• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ: ایران د مذاکرې په حال کې دی

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۵۳ GMT+۰تازه شوی: ۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۲۱ GMT+۰

د امریکا ولسمشر د فاکس‌نیوز له خبریال سره په مرکه کې ویلي: «ایران د مذاکرې په حال کې دی... نو وګورو چې څه به پېښ شي». له دې سر ه سم، د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي هم ویلي: «د تصنعي رسنیزې جګړې لپاره د فضا جوړونې پر خلاف، د مذاکراتو لپاره جوړښتي چارې د پرمختګ په حال کې دي».

ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۱مه) په دې مرکه کې زیاته کړه: «وروستی ځل یې چې مذاکره وکړه، اړ شو چې اټومي سایټونه یې له‌منځه یوسو».

ډونالډ ټرمپ پر ایران د امریکا د احتمالي برید په اړه د فارس خلیج حوزې د عربي هېوادونو د بې اطلاعۍ په اړه وویل: «موږ نشو کولی نقشه هغوی ته ووایو».

هغه د ایران او امریکا تر منځ مذاکراتو ته په اشارې وویل: «وبه‌ګورو چې ایا کولی شو یو کار وکړو. ګنې بیا به وګورو چې څه پېښېږي... موږ یوه لویه جنګي بېړۍ لرو چې هلته ځي، په ونزوېلا کې له بېړۍ هم لویه ده او لا یې هم لرو».

له دې سره سم، د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي لاریجاني په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د مذاکراتو لپاره جوړښتي چارې د پرمختګ په حال کې دي. هغه پرون مسکو ته تللی وو او هلته یې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم کتلي وو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر پرون په ترکیې کې په یوې خبري غونډه کې اعلان وکړ، تهران چمتو دی چې له امریکا سره د اټومي مذاکراتو مېز ته وګرځي. هغه همداراز په ډاګه کړه، ایران به «هېڅکله» د خپلو توغندیزو پروګرامونو په تړاو مذاکره ونه‌کړي.

د امریکا ولسمشر په دې وروستیو کې اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي پر مخنیوي له ټينګار سربېره هیله‌مندي وښوده، چې تهران ژر تر ژره د مذاکرې مېز ته وګرځي او د یوې عادلانه او منصفانه هوکړې په تړاو مذاکره وکړي.

هغه همداراز ټینګار کړی: «وخت له لاسه د وتلو په حال کې دی او مساله په بشپړ ډول عاجله ده».

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د بلوچستان پېښو ته د خواجه اصف غبرګون؛ دا د حقونو مبارزه نه، د بهرنیو په ملاتړ ترهګري ده

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۵۰ GMT+۰

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په بلوچستان کې نننیو بریدونو ته په غبرګون ویلي، چې دا بریدونه د حقونو د مبارزې لپاره نه، بلکې د بهرنیو په ملاتړ ترهګري ده او موخه یې د پاکستان او بلوچستان خلک په نښه کول دي.

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د بلوچ ازادۍ پوځ له‌خوا هممهاله په څو سیمو کې تر بریدونو وروسته د یاد هېواد د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، چې دا بریدونه «د حقونو لپاره مبارزه نه، بلکې دا له بهرنۍ ملاتړه برخمنه ترهګري ده او موخه یې د بلوچستان د خلکو په نښه کول دي».

نوموړي بلوچ د ازادي پوځ «عناصر» بللي دي او وايي:«دا عناصر نه پرمختګ زغمي او نه سوله، له همدې امله دوی کارګران، مساپر او عادي وګړي په نښه کوي او غواړي پرمختیايي پروژې او د کار فرصتونه له‌منځه یوسي».

نوموړي ادعا کړې، چې د بلوچ ازادۍ پوځ د جرمي شبکو، د نشه‌يي توکو له اقتصاد، باج اخیستنې او قاچاق څخه مالي مرستې ترلاسه کوي.

خواجه اصف ویلي، چې پاکستان به د یادې ډلې پر وړاندې سخت اقدامات وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د بلوچ ازادۍ پوځ نن د شنبې په ورځ پر یوه وخت په کویټه، سیبۍ، چین او نورو سیمو کې بریدونه وکړل. په یادو بریدونو کې دواړو لورو ته د اوښتو تلفاتو په اړه ضد او نقیص راپورونه ورکړل شوي دي.

اسراییلي چارواکي: اسراییل د ایران په چاودنو کې لاس نه لري

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۴۷ GMT+۰

اسراییلي چارواکو ویلي چې هېواد یې د هغو چاودنو په لړۍ کې هېڅ رول نه لري چې د شنبې په ورځ په ایران کې رامنځته شوې دي.

رویټرز خبري اژانس د دوو اسراییلي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې اسراییل په دغو پېښو کې هېڅ ډول لاسوهنه نه ده کړې. د راپور له مخې، د اسراییلیو امنیتي چارواکي هم د دغه هېواد ملي راډیو ـ تلویزیون ته په مرکه کې د اسراییل د ښکېلتیا ادعاوې رد کړې دي.

په ورته وخت کې، یو پوځي چارواکي ویلي: «موږ نه پوهېږو چې ایا امریکا په دې پېښو کې دخیل وه که نه.»

تر اوسه ایراني چارواکو د دغو چاودنو د لاملونو په اړه جزیات نه دي خپاره کړي، خو راپورونه وايي چې دا پېښې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې رامنځته شوې دي. د موضوع په اړه لا هم څېړنې روانې دي او د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

هغه بریتانوي سرتېری چې په افغانستان کې معیوب شوی وه د انټرکټیکا لوړه څوکه فتح کړه

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۲۷ GMT+۰

هري بودها مګار، چې د بریتانیا د کینټ د کانټربري اوسېدونکی دی، په ۲۰۱۰کال کې په افغانستان کې د بریتانوي پوځ د خدمت پر مهال د ماین د چاودنې له امله خپلې دواړه پښې له زنګون پورته له لاسه ورکړې. هغه لومړی معیوب کس شو چې د انټرکټیکا د ماونټ وینسن ۱۶،۰۵۹فوټه لوړې څوکې ته ختلی دی.

مګار، دا تر درې ورځني سخت او ستړي کوونکي مزل وروسته ترسره کړل. دا بریا د کلونو روزنې وروسته ترلاسه شوه، څو ځان د دغه ریکارډ ماتونکي هڅې لپاره چمتو کړي.

هغه وویل: «ختل ډېر سخت وو، د هوا شرایط او د لارې ستونزې داسې وې چې زه په رښتیا هم په لاسونو او زنګونونو څښېدم او د غره سر ته مې له سختې مبارزې وروسته ځان ورساوه.»

د اسراییل هوايي بریدونو په غزه کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژلي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۱۱ GMT+۰

د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي، د شنبې په ورځ د اسراییلو په هوايي بریدونو کې د غزې په تړانګه کې لږ تر لږه ۱۲کسان وژل شوي دي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي. اسراییلي پوځ ویلي چې د دې پېښو راپورونه تر څېړنې لاندې دي، خو تر اوسه یې د بریدونو پخلی نه دی کړی.

د فلسطین رسمي خبري اژانس «وفا» راپور ورکړی چې یو هوايي برید د غزې ښار کې یو اپارتمان په نښه کړی، چې له امله یې درې ماشومان او دوه ښځې وژل شوي دي. همداراز، په خان‌یونس ښار کې یوه خېمه هم د بل برید موخه ګرځېدلې ده.

د قربانیانو خپلوان د اوربند د سرغړونې په اړه نیوکې کوي او وایي چې ډېری قربانیان ملکي وګړي دي. سره له دې چې په غزه کې د امریکا په منځګړیتوب د اوربند هوکړه شوې، خو دواړه لوري یو پر بل د دې تړون د ماتولو تورونه لګوي.

د غزې روغتیايي چارواکي وایي، د اوربند له اعلان وروسته تر اوسه له ۵۰۰ډېر فلسطینیان وژل شوي دي، چې زیاتره یې ملکي وګړي دي.

د ایران په بندر عباس کې درنه چاودنه شوې ده

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۳۵ GMT+۰

د ایران کورنیو رسنیو د شنبې په ورځ راپور ورکړ، چې په بندر عباس کې په یوه استوګنیزه ودانۍ کې یوه لویه چاودنه شوې ده. د چاودنې څخه خپاره شوي انځورونه ښیې چې د یوې ودانۍ لږ تر لږه درې پوړونه په پراخه کچه ویجاړ شوي دي. د ودانۍ شاوخوا یو شمیر موټرونه هم زیانمن شوي دي.

په ورته وخت کې راپورونه خپاره شول، چې د انقلابي ګارد د سمندري ځواکونو قوماندان علیرضا تنګسیري وژل شوی دی خو د سپاه پاسداران اړوند تسنیم خبري اژانس دا خبر رد کړ.

د هرمزګان د ولایتي ناورین مدیریت دفتر عمومي رییس وویل، چې په چاودنه کې یو کس وژل شوی او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

د هغه په ​​وینا، د چاودنې لامل لاهم تر څیړنې لاندې دی.

د هرمزګان د طبي علومو پوهنتون رییس هم اعلان وکړ، چې په چاودنه کې شاوخوا ۱۰ کسان ټپیان شوي دي.

د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو وویل، چې په هرمزګان کې د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو په مرکزي دفتر باندې د ډرون برید نه دی شوی او د دې ځواک سره تړلې هیڅ ودانۍ ته زیان نه دی رسیدلی.

دا چاودنه په داسې وخت کې وشوه چې په منځني ختیځ کې د امریکا د جنګي بېړیو د ځای پرځای کولو او د ایران په وړاندې د ډونالډ ټرمپ د ګواښونو وروسته په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.