• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي په پکتیا کې یې لسګونه دوربینونه او لغمان کې یې یوه ۱۲ میله وسله ترلاسه کړي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۱۵ GMT+۰تازه شوی: ۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۴۵ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د پکتیا پر لویه لاره یې د پلټونو پر مهال یو کس له ۴۴ دوربینونو سره نیولی دی. طالبانو ویلي، چې نیول شوي کس غوښتل یاد دوربینونه له خوست څخه لوګر ولایت ته قاچاق کړي.

د طالبانو د کونیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې نیول شوی کس په پکتیا کې د طالبانو د پولیسو له څېړنو وروسته په یاد ولایت کې له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت ته سپارل شوی دی.

له دې سره سم، طالبانو ویلي، چې د لغمان په قرغه‌یو ولسوالۍ کې یې د کشفي عملیاتو پر مهال یوه بي‌اېم۱۲ (BM-12) وسله هم ترلاسه کړې ده.

طالبانو په دې اړه چې د یادې وسلې په تور یې څوک نیولي او که نه، څه نه‌دي ویلي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

اسراییلي چارواکي: اسراییل د ایران په چاودنو کې لاس نه لري

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۴۷ GMT+۰

اسراییلي چارواکو ویلي چې هېواد یې د هغو چاودنو په لړۍ کې هېڅ رول نه لري چې د شنبې په ورځ په ایران کې رامنځته شوې دي.

رویټرز خبري اژانس د دوو اسراییلي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې اسراییل په دغو پېښو کې هېڅ ډول لاسوهنه نه ده کړې. د راپور له مخې، د اسراییلیو امنیتي چارواکي هم د دغه هېواد ملي راډیو ـ تلویزیون ته په مرکه کې د اسراییل د ښکېلتیا ادعاوې رد کړې دي.

په ورته وخت کې، یو پوځي چارواکي ویلي: «موږ نه پوهېږو چې ایا امریکا په دې پېښو کې دخیل وه که نه.»

تر اوسه ایراني چارواکو د دغو چاودنو د لاملونو په اړه جزیات نه دي خپاره کړي، خو راپورونه وايي چې دا پېښې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې رامنځته شوې دي. د موضوع په اړه لا هم څېړنې روانې دي او د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

هغه بریتانوي سرتېری چې په افغانستان کې معیوب شوی وه د انټرکټیکا لوړه څوکه فتح کړه

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۲۷ GMT+۰

هري بودها مګار، چې د بریتانیا د کینټ د کانټربري اوسېدونکی دی، په ۲۰۱۰کال کې په افغانستان کې د بریتانوي پوځ د خدمت پر مهال د ماین د چاودنې له امله خپلې دواړه پښې له زنګون پورته له لاسه ورکړې. هغه لومړی معیوب کس شو چې د انټرکټیکا د ماونټ وینسن ۱۶،۰۵۹فوټه لوړې څوکې ته ختلی دی.

مګار، دا تر درې ورځني سخت او ستړي کوونکي مزل وروسته ترسره کړل. دا بریا د کلونو روزنې وروسته ترلاسه شوه، څو ځان د دغه ریکارډ ماتونکي هڅې لپاره چمتو کړي.

هغه وویل: «ختل ډېر سخت وو، د هوا شرایط او د لارې ستونزې داسې وې چې زه په رښتیا هم په لاسونو او زنګونونو څښېدم او د غره سر ته مې له سختې مبارزې وروسته ځان ورساوه.»

د اسراییل هوايي بریدونو په غزه کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژلي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۱۱ GMT+۰

د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي، د شنبې په ورځ د اسراییلو په هوايي بریدونو کې د غزې په تړانګه کې لږ تر لږه ۱۲کسان وژل شوي دي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي. اسراییلي پوځ ویلي چې د دې پېښو راپورونه تر څېړنې لاندې دي، خو تر اوسه یې د بریدونو پخلی نه دی کړی.

د فلسطین رسمي خبري اژانس «وفا» راپور ورکړی چې یو هوايي برید د غزې ښار کې یو اپارتمان په نښه کړی، چې له امله یې درې ماشومان او دوه ښځې وژل شوي دي. همداراز، په خان‌یونس ښار کې یوه خېمه هم د بل برید موخه ګرځېدلې ده.

د قربانیانو خپلوان د اوربند د سرغړونې په اړه نیوکې کوي او وایي چې ډېری قربانیان ملکي وګړي دي. سره له دې چې په غزه کې د امریکا په منځګړیتوب د اوربند هوکړه شوې، خو دواړه لوري یو پر بل د دې تړون د ماتولو تورونه لګوي.

د غزې روغتیايي چارواکي وایي، د اوربند له اعلان وروسته تر اوسه له ۵۰۰ډېر فلسطینیان وژل شوي دي، چې زیاتره یې ملکي وګړي دي.

د ایران په بندر عباس کې درنه چاودنه شوې ده

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۳۵ GMT+۰

د ایران کورنیو رسنیو د شنبې په ورځ راپور ورکړ، چې په بندر عباس کې په یوه استوګنیزه ودانۍ کې یوه لویه چاودنه شوې ده. د چاودنې څخه خپاره شوي انځورونه ښیې چې د یوې ودانۍ لږ تر لږه درې پوړونه په پراخه کچه ویجاړ شوي دي. د ودانۍ شاوخوا یو شمیر موټرونه هم زیانمن شوي دي.

په ورته وخت کې راپورونه خپاره شول، چې د انقلابي ګارد د سمندري ځواکونو قوماندان علیرضا تنګسیري وژل شوی دی خو د سپاه پاسداران اړوند تسنیم خبري اژانس دا خبر رد کړ.

د هرمزګان د ولایتي ناورین مدیریت دفتر عمومي رییس وویل، چې په چاودنه کې یو کس وژل شوی او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

د هغه په ​​وینا، د چاودنې لامل لاهم تر څیړنې لاندې دی.

د هرمزګان د طبي علومو پوهنتون رییس هم اعلان وکړ، چې په چاودنه کې شاوخوا ۱۰ کسان ټپیان شوي دي.

د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو وویل، چې په هرمزګان کې د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو په مرکزي دفتر باندې د ډرون برید نه دی شوی او د دې ځواک سره تړلې هیڅ ودانۍ ته زیان نه دی رسیدلی.

دا چاودنه په داسې وخت کې وشوه چې په منځني ختیځ کې د امریکا د جنګي بېړیو د ځای پرځای کولو او د ایران په وړاندې د ډونالډ ټرمپ د ګواښونو وروسته په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

کندهار کې د یوه کور د چت نړېدو له امله د ماشومانو په ګډون څلور کسان مړه شوي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۴۳ GMT+۰

د طالبانو ځايي مسوولین وایي، چې په کندهار ولایت کې د یوه کور د چت نړېدو له امله د ماشومانو په ګډون څلور کسان مړه شوي دي.

د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې رییس عبدالسلام عمري، د شنبې په ورځ د سلواغې پر ۱۱مه رسنیو ته ویلي چې دا پېښه د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې چې په دې پېښه کې ماشومان هم د قربانیانو په ډله کې شامل دي، خو د هغوی د دقیق شمېر او عمرونو په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

دا چې د کور چت ولې نړیدلی، په اړه یې کره معلومات نه دي ورکړل شوي.

تېره اوونۍ په ننګرهار کې د یوه کور د چت د نړېدو له امله اوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

د طالبانو په وینا، د وروستیو ورښتونو له امله په ټول هېواد کې څه باندې ۶۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.