• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسراییل هوايي بریدونو په غزه کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژلي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۱۱ GMT+۰

د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي، د شنبې په ورځ د اسراییلو په هوايي بریدونو کې د غزې په تړانګه کې لږ تر لږه ۱۲کسان وژل شوي دي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي. اسراییلي پوځ ویلي چې د دې پېښو راپورونه تر څېړنې لاندې دي، خو تر اوسه یې د بریدونو پخلی نه دی کړی.

د فلسطین رسمي خبري اژانس «وفا» راپور ورکړی چې یو هوايي برید د غزې ښار کې یو اپارتمان په نښه کړی، چې له امله یې درې ماشومان او دوه ښځې وژل شوي دي. همداراز، په خان‌یونس ښار کې یوه خېمه هم د بل برید موخه ګرځېدلې ده.

د قربانیانو خپلوان د اوربند د سرغړونې په اړه نیوکې کوي او وایي چې ډېری قربانیان ملکي وګړي دي. سره له دې چې په غزه کې د امریکا په منځګړیتوب د اوربند هوکړه شوې، خو دواړه لوري یو پر بل د دې تړون د ماتولو تورونه لګوي.

د غزې روغتیايي چارواکي وایي، د اوربند له اعلان وروسته تر اوسه له ۵۰۰ډېر فلسطینیان وژل شوي دي، چې زیاتره یې ملکي وګړي دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د ایران په بندر عباس کې درنه چاودنه شوې ده

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۳۵ GMT+۰

د ایران کورنیو رسنیو د شنبې په ورځ راپور ورکړ، چې په بندر عباس کې په یوه استوګنیزه ودانۍ کې یوه لویه چاودنه شوې ده. د چاودنې څخه خپاره شوي انځورونه ښیې چې د یوې ودانۍ لږ تر لږه درې پوړونه په پراخه کچه ویجاړ شوي دي. د ودانۍ شاوخوا یو شمیر موټرونه هم زیانمن شوي دي.

په ورته وخت کې راپورونه خپاره شول، چې د انقلابي ګارد د سمندري ځواکونو قوماندان علیرضا تنګسیري وژل شوی دی خو د سپاه پاسداران اړوند تسنیم خبري اژانس دا خبر رد کړ.

د هرمزګان د ولایتي ناورین مدیریت دفتر عمومي رییس وویل، چې په چاودنه کې یو کس وژل شوی او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

د هغه په ​​وینا، د چاودنې لامل لاهم تر څیړنې لاندې دی.

د هرمزګان د طبي علومو پوهنتون رییس هم اعلان وکړ، چې په چاودنه کې شاوخوا ۱۰ کسان ټپیان شوي دي.

د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو وویل، چې په هرمزګان کې د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو په مرکزي دفتر باندې د ډرون برید نه دی شوی او د دې ځواک سره تړلې هیڅ ودانۍ ته زیان نه دی رسیدلی.

دا چاودنه په داسې وخت کې وشوه چې په منځني ختیځ کې د امریکا د جنګي بېړیو د ځای پرځای کولو او د ایران په وړاندې د ډونالډ ټرمپ د ګواښونو وروسته په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

کندهار کې د یوه کور د چت نړېدو له امله د ماشومانو په ګډون څلور کسان مړه شوي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۴۳ GMT+۰

د طالبانو ځايي مسوولین وایي، چې په کندهار ولایت کې د یوه کور د چت نړېدو له امله د ماشومانو په ګډون څلور کسان مړه شوي دي.

د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې رییس عبدالسلام عمري، د شنبې په ورځ د سلواغې پر ۱۱مه رسنیو ته ویلي چې دا پېښه د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې چې په دې پېښه کې ماشومان هم د قربانیانو په ډله کې شامل دي، خو د هغوی د دقیق شمېر او عمرونو په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

دا چې د کور چت ولې نړیدلی، په اړه یې کره معلومات نه دي ورکړل شوي.

تېره اوونۍ په ننګرهار کې د یوه کور د چت د نړېدو له امله اوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

د طالبانو په وینا، د وروستیو ورښتونو له امله په ټول هېواد کې څه باندې ۶۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په جاپان کې د افغانستان سفارت خپل ټول فعالیتونه ځنډوي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۳۲ GMT+۰

په جاپان کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې د روانې اوونۍ له یکشنبې، د سلواغې ۱۲مې، به د قنسلي خدمتونو به ګډون خپل ټول فعالیتونه وځنډوي.

یاد سفارت چې د توکیو ښار د میناتو په سیمه کې موقعیت لري، تر اوسه د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت د ډیپلوماټانو له لوري اداره کېده. د افغانستان د سفارت یوه چارواکي «جیجي پرېس» خبري اژانس ته ویلي، چې د دې ډیپلوماټیکې نمایندګۍ د راتلونکې په اړه تر اوسه کومه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې او تمه ده چې د سفارت ودانۍ به د اوس لپاره تړلې پاتې شي.

د افغانستان سفارت په جاپان کې تر دې وړاندې، د تېر کال ډسمبر په وروستیو کې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي وو، چې له جاپاني لوري سره تر سلا مشورو وروسته یې د خپلو فعالیتونو د درولو پرېکړه کړې ده. د سفارت په وینا، دا پرېکړه د جاپان د بهرنیو چارو وزارت سره په نږدې همغږۍ، او د ۱۹۶۱کال د ویانا د ډیپلوماټیکو اړیکو د کنوانسیون په رڼا کې شوې ده.

په وروستیو کلونو کې، د افغانستان یو شمېر ډیپلوماټیکې نمایندګۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د کاري بودجې د کمښت له امله تړل شوې دي، خو په ځینو نورو هېوادونو کې بیا د طالبانو له لوري معرفي شوي کسان د سفارتونو د کارکوونکي ځای ناستي شوي دي.

د بشري حقونو د څار بنسټ: لوېدیځ هېوادونه دې د طالبانو د محاکمې ژمنې عملي کړي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۵۰ GMT+۰

د بشري حقونو د څار بنسټ (هیومن رایټس واچ) د ښځو د برخې مسوولې، هېډر بار، پر لوېدیځو هېوادونو غږ کړی، چې د طالبانو د محاکمې په اړه خپلې ژمنې عملي کړي او دا ډله دې د عدالت نړیوالې محکمې ته وړاندې کړي.

مېرمن بار ټینګار کړی چې نږدې یو نیم کال د کاناډا، جرمني، هالنډ او اسټرالیا له هغې ګډې ژمنې تېر شوی چې طالبان به د بشري حقونو د پراخو سرغړونو له امله د هاګ نړیوالې محکمې ته کشوي، خو تر اوسه عملي ګام نه دی پورته شوی. د هغې په وینا، اوس د رښتیني اقدام وخت رارسېدلی دی.

یادو څلورو هېوادونه تېر کال اعلان وکړ چې طالبان به د ښځو پر وړاندې د تبعیض د ټولو بڼو د له منځه وړلو کنوانسیون د جدي نقض، او نورو بشري حقونو د سرغړونو له امله د عدالت نړیوالې محکمې ته وړاندې کړي. د ملګرو ملتونو سازمان او له شلو زیاتو هېوادونو د دې نوښت ملاتړ کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې، پني وانګ، د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۹) وویل چې هېواد یې د خپلو نړیوالو شریکانو سره یو ځای، په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تبعیض د دوامدارو سرغړونو له امله د طالبانو پر ضد حقوقي اقداماتو ته دوام ورکوي.

هغې د طالبانو «ځپونکي چلندونه»، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې، وغندل او زیاته یې کړه چې د افغانستان خلک دا مهال د نړۍ له تر ټولو اوږدو او سختو بشري بحرانونو څخه یو زغمي.

د ونزویلا لنډمهالې ولسمشرې د سیاسي بندیانو لپاره د عمومي بښنې طرحه اعلان کړه

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۳۰ GMT+۰

د ونزویلا لنډمهالې ولسمشرې، دلسي رودریګز، اعلان وکړ چې حکومت یې د سیاسي بندیانو لپاره د عمومي بښنې طرحه چمتو کړې ده. هغې وویل چې د کاراکاس بدنام زندان «هېليکوییډ» به د سپورټ او ټولنیزو خدمتونو په مرکز بدل شي.

مېرمن رودریګز دا څرګندونې د ونزویلا د سترې محکمې په مقر کې د ۲۰۲۶کال د قضايي دورې د پرانیستې په مراسمو کې وکړې. هغې د هېواد له قانون‌جوړوونکو وغوښتل چې له دې طرحې سره «تر ټولو لوړه همکاري» وکړي، څو د سیاسي شخړو، تاوتریخوالي او افراطیت له امله رامنځته شوي ټپونه ورغېږي او عدالت بېرته ټینګ شي.

بل‌خوا، د نوبل د سولې جایزې ګټونکې، ماریا کورینا ماچادو، د دې طرحې په غبرګون کې ویلي چې نوې عمومي بښنه «هغه اقدام نه دی چې رژیم یې په خپله خوښه ترسره کړي وي، بلکې د امریکا د متحده ایالاتو د فشار پایله ده.»

هغې هیله څرګنده کړه چې سیاسي بندیان به ډېر ژر خوشې او له خپلو کورنیو سره یوځای شي.