اسراییلي چارواکي: اسراییل د ایران په چاودنو کې لاس نه لري

اسراییلي چارواکو ویلي چې هېواد یې د هغو چاودنو په لړۍ کې هېڅ رول نه لري چې د شنبې په ورځ په ایران کې رامنځته شوې دي.

اسراییلي چارواکو ویلي چې هېواد یې د هغو چاودنو په لړۍ کې هېڅ رول نه لري چې د شنبې په ورځ په ایران کې رامنځته شوې دي.
رویټرز خبري اژانس د دوو اسراییلي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې اسراییل په دغو پېښو کې هېڅ ډول لاسوهنه نه ده کړې. د راپور له مخې، د اسراییلیو امنیتي چارواکي هم د دغه هېواد ملي راډیو ـ تلویزیون ته په مرکه کې د اسراییل د ښکېلتیا ادعاوې رد کړې دي.
په ورته وخت کې، یو پوځي چارواکي ویلي: «موږ نه پوهېږو چې ایا امریکا په دې پېښو کې دخیل وه که نه.»
تر اوسه ایراني چارواکو د دغو چاودنو د لاملونو په اړه جزیات نه دي خپاره کړي، خو راپورونه وايي چې دا پېښې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې رامنځته شوې دي. د موضوع په اړه لا هم څېړنې روانې دي او د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.