصی کورونه غصبوي. دوی د کورونو شرعي قبالې هم شریکې کړې وې او ویل یې، چې د طالبانو د عدلیې وزیر غواړي کورونه د خپلو وسله والو په زور خالي کړي او خپل خپلوان پکې ځای پر ځای کړي.