ګوترېش: د تلپاتې سولې او عدالت لپاره به مبارزه نه درېږي

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي، انتونیو ګوترېش، ویلي چې د تلپاتې سولې او دوامداره عدالت ارزښتونه بنسټیز اهمیت لري او خلک د همدې ارزښتونو د عملي کېدو لپاره خپل ژوند له خطر سره مخ کوي.