په فراه ولایت کې یوې بهرنۍ موسسې ۷۰۰ روزل شوي الوتونکي مرغان خوشي کړي

د فراه ولایت مقام خبر ورکړی چې په دغه ولایت کې د طالبانو مرستیال والي په حضور کې او د قطر د الغرافه موسسې د استازو په ګډون، له یو کلنې روزنې وروسته څه باندې ۷۰۰ الوتونکي مرغان د نسل د زیاتوالي لپاره په ازاده فضا کې خوشې شوي.