• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شیدا محمد ابدالي: که څه هم ماموریت مې پای ته رسېدلی، خو د افغانستان ملي نښان مې لوړ پرېښود

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۰۶ GMT+۰

په جاپان کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي ویلي، چې له ټوکیو څخه د زړه له ژور درده وتلی، خو ویاړي چې د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ لا هم د دغه هېواد پر سفارت رپانده پاتې دی او هیله لري دا به تر هغه وخته پورې همداسې جګ پاتې شي، څو یو مشروع افغان استازی یې ځای ناستی شي.

ابدالي په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې که څه هم ماموریت پای ته رسېدل ورته دروند تمام شوي، خو دا ورته د ویاړ ځای دی چې د افغانستان ملي نښان لا هم په ټوکیو کې د هېواد د رسمي استازولۍ پر بام پورته ولاړ دی.

نوموړي هیله ښودلې، چې دا بیرغ به نه یوازې تر راتلونکي مشروع استازي پورې، بلکې تر هغه وروسته هم د افغانستان د مشروعیت او ملي هویت نښه پاتې شي.

د ابدالي څرګندونې په داسې حال کې دي، چې طالبانو د واک تر نیولو وروسته په یو شمېر هېوادونو کې د افغانستان ډېپلوماټیک استازولیو خپل فعالیتونه د پخواني نظام د استازو له‌خوا دوام موندلی او د مشروع حکومت د نشتون له امله د ډېپلوماسۍ وضعیت لا هم مبهم دی.

سیاسي شنونکي وایي، د درې رنګه بیرغ ساتل یوازې یو سمبولیک اقدام نه، بلکې د افغانستان د قانوني دولتدارۍ او نړیوال مشروعیت د دوام پیغام هم ګڼل کېږي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

پاکستان سره له سوداګریزو لارو تړل کېدو وروسته د شېرخان بندر صادرات ۶۰ سلنه زیات شوي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۵۱ GMT+۰

د طالبانو سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تر پرله‌پسې ستونزو او تړل کېدو وروسته، د کندز د شېرخان بندر له لارې د افغانستان صادرات د تېر کال په پرتله ۶۰ سلنه لوړ شوي، چې ورسره سلګونه ټنه کورني تولیدات د سیمې هېوادونو ته صادرېږي.

د دغې خونې مسوولینو ویلي، چې هره ورځ له شېرخان بندر څخه تر ۵۰ زیات بار وړونکي موټر تګ راتګ کوي او د افغانستان کرنیز او نور کورني محصولات تاجیکستان، چین، روسیې او قرغزستان ته لېږدول کېږي.

د چارواکو په وینا، د بدیلو سوداګریزو لارو پیاوړتیا د هېواد پر صادراتو مثبت اغېز کړی او شېرخان بندر د سیمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ په یوه مهم محور بدل شوی دی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې ټینګار کړی، چې د صادراتو د لا پراختیا لپاره به د ګمرکي اسانتیاوو، ترانزیټي همغږۍ او د سوداګرو د ملاتړ لړۍ نوره هم چټکه کړي.

تېره ورځ ایران او پاکستان نه له یونیم زر زیات کډوال افغانستان ته جبري ستانه شوي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۰۸ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ ۳۰۲ کډوالې کورنۍ چې ټول ۱۵۶۴ کسان کېږي، له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، راستنو شویو کورنیو سره د اړتیا وړ مرسته هم شوې ده.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې، دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.

راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۲۷۰ کورنۍ چې ۱۴۳۹تنه کیږي د تورخم له لارې، ۱۳ کورنۍ چې شمیر یې ۵۱تنه وو د ورېښمو پله له لارې، ۱۱کورنۍ چې ۳۷تنه وو د اسلام‌کلا له لارې، ۸کورنۍ چې ۳۷تنه وو د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې نړیوال بنسټونه د افغانانو د جبري ستنیدنې په اړه اندیښمن دي او خبرداری ورکوي چې د ژمي په موسم کې د کډوالو پراخې څپې په افغانستان کې بشري ناورین زیاتوي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د استوګنې ادارې (UN-Habitat) خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته ډېری ستنېدونکي کډوال اړ دي چې خپل ژوند له صفر نه پیل کړي او شته سرچینې او بودجه د دوی پراخې اړتیاوې نه‌شي پوره کولای.

طالبان: د لوېې پکتيا ګرځندوی پراختیا د اقتصادي ودې لپاره مهمه ده

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۱۴ GMT+۰

د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خبر ورکړی چې د دغه وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معين قدرت‌الله جمال، د لوېې پکتيا له قومي مشرانو سره په ليدنه کې د ګرځندوی سکتور پر پياوړتيا ټينګار کړی.

ددغه وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، جمال ویلي، د ګرځندوی پراختيا د هېواد په اقتصادي ودې کې مهم رول لري او زياته يې کړه چې د هېواد له ځنګلونو به د ګرځندوی د ودې لپاره پراخه استفاده وشي.

هغه همداراز ډاډ ورکړ چې د لوېې پکتيا د خلکو ستونزې او وړانديزونه به وڅېړل شي او هڅه به وشي چې د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو د جذب لپاره لازم اقدامات وشي.

د پکتیا د غرونو په غېږ کې پرته ځاځي اریوب ولسوالي، چې طالبانو د هېواد ملي پارک نومولې، د خپلو ښکلیو منظرو، شنو درو او ځانګړي موسم له امله په دې وروستیو کې د ګرځندویانو د پام وړ ګرځېدلې.او هر کال سلګونه سيلانیان راجلبوي.

خو له دې ټولو طبیعي ښېګڼو سره سره، تر اوسه په دې سیمه کې د سیلانیانو د اسانتیاوو، استوګنځایونو، سړکونو، لارښودو مرکزونو او نورو اساسي خدماتو په برخه کې هېڅ ډول بنسټیزه پانګونه نه ده شوې.

د بشر حقونو د څار اداره: د بیان او رسنیو ازادي بنسټیز بشري حق دی

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۰۰ GMT+۰

د بشر حقونو د څار ادارې (Human Rights Watch) ټینګار کړی، چې د بیان او رسنیو ازادي نړیوال بشري حقونه دي. خو دا حقونه دا مهال په افغانستان، ایران او پاکستان کې مېشت افغان ژورنالستان له جدي ګواښونو، سانسور او امنیتي ستونزو سره مخ کړي دي.

یادې ادارې په ایکس لیکلي: «د بیان ازادي او ازاد فکر څرګندونه، چې پکې د رسنیو ازادي هم شامله ده، نړیوال بشري حقونه دي.» خو د بشري حقونو فعالان وایي، چې دا اصول په ځانګړي ډول د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې په پراخه کچه تر پښو لاندې شوي دي.

د راپورونو له مخې، لسګونه افغان خبریالان په افغانستان کې نیول شوي، وهل شوي او له رسنیزو فعالیتونو منع شوي، او زرګونه نور اړ شوي چې هېواد پرېږدي او ایران او پاکستان ته کډوال شي.

خو په ګاونډیو هېوادونو کې هم د افغان ژورنالستانو ستونزې پای ته نه دي رسېدلې. په ایران کې یو شمېر افغان خبریالان د قانوني اسنادو د نشتوالي، د کار محدودیتونو او د نیولو له وېرې ژوند کوي، او په پاکستان کې بیا ډېری افغان رسنیز فعالان د جبري ستنولو، اقتصادي فشار او امنیتي اندېښنو سره مخ دي.

د بشري حقونو مدافع بنسټونه خبرداری ورکوي، چې که د بیان ازادۍ ته نړیوال ملاتړ عملي بڼه و نه نیسي، د افغان ژورنالستانو غږ به لا نور هم چوپ او د بشري حقونو سرغړونې به بې‌ځوابه پاتې شي.

صیقل: اسټرالیا د طالبانو د هر ډول استازي له منلو انکار کړی

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۲ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانی استازی محمود صیقل وایي، د اسټرالیا حکومت لږ تر لږه د پنځو میاشتو لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوریت له سفارت سره د فعالیت د دوام رسمي توافق کړی او په ښکاره یې پرېکړه کړې، چې د طالبانو د ادارې هېڅ ډول استازی، حتا افتخاري قونسل، ونه مني.

صیقل په ایکس کې په خپره کړې لیکنه کې ویلي، چې د کانبرا سفارت له څلور نیمو کلونو راهیسې، سره له دې چې افغانستان رسمي حکومت، د بهرنیو چارو وزارت او لوړپوړي چارواکي نه لري، بیا هم د ملي ګټو د ساتنې او د طالبانو د کړنو پر وړاندې د دریځ نیولو لپاره خپل کار ته دوام ورکړی دی.

هغه زیاته کړې، چې اسټرالیايي چارواکي قانع شوي، څو د طالبانو له لوري د هر ډول ډېپلوماټیک حضور مخه ونیسي او پر ځای یې د پخوانیو افغان استازولیو فعالیتونه ومني.

د افغانستان پخواني استازي همداراز ویلي، چې یوازې په اسټرالیا کې نه، بلکې په یو شمېر نورو هېوادونو کې هم د افغانستان سیاسي او قونسلۍ استازولۍ د طالبانو د ادارې پر وړاندې خپل فعالیتونه روان ساتي.

صیقل ټینګار کړی، چې د دغو استازولیو بقا د طالبانو پر ضد د سیاسي، مدني او پوځي جریانونو، د بهر مېشتو افغانانو پر ملاتړ، د کوربه هېوادونو پر بشري دریځ، او د ګډ سیاسي جوړښت پر رامنځته کېدو پورې تړلې ده.

هغه په پای کې د قونسلۍ د خدماتو د ستونزو یادونه کړې او ویلي یې دي، چې د طالبانو له‌خوا رامنځته شوی کړکېچ افغانان له پراخو سرګردانیو سره مخ کړي، او د حل لار یې په افغانستان کې د مشروع حاکمیت او د قانون د واکمنۍ بیا ټینګښت بللی دی.