په کانګو کې د کولتان کان غورځېدو پېښه کې له ۲۰۰ څخه ډېر کسان مړه شوي

د کانګو د ختیځ په روبایا سیمه کې د کولتان کان د غورځېدو له امله لږ تر لږه ۲۰۰ کسان مړه شوي او شاوخوا ۲۰ نور ټپیان شوي دي، په مړو شویو کې کان کیندونکي، ماشومان او د ښځې شاملې دي.
دغه کان د نړۍ شاوخوا ۱۵٪ کولتان تولیدوي، چې بیا یې د تانتالوم په توګه پروسس کېږي، کولتان داسې فلز دی چې په موبایلونو، کمپیوټرونو او فضایي وسایلو کې کارول کېږي. دغه سیمه له ۲۰۲۴ کال راهیسې د AFC/M23 یاغي ډلې تر کنټرول لاندې ده.
د دغه سیمې د والي ویاند مویسا ویلي: «ځینې قربانيان په وروستي شېبو کې ژغورل شوي، خو ځینې ټپيان جدي دي.» د والي یوه سلاکار د نوم نه ښودلو په شرط وویل، د مړیو شمېر لږ تر لږه ۲۲۷ دی.
