• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي په ۵ ولایتونو کې یې د ۷ ښځو د جبري نکاح مخه نیولې

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۳۴ GMT+۰تازه شوی: ۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۳۱ GMT+۰

د طالبانو د امر بالمعروف او شکایتونو د اورېدو وزارت وایي چې په پنځو ولایتونو کې یې د اوو ښځو د جبري ودونو مخه نیولې ده. واک ته له رسیدو وروسته طالبانو د ښځو او نجونو ډیری حقونه تر پښو لاندې کړي او د دوی پر بنسټیزو حقونو لکه زده‌کړې او کار بندیزونه لګلولي دي.

یاد وزارت د شنبې په ورځ د سلواغې ۱۱مه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دا کار یې د ښځو د شرعي حقونو د خوندیتوب او د ټولنیزو بدو رواجونو د مخنیوي په موخه ترسره کړی دی.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه پېښې د غور، بدخشان، کابل، پکتیکا او زابل ولایتونو کې ثبت شوې وې، چې پکې د ښځو کورنیو غوښتل هغوی له داسې کسانو سره په زور واده کړي چې د دوی له خوښې سره سم نه وو.

دا په داسې حال کې ده، چې واک ته له رسیدو وروسته طالبانو په تېرو څږ کلونو کې د ښځو او نجونو ډیری حقونه تر پښو لاندې کړي او د دوی پر بنسټیزو حقونو لکه زده‌کړو او ورته نورو یې بندیزونه لګلولي دي.

د طالبانو د مشر د فرمان له مخې جبري ودونه منع دي او د هغه په وینا جبري ودونه د «الهی فرمان» خلاف کار دی.
خو د طالبانو د ډلې غړي په افغانستان کې د خپلې څه باندې څلور کلنې واکمنۍ پر مهال په پرله پسې ډول په جنسي ځورونو، د هلکانو په ساتلو او په زور د نجونو نکاح کولو تورن شوي او په رسنیو کې د دوی د جبري ودونو راپورونه په پر له پسې توګه خپاره شوي دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل تېره یکشنبه د مرغومې ۲۸مه ته وویل، چې د طالبانو د کابل د استخباراتو رییس ملا عبدالجبار چې په دې ډله کې په ابو خالد مشهور دی، په دوه میلیونه افغانیو درېیمه کوژده کړې ده. د ابو خالد د درېیمې کوژدې خسرخېل د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ اوسیدونکي دي.

د طالبانو سرچینو ویلي و، چې د طالبانو د کابل د استخباراتو رییس ملا عبدالجبار چې په ابو خالد مشهور دی، له دې وړاندې دوه ودونه درلودل.

د رارسېدلو معلوماتو له مخې، د طالبانو د کابل د استخباراتو رییس او د هغه د نوې کوژدنې عمرونه هم ډېر سره توپیر لري او دغه واده ته د نجلۍ کورنۍ د اقتصادي ستونزو له مخې غاړه اېښې ده.

د سرچینو په وینا، ابو خالد له خپل نوي خسر سره ژمنه کړې وه، چې د هغه لور ته به په کابل کې کور اخلي او ځان ته ژوند به ورسره کوي او همدراز ځینې د کورنۍ غړي به یې هم په ادارو کې وګوماري.

ابو خالد څو ورځې وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له خوا د ښو کړنو له امله ستاینلیک هم ترلاسه کړ.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

په جاپان کې د افغانستان سفارت خپل ټول فعالیتونه ځنډوي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۳۲ GMT+۰

په جاپان کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې د روانې اوونۍ له یکشنبې، د سلواغې ۱۲مې، به د قنسلي خدمتونو به ګډون خپل ټول فعالیتونه وځنډوي.

یاد سفارت چې د توکیو ښار د میناتو په سیمه کې موقعیت لري، تر اوسه د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت د ډیپلوماټانو له لوري اداره کېده. د افغانستان د سفارت یوه چارواکي «جیجي پرېس» خبري اژانس ته ویلي، چې د دې ډیپلوماټیکې نمایندګۍ د راتلونکې په اړه تر اوسه کومه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې او تمه ده چې د سفارت ودانۍ به د اوس لپاره تړلې پاتې شي.

د افغانستان سفارت په جاپان کې تر دې وړاندې، د تېر کال ډسمبر په وروستیو کې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي وو، چې له جاپاني لوري سره تر سلا مشورو وروسته یې د خپلو فعالیتونو د درولو پرېکړه کړې ده. د سفارت په وینا، دا پرېکړه د جاپان د بهرنیو چارو وزارت سره په نږدې همغږۍ، او د ۱۹۶۱کال د ویانا د ډیپلوماټیکو اړیکو د کنوانسیون په رڼا کې شوې ده.

په وروستیو کلونو کې، د افغانستان یو شمېر ډیپلوماټیکې نمایندګۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د کاري بودجې د کمښت له امله تړل شوې دي، خو په ځینو نورو هېوادونو کې بیا د طالبانو له لوري معرفي شوي کسان د سفارتونو د کارکوونکي ځای ناستي شوي دي.

د بشري حقونو د څار بنسټ: لوېدیځ هېوادونه دې د طالبانو د محاکمې ژمنې عملي کړي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۵۰ GMT+۰

د بشري حقونو د څار بنسټ (هیومن رایټس واچ) د ښځو د برخې مسوولې، هېډر بار، پر لوېدیځو هېوادونو غږ کړی، چې د طالبانو د محاکمې په اړه خپلې ژمنې عملي کړي او دا ډله دې د عدالت نړیوالې محکمې ته وړاندې کړي.

مېرمن بار ټینګار کړی چې نږدې یو نیم کال د کاناډا، جرمني، هالنډ او اسټرالیا له هغې ګډې ژمنې تېر شوی چې طالبان به د بشري حقونو د پراخو سرغړونو له امله د هاګ نړیوالې محکمې ته کشوي، خو تر اوسه عملي ګام نه دی پورته شوی. د هغې په وینا، اوس د رښتیني اقدام وخت رارسېدلی دی.

یادو څلورو هېوادونه تېر کال اعلان وکړ چې طالبان به د ښځو پر وړاندې د تبعیض د ټولو بڼو د له منځه وړلو کنوانسیون د جدي نقض، او نورو بشري حقونو د سرغړونو له امله د عدالت نړیوالې محکمې ته وړاندې کړي. د ملګرو ملتونو سازمان او له شلو زیاتو هېوادونو د دې نوښت ملاتړ کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې، پني وانګ، د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۹) وویل چې هېواد یې د خپلو نړیوالو شریکانو سره یو ځای، په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تبعیض د دوامدارو سرغړونو له امله د طالبانو پر ضد حقوقي اقداماتو ته دوام ورکوي.

هغې د طالبانو «ځپونکي چلندونه»، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې، وغندل او زیاته یې کړه چې د افغانستان خلک دا مهال د نړۍ له تر ټولو اوږدو او سختو بشري بحرانونو څخه یو زغمي.

د طالبانو د حج وزارت: سږ کال به د حج ټول لګښت ۷ میلیارده او ۸۰۰ میلیونه افغانۍ وي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۴۱ GMT+۰

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت وزیر نور محمد ثاقب اعلان وکړ، چې د سږ کال د حج لګښت د هر حاجي لپاره ۲۶۶ زره ۴۰۰ افغانۍ ټاکل شوې دی. د هغه په ​​وینا، د سږ کال د حج د پروسې ټول لګښت ۷ ملیارده او ۸۰۰ میلیونه افغانۍ اټکل شوې وې.

د طالبانو د حج اوقافو وزیر د شنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د سږ کال د حج لپاره د افغانستان ونډ ۳۰ زره ده.

هغه زیاته کړه، چې سعودي عربستان ژمنه کړې چې په راتلونکي کې به دا ونډه زیاته کړي.

تیر کال له افغانستان څخه ۳۰ زره حاجیان د حج لپاره لېږل شوي وو.

هغه دا هم وویل، چې د طالبانو له واک ته رسیدو راهیسې په تیرو پنځو کلونو کې له ۸۷ زره څخه ډیر حاجیان چې مخکې یې نوم لیکنه کړې وه د "عادلانه کوټې" ویش سره حج ته لیږل شوي دي.

نور محمد ثاقب وویل، چې د سږ کال د حج لګښت د هر حاجی لپاره ۲۶۶ زره او ۴۰۰ افغانۍ ټاکل شوی دی. د هغه په ​​وینا، دا لګښت د تیر کال په پرتله ۱۵ زره ۶۹۰ افغانۍ کم شوی دی.

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت په وینا، تیر کال د هر کس د حج د سفر لګښت له ۲۸ زره ۲۰۰ افغانیو څخه ډیر و.

شیدا محمد ابدالي: که څه هم ماموریت مې پای ته رسېدلی، خو د افغانستان ملي نښان مې لوړ پرېښود

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۰۶ GMT+۰

په جاپان کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي ویلي، چې له ټوکیو څخه د زړه له ژور درده وتلی، خو ویاړي چې د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ لا هم د دغه هېواد پر سفارت رپانده پاتې دی او هیله لري دا به تر هغه وخته پورې همداسې جګ پاتې شي، څو یو مشروع افغان استازی یې ځای ناستی شي.

ابدالي په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې که څه هم ماموریت پای ته رسېدل ورته دروند تمام شوي، خو دا ورته د ویاړ ځای دی چې د افغانستان ملي نښان لا هم په ټوکیو کې د هېواد د رسمي استازولۍ پر بام پورته ولاړ دی.

نوموړي هیله ښودلې، چې دا بیرغ به نه یوازې تر راتلونکي مشروع استازي پورې، بلکې تر هغه وروسته هم د افغانستان د مشروعیت او ملي هویت نښه پاتې شي.

د ابدالي څرګندونې په داسې حال کې دي، چې طالبانو د واک تر نیولو وروسته په یو شمېر هېوادونو کې د افغانستان ډېپلوماټیک استازولیو خپل فعالیتونه د پخواني نظام د استازو له‌خوا دوام موندلی او د مشروع حکومت د نشتون له امله د ډېپلوماسۍ وضعیت لا هم مبهم دی.

سیاسي شنونکي وایي، د درې رنګه بیرغ ساتل یوازې یو سمبولیک اقدام نه، بلکې د افغانستان د قانوني دولتدارۍ او نړیوال مشروعیت د دوام پیغام هم ګڼل کېږي.

پاکستان سره له سوداګریزو لارو تړل کېدو وروسته د شېرخان بندر صادرات ۶۰ سلنه زیات شوي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۵۱ GMT+۰

د طالبانو سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تر پرله‌پسې ستونزو او تړل کېدو وروسته، د کندز د شېرخان بندر له لارې د افغانستان صادرات د تېر کال په پرتله ۶۰ سلنه لوړ شوي، چې ورسره سلګونه ټنه کورني تولیدات د سیمې هېوادونو ته صادرېږي.

د دغې خونې مسوولینو ویلي، چې هره ورځ له شېرخان بندر څخه تر ۵۰ زیات بار وړونکي موټر تګ راتګ کوي او د افغانستان کرنیز او نور کورني محصولات تاجیکستان، چین، روسیې او قرغزستان ته لېږدول کېږي.

د چارواکو په وینا، د بدیلو سوداګریزو لارو پیاوړتیا د هېواد پر صادراتو مثبت اغېز کړی او شېرخان بندر د سیمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ په یوه مهم محور بدل شوی دی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې ټینګار کړی، چې د صادراتو د لا پراختیا لپاره به د ګمرکي اسانتیاوو، ترانزیټي همغږۍ او د سوداګرو د ملاتړ لړۍ نوره هم چټکه کړي.